جمعه, اپریل 26, 2024
Homeادبکره کتنه«د پولــــیسو قلـــــموال«تاب ته لنډه کتنه

«د پولــــیسو قلـــــموال«تاب ته لنډه کتنه

رحيم داد همزولى

څه موده وړاندې ښاغلي سمونوال فضل الرحیم  بیدار د پولیسو قلموال په نوم یو کتاب چې زما په هکله هم یوه لیکنه پکې شوې وه راولېږه، د عادت له مخې مې کتاب له پیله تر پایه ولوست. زه یې په دوه دلیلونو دې ته مجبور کړم چې څه پرې ولیکم، یو خو زما قلموال دوست محترم فضل الرحیم بیدار چې موږ ورته کاکا وایو د خدای (ج) شکر دی لا د دې توان ، احساس او مینه لري چې د ادب د بڼ ګلونه خلکو ته ور وپیژني او د ادب خدمت وکړي، او دویم دې ټکي لیکلوته وهڅولم چې که د بیا ځلي چاپ تصمیم یې و ځنې ټایپي غلطۍ چې پکې شتون لري تکرار نشي.

زما دا لنډه تنګه مقاله که څه هم د دې ګنجایش نه لري چې ډېر څه پرې ولیکم خو بیا هم غواړم ولیکم چې موږ ولې شعر او او شاعران، لیکوالان ستایو او د هغوی پنځونې په کتابي شکل خوندي کوو او یا ولې داسې هڅوته په تنقیدي نظر ګورو.

   د شعر په اړوند په هر دور او زمان کې ‌ډېر څه ویل شوي چا یې ستاینه کړې او چا ورته د وزګارو خلکو کار ویلی، خو په حقیقت کې شعر نه یوازې د شاعر لپاره د خوښۍ او تسکین لامل ګرځي بلکې د ټولنې د خوښۍ او تسکین اسباب او وسیلې هم منځته راوړي، ځکه شاعري مهذب او مودب ژوند ته لاره خلاصوي او د دې تر څنګ لطافت او سکون چې د ژوند اړتیا ده رازیږوي.

   کله چې د دنیایي ژوند د ستړیا له امله د انساني ذوق قوتونه ویده شي شعر په خپل لطافت سره دغه قوتونه ویده کېدو ته نه پریږدي راويښوي یې او هڅوي یې.

   په تور تم کې د خوښۍ او رڼا زیری راوړي. کله چې انسان د مال او دولت د شان او شوکت د لاسته راوړلو له وجهې د ده دماغ او زړه د خود غرضۍ او غرور د اغېز لاندې راشي نو په داسې ترخو شېبو کې د انسان ممد او همکار یواځې شعر او ادب دی چې د انسان زړه ته په لطیفو لارو چارو سره ارام ورکوي او انسان د محسوساتو د عالم نه راباسي.

   شعر د عقل وچ استدلال نه دی. دې استدلال کې د جذباتو خوږلني نغښتې ده نو ځکه د دماغ پرځای په زړه اغېزه کوي او انساني ذهن ته د سکون لاره خلاصوي.

   مرحوم استاد ګل پاچا الفت صیب وایي : (( څنګه چې د لمر وړانګې او پلوشې لومړی ځل د لوړو غړو په څوکو پرېوځي او وروستی وداع هم د غرو له څوکو سره کوي دغسې د عواطفو او احساساتو پرتو هم د شاعر په زړه د نورو نه زیات لوېږي او ځنې زړونه لکه د غرو سمڅې او غارونه دغه رڼا یا بیخي نه ویني یا یې ډېره لږه ویني، همدغه عواطف او احساسات چې د شاعر له زړه نه الفاظو ته رانقل شي شعر ترې جوړ شي او په زړونو اثر کوي. هو د شعر موضوع ښکلي خیالات، عالي احساسات، د زړه تاثرات، د غم او خوشحالۍ خوبونه، د روحي او جسمي ښکلا اغېزې، عشق او محبت دی. ))

   شعر د اخلاقي ژوند د راخپلولو لپاره د انسان په زړه کې جذبات پیدا کوي، په انسان کې محبت، همت، جرئت، سخاوت، وطن پالنه او نور هغه څه چې انساني ویاړونه بلل کیږي پیدا کوي. د کانت په عقیده شعر د هنر تر ټولو لوړ شکل دی، ځکه چې په شعر کې ایډیال انځوریدای شي. شعر هم د نقاشۍ، مجسمې جوړونې او موسیقۍ په څېر دی، هماغسې چې په موسیقۍ کې له اوازونو او په نقاشۍ کې له رنګونو څخه ګټه اخیستل کېږي په شعر کې له الفاظو څخه ګټه پورته کېږي او که دقیق ووایو الفاظ له شعر څخه ګټه اخلي او د شعر په مرسته مفاهیم څرګندوي چې له عادي ژبې سره توپیر لري.

   د ادب د استادانو په نظر تخلیق د ژوند سلیقه ده تهذیب دی نو ځکه د شعر او ادب مرګ د انسان مرګ دی د تهذیب مرګ دی، د ژوند حقیقت بدلون او حرکت دی او کومه ټولنه چې د بدلون او حرکت نه انکار وکړي یا یې انساني خیالات له حرکته ولوېږي نو هغه ټولنه ختمه شي او ورکه شي.

د الفت صیب خبره کوم ملت چې شاعر نه لري زړه نه لري، سترګرې نه لري، عواطف نه لري او د ذوق او تمنا له خونده محروم وي.

   له دې خبرو څخه موږ ته څرګنده شوه چې شعر او شاعري د انساني ژوند سره څومره نږدې تړاو لري او د دې تړاو په رمزونو کې د انساني ژوند درد بیانیږي. د درد دا کیسه او د ژوند دا نغمه حالات د داسې بدلون ښکار کوي چې هر څوک پکې په خلاصو وزرونو الوتنه وکړي. نو همدا لامل دی چې موږ شاعران، لیکوالان ستایو او پنځونې یې په کتابي بڼه خوندي کوو.

   دویم ټکی چې دلته د یادولو وړ دی هغه دا دی چې داسې هڅو ته موږ ولې په تنقیدي نظر ګورو. تنقیدي نظر پدې مانا چې موږ ولې وایو دا کار ښه شوی، دا کار بد شوی. انساني عمل د یوې ټولنې په لوړتیا او شاته تګ مستقیم اغېز لري.

   د دې لپاره چې موږ اسوده شو نورو ته باید د اسودګۍ زمینه برابره کړو دغه زمینه که په اقتصادي برخه کې وي او که په نورو ټولنیزو اړخونو کې وي چې ادب او فرهنګ هم رانغاړي. د ګوتو په شمار کسان سرته رسوي، که څه هم دا ډول کړنې به موږ ته سمدستي په مادي لحاظ څه نه راکوي خو په معنوي لحاظ به مو ډېر څه لاسته راوړي وي. ځکه ادب د ټولنیزې لوړتیا یوه وسیله ده او د ټولنیز جوړښت د کار وسله ده، نو د ټولنې د پېژندلو او ځان پوهولو لپاره ضروري ده چې موږ د ټولنې په نبض ګوتې کېږدو او د هغې د زړه درزا واورو او دا هغه وخت ممکن کېدای شي چې موږ د ټولنې د ژبې، فرهنګ، ادب او ښه ژوند غمخوار او ملګري شو ټولنې ته ځان نږدې کړو او د خپل مسلک د ایجاب له مخې په خاورو کې پټې شوې ملغلرې رابرسېره کړو. څومره چې په دې برخه کې صداقت وکړو هومره به معنوي لاسته راوړنې پرېمانه وي، کله چې دغه لاسته راوړنې له تنقیدي زره بینه تېرې شي په هماغه اندازه به ښې، ګټورې او همیشنی بنسټ ولري. نو له دې امله غوره ده چې خپلې کړنې غورچاڼ او غلبېل کړو او راتلونکي نسل ته د ټولنې په هر اړخ کې داسې څه پریږدو چې هغوی په موږ وویاړي.

   دلته زموږ بحث په یوه ادبي کتاب دی، دغه کتاب په دې د ارزښت وړ دی چې په چاپ سره یې د ادب یوه لویه پانګه له ورکېدو وژغورل شوه او د هغه چا یاد تازه او تل پاتې شو چې د هېواد او خلکو له نوامېسو څخه یې په مېړانه دفاع کړېده.

   زه د ادب د لارې د یوه لاروي په صفت د محترم ادب پال دوست بیدار صیب دغه ایډیال او هڅې ستایم او په راتلونکي کې ورته د خوښۍ ډک ژوند غواړم. خو د دې ستاینې تر څنګ په کتاب کې یوې نیمګړتیا ته د ده پام راګرځوم او هغه دا چې کتاب په صحیح ډول نه دی اډیټ شوی، کافي غیر مسوولانه برخورد ورسره شوی یعنې د ټایپ په وخت کې بې پروایي د دې سبب شوې چې نیمګړتیا رامنځته شي. په دا رنګه نیمګړتیاوو سره یو خو د ځینو شعرونو اوزان مات شوي او بل یې مفهوم له لاسه ورکړی، کله چې د شعر وزن او قافیه مراعات نه شي بیا د ښه شعر اطلاق پرې نه کیږي. زه پدې باور یم چې دا یوه ټایپي غلطي ده. هیله مند یم چې په بیا چاپ کې په کتاب کې ذکر شوو شاعرانو یا د هغوی چاپي نسخو ته مراجعه وشي او په صحیح ډول چاپ شي ځکه شعر د شاعر د اولاد حیثیت لري او د هر چا د اولاد بڼه چې بدله شي پلار یې پرې خفه کېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب