هوسۍ اسماعيل / دویمه برخه
په ټوله کې زموږ دا مدرسه منځلارې وه.
د نجونو له زده کړو سره یې لېوالتیا درلوده، ټولې زده کوونکې یې څه په ښوونځیو او څه په پوهنتونونو کې وې. د مدرسې ښوونکې به موږ ښوونځي او درسونو ته ډېرې هڅولو.
هېڅکله یې دومره په سخته راته نه ویل چې دا کار کوئ او دا مه کوئ.«ټلوېزیون مه ګورئ، کرېکټ مه ګورئ، سریالونه مه ګورئ، چکر ته مه ځئ، فلانۍ ورځ مه نمانځئ… .»
یاد مې شي کله به مو له ټولګیوالو سره د یو نیم سریال کیسه هم کوله چې څه پکې پېښ شول. له ښوونکې سره مو کله کله په کرېکټ او لوبغاړو هم بحث کاوه.
یو څه مې چې په دې مدرسه کې زده کړل جرأت وو چې هر سهار به اوو بجې فیل ودرېده او هره ورځ به د بېل-بېل ټولګي وار وو، زده کوونکو به یې د فیل پر سر ټولو ته ښه راغلاست وایه، نعتونه، حدیثونه، غوره ویناوې او د نبوي سیرت یو څو برخې به یې ویلې.
کله به چې زموږ د ټولګي وار وو، ما به ډېر کله د فیل په سر حدیث ویلو. ښوونکې به مې هر ځل راته نوی حدیث لیکلی یا زده کړی وو او همغه به یې راباندې ویلو.
زموږ لپاره به په مدرسه کې له سبق او درسونو ور ها خوا تر ټولو خوندوره چاره له ښوونکې سره مجلس وو.
بختورې به هغه نجونې وې چې د ښوونکې څنګ ته ځای کې به کېناستلې چې یوه یې زه هم وم.
ټولو زده کوونکو به د ښوونکې په څنګ کې د ځای په سر جنګ کاوه خو هغې به تل زما دفاع کوله او د لیاقت پر اساس یې هرې یوې ته ځایونه معلوم کړي وو.
څه موده وروسته ما په ناظره قران کریم خلاص کړو او د حفظ لپاره یې بل ټولګي ته ولېږلم، خپلې ښوونکې پسې ډېره خفه وم، خو په نوي ټولګي کې مې بله مهربانه ښوونکې چې د مدرسې مدیره هم وه، وموندله.
هر کله به چې زموږ په مدرسه کې کومې نجلۍ پاره یا قران کریم ختم کړو نو چاکلېت یا نور خواږه به یې راوړل او د خپل ټولکي او ټولې مدرسې په نجونو به یې وېشل.
د ختم مراسم به هم هغه وخت کېدل چې د مدرسې ادارې به له نجونو په ناظره یا ترجمه کې ازموینه واخیستله او کومه تېروتنه به یې نه لرله، له تاییدۍ وروسته به یې ورته د ختم مراسم ترسره کول.
ما د حفظ په ټولګي کې دوه وروستۍ پارې «۳۰مه او ۲۹مه» حفظ کړه او بیا مو له دې مدرسې سره مخه ښه وکړه ځکه له کور سره مو نژدې بله مدرسه جوړه شوه او همغې ته به تللو.
دا مدرسه چې له کور سره مو نژدې وه یو څه افراطي او تندلارې وه.
تمرکز یې ټول په حرامو او حلالو، کولو، نه کولو او دا وکړئ دا مه کړئ وو.
غیبت دې یې نه شي مدیره یې ډېره تېزه او کبرجنه غوندې وه که تر مخې به یې کومه نجلۍ تېره شوه خپله بې احترامي به یې بلله، که په تېزه به یې وخندل تحقیروله به یې.
خپل ځان به یې تر ټولو حیاناکه، نېکه او بانزاکته بلله.
زموږ له راتګ سره لومړی ځل په دې مدرسه کې یوه لویه تقریر غونډه چې د بېلابېلو سیمو ښځې او نجونې هم ورته راغلې وې، تنظیم شوه. او موخه یې د نوروز نماځل، په دې ورځ خوشالي کول، نوي کالي اغوستل، چکر ته تلل او خوشالي کول حرام بلل وو.
خدای شته ما هم په کې برخه واخیسته او د غیبت په اړه مې ډېر لنډ وعظ وکړو.
د خپلې ښوونکې له لوري ډېره وهڅول شوم او دا کار د دې لامل شو چې زه باید په دا ډول تقریرونو کې نوره هم مخکې شم.
په دې مدرسه کې د یو کال یا یو نیم کال په تېرېدو وروسته پوه شو چې دا ډېره منظمه مدرسه نه ده، یوازې پر افراطیت ډېر کار کوي او بس.
بلاخره کورنۍ مو پوه شوه چې زموږ سبق او درسونه دلته ډېر منظم نه دي، مشوره مو وکړه چې بېرته به خپلې پخوانۍ مدرسې ته ستنې شو خیر که لېرې هم ده.
موږ بېرته خپلې پخوانۍ منځلارې مدرسې ته ستنې شو، ښوونځي مو د سهار له خوا شوی وو او ماسپښين به مدرسې ته تللو.
په دې وخت کې یوازې دوه ټولګي وو، د ناظرې او د تفسیر، ترجمې او جګو کتابونو دوه جلا ټولګي.
زه او ترلې مې د تفسیر، ترجمې او جګو کتابونو په ټولګي کې وو.
تصادفي له ماسپښین خوا د ترجمې ټولګي ته ښوونکې هم له هغې مدرسې ته راتلله چې افراطي وه، خو ډېره نرمه او مهربانه وه او یوازې هغه مهال به یې نجونې وهلي چې مدرسې ته به ناوخته راغلې.
زموږ په ټولګي کې د شریفې په نوم یوه نجلۍ وه چې ورور یې د هغې د پوهنتون او کار کولو مخالف وو، سره له دې چې د ښوونځي و پوهنتون په څېر به زموږ مدرسه هم نیمه ورځ وه خو د مدرسې ادارې له شریفې سره دا مرسته کوله چې هغه به د مدرسې په نوم راغله یو څو دقیقې سبق به یې وویلو، بیا به تلله پوهنتون ته. او مدرسې به د حاضرۍ په کتاب کې حاضروله او ان د هغې کورنۍ ته به یې هم ښودله چې شریفه مدرسې ته راځي.
نومړې په همدې توګه خپله څو کلنه رشته بشپړه کړه او نور یې د دندې کولو وار وو خو بیا یې هم ورور له مخالفت لاس نه وو اخیستی.
د مدرسې له مدیرې سره یې د خپل کار کولو په اړه خبره وکړه هغې ورسره هوکړه وکړه چې د مدرسې په ځای دې دندې ته ځي هم دوی کومه ستونزه نه لري.
یوه ورځ شریفه په ښوونځي کې په تدریس بوخته وه چې ورور یې خبر شوی وو، خور یې د مدرسې په ځای ښوونځي ته ځي او دنده کوي. غوښتل یې مدرسې ته راشي د خپلې خور نه شتون وګوري او په ثبوت یې ونیسي چې د مدرسې په ځای دنده کوي.
د مدرسې مدیره د شریفې د ورور له راتګ دستي چا خبره کړې وه او زر یې شریفې پسې خبر لېږلی وو چې مدرسې ته راشي.
شریفه چې مدرسې ته راغلې وه، له جریان خبره شوه نو ډېره خوشاله شوه چې د مدرسې مدیرې بیا هم ورسره مرسته وکړه او ویې ژغورله.
زه چې تراوسه دا پېښه رایادوم ښه احساس راکوي، ځکه خو مې د دغې مدرسې ښوونکې، زده کوونکې او خاطرې نه هېرېږي.