Homeخبرونهد کانونو وزارت بهرنیو شرکتونو ته د کانونو د استخراج لپاره شرط...

د کانونو وزارت بهرنیو شرکتونو ته د کانونو د استخراج لپاره شرط کېښود

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) د کانونو وزارت وايي چې د مس عینک او نورو کانونو د استخراج لپاره یې بهرنیو شرکتونو ته شرط ایښی چې د کانونو د پروسیس چارې به په افغانستان کې دننه ترسره کوي.
 
د کانونو او پیترولیم وزارت له خبر سره سم، چې پرون یې پر خپله ایکسپاڼه کې خپور کړ، شهاب الدین دلاور په کابل کې د چین د ایم سي سي شرکت له مشر سره له کتنې وروسته وویل، طالبان به هغه وخت له ایم سي سي شرکت سره د مس عینک د استخراج په برخه کې موافقه وکړي چې دا شرکت په افغانستان کې دننه د کانونو د پروسس په برخه کې لا زیاته پانګونه وکړي.
 
دغه چینایي شرکت یو له سترو شرکتونو څخه دی چې د مسو، سربو او جست د استخراج او پروسس په برخه کې فعالیت کوي.
 
د کانونو او پټرولیم وزارت د معلوماتو له مخې، دغه شرکت لېواله دی چې د افغانستان په لویو کانونو په تیره بیا د مسو، سربو او جستو په کانونو کې پانګونه وکړي.
ایم سي سي د جمهوري حکومت په لومړیو کلونو کې د مس عینک د استخراج موافقه وکړه خو وروسته یې خپل شرایط بدل کړل او تر دې چې بالاخره له ټولو شرایطو په شا شو.
د چینايي پانګوالو په اړه ویل کېږي چې د دوی پانګونه ډېر ځلي په دې خاطر نورو هیوادونو ته ګټه نه رسوي چې ځايي خلکو ته د کار زمینه نه برابروي ځکه چې له خپلو ګارګرو کار اخلي او له بلې خوا هڅه کوي چې خام مواد خپل هیواد ته انتقال او هلته یې پروسیس کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...