هوسۍ اسماعيل / لومړۍ برخه
نه پوهېږم چې څو کلنه به وم؟ خو دومره مې یادیږي چې لا ښوونځي ته د تګ عمر مې نه وو.
زموږ د کور د څنګ د ګاونډي لور له کور څو کیلو متره لېرې د یوه جومات مدرسې ته تلله. مور مې زما او کاکا ښځو مې ورسره زما د ترلو خبره وکړه چې دا به هم نورې درسره مدرسې ته ځي.
بالاخره ورونه او کاکا زامن مې هم د جومات همدې مدرسې ته تلل.
هېڅ غیرحاضري مو نه کوله. درس هم په عمر برابر یو قاري راکاوه چې خپله د همدې جومات ملا امام وو.
که ژوندی وي خدای دې یې لري، خو ډېر بد وهل یې کول.
د جومات یو طرف هلکان کېناستل، بل طرف موږ نجونې.
سره له دې چې قاري صیب له موږ سره له سبق ورها خوا د نورو مواردو په زده کولو کې هم ښه خواري کوله، خو دا هر څه یې راباندې د وهلو په زور زده کول.
تل به یې پنډه او کلکه لښته څنګ ته اېښې وه، که څوک به ناوخته راتلل یا به د چا درس نه وو زده، نو په دې لښته به یې وهل او کله ناکله به چې له سبق ورکولو خلاص شو؛ پاڅېده به او له الف تر یا ټول به یې په لښته په ملا وهل څو په خپل سبق کې مخکې شي او سبق په زور زور ووایي.
په هلکانو کې یو تر ټولو کوچنی هلک هم وو چې سپین پوستکی او زېړ وېښتان یې درلودل او په غالب ګومان منصور نومېده. ځینو ټولګیوالو به ورسره ډېره مهرباني کوله، خو قاري صیب به کله ناکله د سبق نه زده کولو له امله داسې وهل ورکول چې موږ به فکر کوو هلک لاړ مړ شو یا یې ضعف وکړ. له ځمکې به یې پورته کړو او بېرته به یې ځمکې ته را ووېشت او لښته به یې ورته بنده کړه، هغه به داسې چغې وهلې او ژړل به یې چې زما به غونډ غونی ځیږ شو، خو سره له دې وهلو به یې هم غیرحاضري نه کوله.
اوس مې هم یادیږي چې کله مې «بغدادۍ» پاره خلاصه کړه او قران شریف مې شروع کړی وو نو اوله پاره مې په ټکو یا «هیجا» ویله او د فاتحې په سورت کې مې د اِیَّاکَ نَسْتَعِیْن کلمې هېڅ په ټکو نه شوې سره را جوړولې، د دې له وېرې چې سبق کې به غلطه شم او قاري صیب به مې ووهي، څو ورځې مدرسې ته لاړم خو قاري صیب ته به د سبق لپاره نه ورتللم. بالاخره زموږ همدې قاري صیب یو ورځ د څه لپاره رخصت وکړ او مدرسه یې خپل بل ملګري قاري ته وسپارله نو لاړم دې قاري صیب ته مې د اِیَّاکَ نَسْتَعِیْن سبق تېر که، ډېره کمه په کې بنده شوم، خو قاري صیب راته را جوړ کړو. کله مې چې نوی درس ترې واخیست، خوشاله وم چې له وهلو وژغورل شوم.
د دې لپاره چې موږ سبق کې نور هم را ښه شو. نو مازدیګر به مور زموږ د سیمې جومات ته چې زموږ کور ته مخامخ وو، لېږلو.
په دې جومات کې هم سبق د پوخ عمر ملا راکولو او د سیمې او نورو کوڅو وړې نجونې به هم راتللې.
د ملا صیب د شیدو چای، کلچې او مټایان ډېر خوښ ول.
هره ورځ به یې په یوې یوې نجلۍ نوبت اېښوده چې سبا به ما ته «ملا صیب» ته ښه خوندور چای راوړي سره د کلچو او مټایانو.
که کومه نجلۍ به خپل سبق کې کمزورې وه نو بیا به ملا صیب ورته ویل چې ګوره تا ما ته چای نه دی راوړی ځکه دې سبق هم نه یادیږي، سبا چې راتللې ځان سره شیدو چای او کلچې راوړه.
په دې جومات کې به موږ د پنجشنبې په مازدیګر سبق نه ویلو رخصت به وو. نه پوهېږم چې لامل یې څه وو، د جمعې نه پرته د پنجشنبې په مازدیګر مو سبق نه ویلې، خو دومره مې له یو چا اورېدلې وو چې بیا مو زده کړی سبق هېرېږي. نو د پنجشنبې په مازدیګر به مو بیا جومات پاکولو او ماښام لمونځ ته به مو د جومات دننه ممبر او بهر انګړ ټول پاک کړی وو.
باید یاده کوم چې په دې اوږده موده کې زه ښوونځي ته هم شامله شوې وم. د سهار له خوا به مدرسې او ماسپښین له خوا به ښوونځي ته تللو.
په مدرسه کې مې له سبق ویلو سره سره، وروستي لس سورتونه او ترجمه یې، لمونځ له ترجمې سره او همدارنګه نبوي سیرت زده کړی وو.
کله به چې مو د ښوونځي رخصتي وه، پلار مې له یو ګاونډي ځوان سره خبره کړې وه چې په دې درې میاشتو رخصتیو کې به زموږ د کور ماشومانو ته د انګلیسي درس ورکوي. نو د ښوونځي په درې میاشتو رخصتیو کې به مو د سهار له خوا انګلیسي ویله او ماسپښین به د جومات همدې مدرسې ته تللو.
ما په ښوونځي کې د مدرسې په پرتله ډېر کم وهل ډبول لیدل، خو زه مدرسې کې د مسلسل وهلو له امله سخته متشدده شوې وم او خوښېدل مې ټول ښوونکي خپل زده کوونکي څومره یې چې وس رسیږي، ووهي.
ما په مدرسه کې دا فکر اخیستی وو، که سبا زه هم په داسې یو موقف کې وم نو د لاس لاندې خلکو سره به همداسې زور او تشدد کاروم، حتی که یو ښوونکې شم، نو د قاري صیب په پرتله به هم ډېرسخت وهل کوم.
کله به چې کلي ته ماما ګانو کره لاړم نو هلته به د ونواو«جیجنړ» په نوم یو ډول بوټي ډېرې ښایسته کلکې او نرۍ لښتې وې. ما به په ښوونځي کې له ځانه سره ویل: کله چې کلي ته لاړم، خان سره لښتې راوړم او ښوونکې ته یې ورکوم چې ټولې نجونې پرې ووهي.
ما به ډېرې کمې نجونې لیدلې چې ځان سره به یې لویې اوږدې لښتې راوړلې نو زه هم د هغوي همفکرې وم او ویل به مې باید لښته یوسم. خو کلي ته به چې لاړم لښتې به مې نه راوړلې ځکه مور مې راته غوسه کېده چې دې باندې څه کوې او ما ورته ښکاره خبره نه شوه کولی.
د ماشومانو او په ټوله کې د هر چه له وهلو سره مې دومره مینه وه چې زړه کې به مې ارمان کاوه د ټولګي اول نمره شم او خپلې ټولګیوالې ښې ووهم.
د مدرسې خبرې رانه ښوونځي کې ور ګډې نه شي، بلاخره پلار مې ورونه او یو کاکا زوی د جومات له دې مدرسې وایستل، په جلال آباد کې یې په یوې ښې او معتبرې مدرسې کې شامل کړل.
ما به هره ورځ پلار ته ویل: لالا! خیر دی، موږ هم دې مدرسې کې شاملې که، خو هغه مدرسه لېرې وه او موږ ډېرې وړې وو.
یو وخت مې پلارما او ترلو دومره تنګ کړو چې راضي شو موږ همغې مدرسې کې شاملې کړي چې ورونه او کاکا زوی مې هم تازه ورته تلل.
نوې مدرسې ته چې ټاکل شوې وه، سبق په کې پيل کړو، لاړو. په یوه کور کې جوړه شوې وه، هلکان یې په جومات کې کېناستل او قاري صیبانو درس ورکاوه او د نجونو ښوونکې ټولې ښځینه وي. په مدرسه کې پنځه بېلا بېل ټولګي وو، لویې او وړې نجونې ورته راتللې او په لومړۍ ورځ هم زموږ د شاملېدو پړاوونه ترسره شول، ترلې مې په یوه ټولګي او زه په بل کې شوم. دا چې هغوی رانه بېلې شوې خفه وم خو کله مې چې خپله ښوونکې ولیدله زړه مې لږ آرام شو.
هغه ځوانه، کم عمرې، ښکلې او نرۍ نجلۍ وه، د مدرسې د بنسټګر او مشر قاري صیب لور وه.
په ټولګي کې له اولې ورځې سره سم ښوونکې ته د سبق تېرولو لپاره ورغلم، له ما مخکې بله نجلۍ ورغلې وه او زه د دې نجلۍ څنګ ته کېناستم، کله چې دې سبق تېرولو نو غلطه شوه، ناڅاپي ما ورپسې ور جوړ کړو، بېرته غلې شوم. سمدستي د ښوونکې څنګ ته ناستې بلې نجلۍ وویل: «وۍ استاد، دا جنۍ لایقه ده.» ښوونکې را ولیدل، مسکه شوه، له ما یې هم سبق واورېد او نوی یې راکړو.
په دې مدرسه کې هم موږ یوازې سبق نه ویلو، نور کتابونه او چېپټرونه مو هم لرل چې په مهالوېش مو هره ورځ ویل.
یو څو ورځې مې په دې مدرسه کې تېرې شوې. ښوونکې مې خپل څنګ ته نزدې ځای کې کېنولم او ډېره مهرباني یې راسره کوله. خپله نوې کتابچه کې یې لیکل وکړل او هغه یې راته ډالۍ راکړه، په خپله خوله یې راته وویل:«دا چې ډېر ښه درس وایې، نو دا ستا انعام دی.»
السلام علیکم!
آغلې هوسۍ جانې اسماعیل ! ډیره ښه لړۍ دې پیل کړې ،خدای ج.دی درته تر پایه طاقت درکړي ،آمیین.
۳ ټکو ته مې پام شو:۱- دقاری صیب بیځایه قهر او وهل ټکول ؛ او۲- دهغه تاءثیر ستا او نورو ماشومانو په ارواه چې حتی د خپلو همصنفانو وهلو او زورولو آرزو پیدا کیدل او سختې لښتې ورته راوړل ؛۳-د ملا یا قاری له ماشوم د درس نه زده کولو او مټایانواو کلچو سره اړیکی ورکول؟؟؟؛ …
ڼنۍ نړۍ کښې ټولنې تر ټولو ښه روزنه او پالنه ماشومانو ته کوی ؛ مګر د ګل وار په دی ګلونو نه کوي ؛
سخته جزا لري که څوک حتی په کور کې خپل ماشوم ووهي او هغه بیا سکول یا مکتب کې معلمانو ته شکایت وکړي ،خبره آن تر پولیسانو رسیږي او پلار او مور ته اخطار ورکوي!!!؛ افسوس د افغان ماشومانو په حال ! ؛ داسې ظلم خو په دیني ارشاداتو کښې هم نه دی توصیه سوی چې وهلو باندې زده کړه وکئ؟؟؟!
ان اکرمکم عند الله اتقاکم
رب اجعلنا من ازواجنا و ذریاتنا قره تَََ اعیڼنا …
سافي صیب مننه خو خرو ته شوروا ورکول غلط کار دی ځکه چې هغوی یانې خره واښه خوري !