شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د امي پوښتنه/ لنډه کیسه/ لیکوال: ټي. ایس. ارتر

د امي پوښتنه/ لنډه کیسه/ لیکوال: ټي. ایس. ارتر

ژباړه: عصمت څاروان

«امي!»

مېرمن ګروف له هغې دروازې نارې کړې چې د باغ خوا ته پرانیستل کېده. له هغې خوا د چا ځواب رانغی. لمر نیم ساعت وړاندې لوېدلی و، نرۍ، کمزورې طلايي او سرې وړانګې یې لږلږ ښکارېدې. د اسمان په لوېدیځه څنډه کې د ورېځو څو ټوټې خپرې وې. ختیځې خوا ته د څوارلسمې سپوږمۍ له خپلې ټولې ښکلا سره رابره شوې وه چې د ستورو رڼا یې تته کړې وه.

دې پوښتنه وکړه«امي چیرې ده؟. چا لیدلې چې راغلې وي؟»

د امې ورور، چې په چاقو یې له یوې پلنې دړې د کښتۍ پر جوړولو کار کاوه، وویل «ما نیم ساعت مخکې ولیده چې بافت یې په لاس کې و او په زنو پاس ختله.»

مېرمن ګروف په زنو وختله او بیا یې نارې کړې، خو بیا هم چا ځواب ورنه کړ.

له ځان سره یې وویل«حیرانه یم چې ماشومه به چیرې وي»

د څه شېبې لپاره ورته اندېښنه پیدا شوه. نو په زینو وخته چې ماشومه ومومي. د امي د خوب خونې ور پورې و خو چې خلاصه یې کړه، که ګوري ماشومه نجلۍ په خلاصه کړکۍ کې ناسته ده. دا په اسمان کې د سپوږمۍ په ښکلا او په خپلو فکرونو کې دومره ډوبه شوې وه چې د مور په راتګ خبره نه شوه.

مېرمن ګروف ږغ پرې وکړ«امي»

ماشومه راپاڅېده او ژر یې وویل،–

«اوه، مورې، راشه وګوره، ښکلې نه ده؟»

مېرمن ګروف د ماشومې څنګ ته کښېناسته او په داسې حال کې چې لاسونه یې ترې راچاپېره کړل، ویې ویل: «ګرانې څه ته ګورې؟

«سپوږمۍ، ستورو او د غونډۍ هاخوا جهیل ته. مورې پر اوبو رڼاوو ته وګوره، ښایسته نه دي! حیرانه یم چې دا ما ته ولې دومره ډېر سکون او خوند راکوي؟»

–       «غواړې چې دلیل یې درته ووایم؟»

–       «اوه، ولې نه ګرانې مورې! په څه خاطر؟»

–       «هر څه چې ښکلي او ښه دي خدای پیدا کړي دي.»

–       «هو، په دې خو پوهېږم!»

–       « ښه او ښکلي د انسان لپاره دي؛ ځکه چې انسان تر ټولو لوی خلقت او خدای ته نژدې دی. نور ټول شیان د ده د خوښۍ لپاره پنځول شوي دي؛ خدای دا شیان ورته پیدا کړي چې جسم او روح یې پرې خوشاله وي.»

امي وویل«زه نه پوهېږم چې له سپوږمۍ او ستورو زه څه کار اخیستی شم.»

مور یې وویل«شېبه مخکې تا وویل چې د دې سپوږمۍ د رڼا ښکلا سکون او خوښي درکوي.»

-«دا سمه ده خو تا یې دلیل راته وایه.»

مور وویل«لومړی به دا درته ووایم چې سپوږمۍ او ستوري د شپې په مخه موږ ته رڼا راکوي. که یو وخت ونه توانېدې چې له لمر لوېدو وروسته خپل کور ومومې د هغو له مخې کور ته بېرته راتلی شې.»

امي وویل«دا فکر مې نه کاوه چې له ستورو او سپوږمۍ څخه دا کار اخیستلی شم.»

مور یې خبرو ته دوام ورکړ، – –

«لکه څرنګه چې مې درته وویل، خدای هر څه چې ښه او ښکلي دي د انسان لپاره پیدا کړي، او د خلقت دا ښکلي او ښه شیان دوه ګټې لري،– یوه یې زموږ د جسم لپاره او بله زموږ د روح لپاره. سپوږمۍ او ستوري نه یوازې د شپې له خوا رڼا راکوي، بلکې زموږ روح ته ارام ورکوي. او دا ځکه چې د طبیعت ټول شیان د خدای دي، په سترګو یې ورته والی نه وینو، خو د روح په وسیله یې لمس کوو. امي پوه شوې چې څه وایم؟»

ماشومې وویل«صرف یو څه. ګرانې مورې ستا مطلب دا دی چې خدای دننه په ستورو او سپوږمۍ او نورو شیانو کې دی چې ده جوړ کړي دي؟»

مور«زما مطلب کټ مټ دغسې نه دی؛ خو د دې لپاره چې دا شیان خدای جوړ کړي، زموږ روح ممکن په هغو کې د هیندارې په شان د خدای پاک د مینې او پوهې څرک وویني. په اوبو کې یې د حقیقت تصویر وینو چې که وپوهېږو د ذهن تنده ماتوي او له وجوده ناپاکۍ لېرې کوي. په لمر کې یې د مینې تصویر وینو، چې رڼا او تودوالی راکوي، او زموږ روح ته ښکلا او سلامتیا وربخښي.»

امي وپوښتل«نو سپوږمۍ څنګه؟»

«سپوږمۍ د لمر په شان توده او ځلانده نه ده خو په سوړوالي او چوپتیا کې د خدای پاک د مینې اظهار کوي. ځینې وخت  هغه حقیقتونه چې سر مو پرې خلاصېږي د لمر د مینې او رڼا هومره تاوده نه وي. سپوږمۍ موږ ته په تیاره کې لار راښيي خو ته تر دې کوچنۍ یې چې ډېر یې درک کړې. یوازې له یاده مه باسه چې هر ښکلی او ښه شی چې وینې، خدای جوړ کړی دی، د ده د ذات او ماهیت یو څه ستا روح ته منعکسوي. له همدې کبله کله چې د طبیعت ګلالیو، ښکلو، سترو، سپېڅلیو او خوږو شیانو ته ګورې، زړه دې ارام او خوند احساسوي.»

د څه شېبې لپاره دوی له کړکۍ د منظرې لیدو ته کېښناستل، دواړو ته خدای او د هغه خلق شویو شیانو د سکون احساس ورکړ. هاله له لاندې یو ږغ شو او امي له خوشالۍ نارې کړې، —

«اوه، پلار دی!» مور یې له لاسه ونیوله او لاندې لاړل چې ورسره وویني.


د لیکوال په اړه

تيماتي شې ارتر (Timothy Shay Arthur)، چې په ټي ایس ارتر مشهور دی، د نولسمې پېړۍ مشهور امریکايي لیکوال دی.

ارتر، چې د ۱۹۰۹ کال د جون په ۶ مه د نیویارک په اورینج کاونټي کې زېږېدلی او د ۱۸۸۵ د مارچ په ۶ مه په حق رسېدلی، تر ډېره د (Ten Nights in a Bar-Room and What I Saw There) ناول په خاطر مشهور شوی دی.

دې ناول، چې په ۱۸۵۴ م کال چاپ شو، د شرابو د څښاک له ټولنیز غورځنګ (temperance) سره مرسته وکړه.

د ده لنډې کیسې د امریکا د منځوۍ طبقې ژوند انځوروي.

ده لکه څرنګه چې په خپله یوه کیسه (An Angel in Disguise) کې ښودلې، د مینې پر ژور اغېز باور درلود.

تر ۱۸۲۰ پورې د ارتر پلار، چې ژرنده ګړی و، د میریلنډ مرکز بالتیمور ته کډه شو او دی د لنډ وخت لپاره ښوونځي ته لاړ. په دیارلس کلنۍ کې یې ښوونځی پرېښود او يه ژرنده کې یې کار پیل کړ. څوارلس کلن و چې ارتر له یوه خیاط سره شاګرد شو، خو د سترګو د نظر کمزورتیا او په مجموع کې له فزیکي کارونو سره د ده نه لېوالتیا سبب شوه چې په بل کار پسې وګرځي. بیا یې له یوه عمده کاروباري سره کار پیل کړ چې وروسته د یوه پانګوونکي ناظر شو.

خو ده د کار تر څنګ مطالعه کوله. په ۱۸۳۰ کې یې په ځايي ادبي مجلو کې د لیکنو په خپرولو پیل وکړ. په همدې کال ده په خپل نوم شعرونه او په مستعار نوم د کیسو، تکلونو او شعرونو ټولګه (The Amethyst) چاپ کړه.

په ۱۸۳۰ مه لسیزه کې ارتر د یوه مسلکي لیکوال په توګه د کتابونو په خپروونکي بدل شو. که څه هم دی بریالی نه و خو په مجموع کې د کتابونو چاپ موقع ورکړه چې لا ډیر ولیکي. په ۱۸۳۸ کې یې د (The Baltimore Book) په نوم له اډګار الن پوه سره ګډه ټولګه خپره کړه. په دې ټولګه کې د الن پوه (Slope) کیسه راغلې ده. د همدې لسیزې تر تر پای ته رسېدو وروسته په ۱۹۴۲ کې ارتر د عوامو په خوښه برابر ناول (Insubordination) خپور کړ خو تر دې مخکې یې په ۱۸۴۰ کې د ځايي مجلې (Washingtonian Temperance Society) لپاره پر له پسې مقالې ولیکلې. دا مقالې، چې تر ډېره د الکولو د څښاک پر ضد وې، په پراخه پیمانه بیا بیا خپرې شوې. د ده له لیکنو وروسته د (Six Nights) یا شپږ شپې په نوم ټولګه چاپ شوه.

سکس نایټس ټولکه په ځلونو چاپ شوه او نه یوازې یې له الکول ضد کمپاین سره بلکې د ده له شهرت سره هم زیاته مرسته وکړه.

په ۱۸۴۰ کې ده خپله اوږده کیسه (Tired of Housekeeping) هم خپره کړه. دا د متوسطې طبقې د کورنۍ کیسه ده چې د بې پروا اشپزانو او نوکرانو په ناظرتوب کې له ستونزو سره مخامخ ده.

ارتر په ۱۸۴۱ کې فیلادلیفیا ته لاړ چې د امریکا د هماغه وخت د مشهورو مجلو دفترونو ته نژدې وي.

ده تقریباً هر کال د خپلو کیسو یوه ټولګه او همداراز یو ناولګۍ خپراوه.

ارتر د ماشومانو لپاره هم ډېرې کیسې لیکلي دي. ده له څو ناکامو هڅو وروسته په ۱۸۵۲ کې خپله مجله راوایسته. په ۱۸۸۵ کې د ارتر له مړینې وروسته د ده د تکړه مرستیالې ویرجینیا ټاونسیند په مرسته دې مجلې څو کاله دوام وکړ. په مجله کې به د ارتر خپلې کیسې او دغه راز د نورو کیسې او لیکنې خپرېدلې.

ارتر د ۱۸۸۵ د مارچ په ۶ مه د ۷۵ کلونو په عمر په فلادلیفیا کې په خپل کور کې د پښتورګو په ناروغۍ ومړ.

د ارتر اثار:

ناولونه او ناولګي:

  • The Widow Morrison: A Leaf from the Book of Human Life(1841)
  • Insubordination; or, The Shoemaker’s Daughters: An American Story of Real Life(1842)
  • The Ruined Gamester; or, Two Eras in My Life: An Autobiographical Romance (anon.) (1842)
  • The Seamstress: A Tale of the Times(anon.) (1842)
  • Six Nights with the Washingtonians: A Series of Original Temperance Tales(1842)
  • The Story Book for Boys and Girls(1842)
  • Tired of Housekeeping(1842)
  • Bell Martin; or, The Heiress: An American Story of Real Life(1843)
  • Fanny Dale; or, The First Year of Marriage(1843)
  • The Ladies’ Fair(1843)
  • The Little Pilgrims: A Sequel to The Tailor’s Apprentice(1843)
  • Making a Sensation; and Other Tales(1843)
  • The Ruined Family; and Other Tales(1843)
  • The Stolen Wife: An American Romance(anon.) (1843)
  • Sweethearts and Wives; or, Before and After Marriage(1843)
  • The Tailor’s Apprentice: A Story of Cruelty and Oppression(1843)
  • The Two Merchants; or, Solvent and Insolvent(1843)
  • The Village Doctors; and Other Tales(1843)
  • Cecilia Howard; or, The Young Lady who had Finished her Education(1844)
  • Family Pride; or, The Palace and the Poor-House(1844)
  • Hints and Helps for the Home Circle; or, The Mother’s Friend(1844)
  • Hiram Elwood, the Banker; or, Like Father, Like Son(1844)
  • The Lady at Home; or, Leaves from the Every-Day Book of an American Woman(pseud. Mrs. Mary Elmwood) (1844)
  • The Martyr Wife: a Domestic Romance(1844)
  • Prose Fictions, Written for the Illustration of True Principles in their Bearing upon Every-Day Life(1844)
  • Temperance Tales(1844)
  • The Two Sisters; or Life’s Changes(anon.) (1844)
  • Anna Milnor: The Young Lady Who Was Not Punctual; and Other Stories(1845)
  • The Club Room; and Other Temperance Tales(1845)
  • The Heiress: A Novel(1845)
  • Madeline; or, A Daughter’s Love, and Other Tales(1845)
  • The Maiden: A Story for My Young Countrywomen(1845)
  • The Two Husbands; and Other Tales(1845)
  • The Wife: A Story for My Young Countrywomen(1845)
  • The Mother(1846)
  • Random Recollections of an Old Doctor(1846)
  • The Beautiful Widow(1847)
  • Keeping Up Appearances; or, A Tale for the Rich and the Poor(1847)
  • Riches Have Wings; or, A Tale for the Rich and Poor(1847)
  • The Young Music Teacher; and Other Tales(1847)
  • Agnes; or, The Possessed. A Revelation of Mesmerism(1848)
  • Debtor and Creditor: A Tale of the Times(1848)
  • Love in a Cottage(1848)
  • Married and Single; or, Marriage and Celibacy Contrasted in a Series of Domestic Pictures(1848)
  • Making Haste to be Rich; or, The Temptation and Fall(1848)
  • Retiring from Business; or, The Rich Man’s Error(1848)
  • Rising in the World; or, A Tale for the Rich and Poor(1848)
  • Temptations: A Story for the Reformed(1848)
  • Love in High Life: A Story of the ‘Upper Ten’(1849)
  • Wreaths of Friendship: A Gift for the Young(1849)
  • Alice Melville; or, The Indiscretion(1850)
  • All For the Best; or, The Old Peppermint Man(1850)
  • The Debtor’s Daughter; or, Life and Its Changes (1850)
  • The Divorced Wife(1850)
  • Golden Grains from Life’s Harvest Field(1850)
  • Illustrated Temperance Tales(1850)
  • The Lady at Home; or, Leaves from the Every-Day Book of an American Woman(1850)
  • The Orphan Children: A Tale of Cruelty and Oppression(1850)
  • Out in the World: A Novel(1850)
  • Pride and Prudence; or, The Married Sisters(1850)
  • Sketches of Life and Character(1850)
  • True Riches; and Other Tales(1850)
  • The Two Brides(1850)
  • The Young Artist; or, The Dream of Italy(1850)
  • Lessons in Life, for All Who Will Read Them(1851)
  • The Lights and Shadows of Real Life(1851)
  • Off-Hand Sketches(1851)
  • Stories for Young Housekeepers(1851)
  • The Tried and the Tempted(1851)
  • The Two Wives(1851)
  • The Way to Prosper; or, In Union There is Strength, and Other Tales(1851)
  • Woman’s Trials(1851)
  • Words For the Wise(1851)
  • Cedardale; or, the Peacemakers: A Story of Village Life(1852)
  • Heart-Histories and Life Pictures(1852)
  • Married Life: Its Shadows and Sunshine (1852)
  • Lucy Sanford(1852)
  • Maggy’s Baby; and Other Stories(1852)
  • Mary Ellis; or, The Runaway Match(1852)
  • Mary Moreton; or, The Broken Promise(1852)
  • Uncle Ben’s New Year’s Gift; and Other Stories(1852)
  • Who is Greatest?; and Other Stories(1852)
  • The Wounded Boy; and Other Stories(1852)
  • Before and After the Election; or, The Political Experiences of Mr. Patrick Murphy(1853)
  • Finger Posts on the Way of Life(1853)
  • Home Lights and Shadows(1853)
  • The Home Mission(1853)
  • The Iron Rule; or, Tyranny in the Household(1853)
  • Haven’t Time and Don’t Be in a Hurry; and Other Stories(1853)
  • Heart Histories and Life Pictures(1853)
  • Home Lights and Shadows(1853)
  • The Home Mission(1853)
  • Leaves from the Book of Human Life(1853)
  • The Lost Children; and Other Stories(1853)
  • The Old Man’s Bride; or, The Lesson of the Day(1853)
  • Shadows and Sunbeams(1853)
  • Sparing to Spend; or, The Loftons and Pinkertons(1853)
  • Trials of a Needlewoman(1853)
  • True Riches; or, Wealth Without Wings(1853)
  • The Angel of the Household(1854)
  • Home Scenes and Home Influence: A Series of Tales and Sketches(1854)
  • The Lady at Home; or, Happiness in the Household(1854)
  • Pierre, the Organ Boy(1854)
  • Ten Nights in a Bar-Room and What I Saw There(1854)
  • Trials and Confessions of an American Housekeeper(1854)
  • The Year After Marriage(1854)
  • The Good Time Coming(1855)
  • Steps to Heaven(1855)
  • The Three Eras of a Woman’s Life: The Maiden, the Wife, and the Mother(1855)
  • Trial and Triumph; or, Firmness in the Household(1855)
  • Women’s Trials; or, Tales and Sketches from Real Life(1855)
  • The Fireside Angel(1856)
  • The Mother’s Rule; or, The Right Way and the Wrong Way(1856)
  • Our Homes: Their Cares and Duties, Joys and Sorrows(1856)
  • What Can Woman Do?(1856)
  • The Angel and the Demon: A Tale of Modern Spiritualism(1858)
  • The Hand but Not the Heart; or, The Life-Trials of Jessie Loring(1858)
  • The Smuggler’s Daughter; and Other Tales(1858)
  • The Withered Heart(1858)
  • Lizzy Glenn: or, The Trials of a Seamstress(1859)
  • Seed-Time and Harvest; or, Whatsoever a Man Soweth, That Shall He Also Reap(1859)
  • Trials and Confessions of a House-Keeper(1859)
  • The Ways of Providence; or ‘He Doeth All Things Well’(1859)
  • The Allen House, or Twenty Years Ago and Now(1860)
  • The Poor Woodcutter, and Other Stories(1860)
  • Nothing but Money(1861) in Arthur’s Home Magazine, (1865) in book form
  • Hidden Wings, and Other Stories(1864)
  • Sowing the Wind, and Other Stories(1864)
  • Sunshine at Home, and Other Stories(1864)
  • Light on Shadowed Pasts(1864)
  • Home-Heroes, Saints, and Martyrs(1865)
  • What Came Afterward: A Novel(1865)
  • The Lost Bride; or, The Astrologer’s Prophecy(1866)
  • Our Neighbors in the Corner House: A Novel(1866)
  • Blind Nellie’s Boy, and Other Stories(1867)
  • Lights and Shadows of Real Life(1867)
  • The Son of My Friend(1867)
  • After A Shadow; and Other Stories(1868)
  • Not Anything for Peace; and Other Stories(1868)
  • After the storm(1869)
  • The Peacemakers; and Other Stories(1869)
  • Words of Cheer for the Tempted, the Toiling, and the Sorrowing(1869)
  • The Pitcher of Cool Water; and Other Stories(1870)
  • Tom Blinn’s Temperance Society; and Other Tales(1870)
  • Rainy Day at Home(1870)
  • Idle Hands; and Other Stories(1871)
  • Orange Blossoms, Fresh and Faded(1871)
  • The Wonderful Story of the Gentle Hand; and Other Stories(1871)
  • Cast Adrift(1872)
  • Three Years in a Man-Trap(1872)
  • Woman to the Rescue(1874)
  • Danger; or, Wounded in the House of a Friend(1875)
  • Heroes of the Household(1875)
  • Little Gems from the Children’s Hour(1875)
  • The Bar-Rooms at Brantley; or, The Great Hotel Speculation(1877)
  • Grappling the Monster; or, The Cure and Curse of Strong Drink(1877)
  • The Wife’s Engagement Ring(1877)
  • Woman to the Rescue(1877)
  • Temperance Stories for the Young(1878)
  • The Strike at Tivoli Mills, and What Came of It(1879)
  • Window Curtains(1880)
  • Saved as by Fire(1881)
  • Off-Hand Sketches, a Little Dashed with Humor(1885)
  • The Two Wives; or, Lost and Won(1885)
  • Stories for Parents(1885)
  • Death-Dealing Gold; or, The Miser’s Fate(1890)

د ارتور د لنډ‌و کیسو ټولګې او د ده له لوري اډیت شوي کتابونه:

  • The Baltimore Book(1838) (ed. with W. H. Carpenter)
  • The Snow Flake: A Gift for Innocence and Beauty(1846)
  • A Christmas Box for the Sons and Daughters of Temperance(1847)
  • Our Children: How Shall We Save Them(1850) (ed. under the name James Nack)
  • The Brilliant: A Gift Book for 1850(1850)
  • The Sons of Temperance Offering for 1850
  • The Temperance Gift(1854)
  • The Temperance Offering for All Seasons(1854)
  • Friends and Neighbors; or Two Ways of Living in the World(1856)
  • The Mother’s Rule; or, the Right Way and the Wrong Way(1856)
  • Our Homes: Their Cares and Duties, Joys and Sorrows(1856)
  • The Wedding Guest; a Friend of the Bride and Groom(1856)
  • The True Path, and How to Walk Therein(1858)
  • My Primer(1877) (ed. under the name “Uncle Herbert”)

غیر داتساني اثار

  • Advice to Young Ladies on their Duties and Conduct in Life(1848)
  • Advice to Young Men on their Duties and Conduct in Life(1848)
  • Steps Toward Heaven; or, Religion in Common Life: A Series of Lay Sermons for Converts in the Great Awakening(1858)
  • Growler’s Income Tax(1864)
  • Adventures by Sea and Land; or, Perils and Hair-Breadth Escapes of Travelers in Every Part of the World(1890)

State Histories edited by Arthur and W. H. Carpenter:

  • The History of Virginia from its Earliest Settlement to the Present Time(1852)
  • The History of Pennsylvania from its Earliest Settlement to the Present Time(1857)
  • The History of Ohio from its Earliest Settlement to the Present Time(1858)
  • The History of New York from its Earliest Settlement to the Present Time(1858)
  • The History of Kentucky from its Earliest Settlement to the Present Time(1858)
  • The History of New Jersey from its Earliest Settlement to the Present Time(1858)
  • The History of Georgia, from its Earliest Settlement to the Present Time(1869)
  • The History of Illinois from its Earliest Settlement to the Present Time(1869)
  • The History of Vermont from its Earliest Settlement to the Present Time(1872)

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب