پنجشنبه, مې 16, 2024
Homeخبرونهد کابل جلال اباد لار په ماهیپر کې بنده شوې

د کابل جلال اباد لار په ماهیپر کې بنده شوې

تاند (دوشنبه، د ثور ۱۰ مه) د کابل – جلال اباد لویه لار یو وار بیا له غره څخه د تیږو د ښوییدو له کبله بنده شوې ده.

د ننګرهار ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست نن (دوشنبې) په یوه خبرپاڼه کې د لارې د بندیدو د اعلان په ترڅ کې له مسافرو غوښتي چې تر بلې خبرتیا پورې په دې لاره د تګ هڅه ونه کړي.

د کابل – جلال اباد د لویې لارې د ماهیپر په سیمه کې له غره څخه تیږې راښوییدلي دي.

د شنبې په ورځ هم د کابل – جلال اباد پر لویه لار له غره تیږې راښوییدلې وې چې له کبله یې څو ساعته دا لار بنده وه.

له بلې خوا پرون (یکشنبې) د نورستان د نورګرام، دواب او مندول ولسوالیو ترمنځ لاره د سنګ پل په سیمه کې له غره څخه د تیږې د رالوېدو له کبله بنده شوه.

تراوسه څرګنده نه ده چې دا لار بېرته پرانیستل شوې او که نه ده.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب