دوکتور لعل پاچا ازمون
څلورمه برخه
۴ ـ ۱ ـ ۲: ښکلايي حس، شعر ، رنګونه او غږونه
الله تعالی د رنګونو د غږونو په بېلابېلو بڼو کې د انسان حسونو ته خوراکونه برابروي. د انسان جمالیاتي یا ښکلایي حس همدغه د رنګونو بېبلابېلې بڼې له کایناتو را اخلي او په حافظې کې یې راټولوي.
[سُوۡرَةُ الاٴعرَاف : آیت 57]
وَهُوَ الَّذِى يُرْسِلُ الرِّيٰحَ بُشْرًۢا بَيْنَ يَدَىْ رَحْمَتِهِۦ ۖ حَتّٰىٓ إِذَآ أَقَلَّتْ سَحَابًا ثِقَالًا سُقْنٰهُ لِبَلَدٍ مَّيِّتٍ فَأَنزَلْنَا بِهِ الْمَآءَ فَأَخْرَجْنَا بِهِۦ مِن كُلِّ الثَّمَرٰتِ ۚ كَذٰلِكَ نُخْرِجُ الْمَوْتٰى لَعَلَّكُمْ تَذَكَّرُونَ
او همغه د الله ذات دى چي بادونه د خپل رحمت مخکې مخکې زيري وركوونكي لېږي. بيا چي كله هغوى له اوبو څخه درنې شوي ورېځي را الوزوي، نو هغه د کومي مړې ځمکې پر لوري خوځوي او هلته د باران په ورولو (له هماغې مړې ځمکي څخه) رنګارنګ مېوې راباسي. وګورئ، په دې ډول موږ مړي د مرګ له حالت څخه را باسو. په كار ده چي تاسي له دې كتني څخه درس واخلئ.
د انسان ذهني انکشاف او وده ورو ورو د کایناتو له بېلابېلو رنګونو، غږونو او توکو سره مخ کېږي. د رنګونو غږونه او بڼې په حافظه کې له وړاندې را ټولې شوې دي، هغه ورو ورو له لاشعوره تحت الشعور ته راځي.
د انسان جمالیاتي یا ښکلایي حس په دغو توکو کار کوي او هغه نورو حسي غړو ته لېږدوي. د لېږد دغه پړاو د انسان او طبعیت تر منځ د اړیکو یوه فضا رامنځته کوي، دغې فضا ته انسان ملتفت کېږي او په بېلابېلو بڼو کې د تفکر چینې خوټوي، د تفکر دغه چینې چې د لاشعور او حافظې نه د راغلیو توکو په حرکت خوټېدلي، شعور بیداروي. د انسان د شعور په بیدارۍ کې نور حسي غړي فعالېږي.
ددغو حسي غړیو او حواسو په تغذیه کېدو سره عقل د شعور په موادو کار کوي، ذهن بیا ددغه موادو په بېلابېلو بڼو بېلابېلې تجربې ترسره کوي. کله چې له دغو موادو سره نفسیاتي یا نفسي خواږه او فعالیت یوځای شي، دا بیا بېل رنګ او بڼه مومي.
خبره د انسان له جمالیاتي یا ښکلایي حس نه راشروع کېږي. د طبعیت یا کایناتو ټول رنګونه د ښکلایي یا جمالیاتي حس په هضم او اړیکې سره ژوند مومي. د کایناتو د توکو او انسان تر منځ اړیکه جمالیاتي یا ښکلایي حس برابروي. دغه اړیکه د یوې انساني او بشري ټولنې د رامنځته کېدو سبب کېږي.
د انسان حرکت او چلن د طبعیت او کایناتو له هر توکي سره له انساني او بشري چلنه رنګ اخلي. د خواخوږۍ او عاطفې حس یې غوړېږي، دغه حس د انسان نور حواس راپاروي چې بیا د احساس او درکه له ټولنې سره یو بشري او انساني چلن ته لار برابروي، نو په ټولنه کې د انسان د ذهني فعالیت هره پدیده چې رامنځته کېږي؛ هغه د انسان د ذهن او کایناتو تر منځ جمالیاتي حسي یا ښکلایي حس پاروي.
د کایناتو په هر توکي کې جمال او جلال دوه رنګونه دي، جمال د توکیو ارزښت، خوږلښت، سپېڅلتیا، معصومیت او عاطفي چلن مضبوطوي، جلال ددغه جمالیاتي حس لاسته راوړنه او تجربه په یو غرور وړاندې کوي. د جمال او جلال نومونه دواړه یو له بله سره نښتي دي، جمال په جلال کې او جلال په جمال کې دی.
د یوې ټولنې له ښایسته د هغې ټولنې د پرمختګ بڼې راڅرګندېږي، د پرمختګ دغه بڼې خپل جلال راښیي. جمال له ښکلایي یا جمالیاتي حسه رامنځته کېږي چې په هغه کې بیا د انسان د نورو حسونو فعالیتونه راڅرګندېږي، ددغه ټولو حسي فعالیتونو مجموعه په جلال کې راټولېږي.
نو: د انسان طبع له کایناتو رنګ اخلي، دی خپله ذهني ارتقا او پرمختګ د طبعیت په توکو کې ګوري، د هغوی د رنګونو په شور، ځوږ او غږونو کې د ژوند پایښت اوري.
که کایناتو ته وګورو، کله چې یو بوټی له ځمکې سر راپورته کوي، غوړېږي، رنګونه او جمالیاتي څانګې غځوي، بیا پخپل جمال کې جلال راښيي، بالاخره فناه کېږي.
د انسان وجود د طبعیت د نورو توکیو په څېر له خاورې او اوبو جوړ شوی او راڅرګند شوی دی، ځکه نو دده طبع د کایناتو له هر توکي رنګ اخلي.
تر دې وروسته کله چې د انسان ذهن د طبعیت له توکو خړوب شي، نو د کایناتو په هر توکي کې د ژوند فلسفه ګوري. ژوند د کایناتو د بېلابېلو توکیو په رنګونو کې دی. کاڼی، تیږه، لوټه، خاوره، ځمکه، اسمان، ستوري، سپوږمۍ، بوټي، ونه، غنه، غر، سین، اوبه او … دا هغه توکي دي چې د بشري ژوند او کایناتو په لوښي کې پراته دي، د کایناتو له دغه لوښي د انسان ذهن تغذیه کېږي، خپله ټوله خوراکه له همدې توکو برابروي، دا توکي چې کله جمالیاتي حس خړوب کړي، نو ذهن په حرکت راولي، زړه همدغه توکي خړوبوي، د طبعیت دغه بېلابېل توکي د انسان ذهن او زړه اړوي را اړوي ، پخپل ښکلایی حس او ذهني تجربو ترې بېلابېلې بڼې جوړوي.
الله تعالی انسان ته دا ځواک بښلی دی چې پخپل ښکلایي حس او تجربو کې د بېلابېلو توکیو له رنګونو او نڅا نوې بڼې برابرې کړي، انسان دلته له هر بشري توکی سره انساني چلن کوي، انساني چلن د انسان په انس کې نغښتی دی، انس مینه، عاطفه ، سپېڅلتیا او معصومیت دی، انس یعنې څه !؟
انس د طبعیت او کایناتو له توکو سره ښکلايي او انساني چلن دی چې له طبعیت سره د انسان د سلوک او چلن له مخې رامنځته شوی دی، دا چلن باید انساني وي. کله چې خبره د انسانیت او انساني راځي، نو له هر توکي سره د انسان د طبعې له چلنه جوهر راڅر ګندېږي.
نو دا توکي په بېلابېلو ویناګانو کې د انسان ذهني ځواک ښیي او د شعور فعالیت راڅرګندوي. همدا خبره ده چې له شعوره د طبعیت د رنګونو ددغو غږونه اوډون شعر زېږوي، د خوشحال بابا خبره چې “شعر مشتق دی له شعوره”
دلته د انساني او بشري ارزښتونو او له طبعیت سره د انسان چلن د جمالیاتي حس اړیکه راڅرګندوي.
د جمالیاتي حس تر سیوري لاندې د انسان د وجود نور حسونه تغذیه کېږي او په فعالیت پیل کوي، له دغه فعالیته ساینس، ټکنالوژي، کر کیله او د ژوند نور اسباب رامنځته کېږي چې بیا یې هم بنسټ له طبعیت سره د انسان په اړیکه او جمالیاتي حس پورې تړلې ده.
له هغه ځایه چې شعور وده مومي او د هغو رنګونو د غږونو په کیفیت کې چې شعور ترې ساه اخلي، انسان ورو ورو د ژوند نویو نویو پړاوونو ته داخلېږي او کاینات د ځان په ګټه راڅرخوي.
د انسان او طبعیت تر منځ دغه اړیکه چې د شعور په لاس ترې بېلابېلې بڼې رامنځته کېږي، په دې چاره کې لومړنی حرکت بیا هم د جمالیاتي حس دی.
کله چې سهار راپاڅېږئ، که سترګې مو په یوه ښکلي مخ (له مخ نه موخه د کایناتو د رنګونو بڼې او غږونه دي) ولګي، نو ستاسې نور وږي حسونه تغذیه کوي، هغه فعالوي، له دغه فعالیتونو او خوځښته د ټولنې پرمختګ رامنځته کېږي. که دا حسونه مړه وي او سترګې پټې وي، نو د تفکر چینه هم وچېږي.
تاسې په شعر، موسېقي، انځورونو او… کې د ښکلايي یا جمالیاتي حس د رنګونو غږونه واورئ او له دې چینې لکه د زړه د ژوند نورو برخو ته رګونه وغځوئ چې له دې چینې نه ساه واخلي.
دا چینه د ژوند چینه ده، د ژوند رنګونه خړوبوي، د ژوند د رنګونو په خړوبېدلو کې د انسان د وجود ټول حسونه تعذیه کېږي او فعالېږي .
د شاعر اړیکه له طبعیت او د طبعیت اړیکه د شاعر له حواسو سره د ښکلایي حس پارونه او د مینې دنیا جوړول دي، دغه اړیکه د انسان ذهني او فکري کچه لوړوي او یوې انساني ټولنې ته یې رابولي. دطبعیت او کایناتو په بېلابېلو څېړنو کې د خپل ژوند پایښت ویني، دی د خپلې بې وسۍ شکایت کوي خو دده ارمان دادی چې یوه انساني ټولنه، د مینې او الفت فضا چې هغه د ژوند ښایست او پایښت دی، رامنځته شي.
یاره که وس مې رسېدلی
لکه سپوږمۍ به دې په سر ولاړه ومه
دلته ځان د سپوږمۍ په څېره کې لیدل له کایناتو سره د شاعر همفکري او د ژوند ښایست او پایښت لپاره کېږي.
دا د لوفرانو د سويې لیکنه نه ده. ته د خپل حسادت په کې سیزه.