میرویس په بل اړخ شو.اسوېلی يې وکیښ. خوب نه ورته.د مخامخ ساعت شوبینۍ وخت ښکاراوه،څه باندې درې بجې وې.له بسترې راپورته شو.لاس يې یوې بلې خوا وتپاوه.پلاستیکي پښه يې په لاس ورغله.چیغه ترې ووته.پښه يې ایسته غوځار کړه.مخامخ پر دېوال ولګېده.د پاڅېدو هڅه يې وکړه بېرته ولوېد.
د درملو خلتې ته يې لاس کړ.څو ګولې يې خولې ته کړې، وچې يې تېرې کړې.
ساعت ته يې وکتل.
_ټک،ټک،ټک،ټک ماغزه دې راوخوړل.که مې کولی شوای ټوټه ټوټه مې کولې…
شا وخوا يې وکتل.وڅکېد.پښې ته ورنږدې شو پخپله غوڅه پښه يې ورکلکه کړه، په پونډۍ يې زور راووړ،زګېروی يې شو.خپله چپه پښه او ښی لاس يې تکیه کړل.ولټېد.
دړه يې پورې وهله.شپه پخه وه.د میرویس د ټکک غږ سکوت ماتاوه.
سپیدې وچاودېدې،زړه يې تنګ شو.بېرته راننووت.دړه يې کلکه کړه.له دېوالي ساعته يې بېترۍ وایسته.ټک ټک يې ورک شو، عقربې ځای پر ځای ودرېدې.
پای
د کیسې له محترمې لیکونکې سره هیڅ ډول معرفت نه لرم، خامخا به يې په لیکنه زحمت ګاللی وي د تاند ویبسایټ د مینه وال په تو ګه یې منندوی هم یم، خو خپله خبره ور سره ګډوم ځکه کیسه مې په دقت ولوسته زیاتي پوښتني را سره پیداشوې، په همدې وجه یې ورته لیکم، امید لرم چې د سم پوهاوي په موخه یې په سړه سینه را ځواب کاندي او آزرده نه شي:
د کیسې له پیله به يې را واخلم:
((میرویس په بل اړخ شو))
میرویس مخکې په کوم اړخ و؟
((اسوېلی يې وکیښ))
اسویلی یې د څه په وجه و کیښ، خوب نه ورته، که بله خبره وه ؟
(( لاس يې یوې بلې خوا وتپاوه.پلاستیکي پښه يې په لاس ورغله.چیغه ترې ووته.پښه يې ایسته غوځار کړه))
کرکټر خو په پلاستیکي پښه پسې ګرځېده، نو چې و یې موندله ولي یې چیغه کړه؟ دا خویې اول وار نه و. په هغه څه پسي چې ګرځیده، ولي یې
ایسته غورځار کړه؟
(( د درملو خلتې ته يې لاس کړ.څو ګولې يې خولې ته کړې، وچې يې تېرې کړې))
تعجب! پلاستیکي پښه یې په تیاره کوټه کې نه شوای موندلای، خو د ګولیو خلته یې و مونده، څرنګه یې و منم؟
څو ګولۍ یوځای څرنګه سړی وچي تیرولای شی؟ زه خو باور وکړه یوه هم نه شم تیرولی، رښتیا درته وایم.
(( ټک،ټک،ټک،ټک ماغزه دې راوخوړل.که مې کولی شوای ټوټه ټوټه مې کولې…))
ساعت خو یې ژوند اسانه کړی، ځکه وخت ورته ښيي، نو د کرکټر له خوا یې د ماتولو علت یې څه دی؟
((شا و خوا یي و کتل))
په زړه پوري جمله ده، تپه تیاره وه، څه ډول یې شا و خوا و کتل، یا ولیدل؟
(( خپله چپه پښه او ښی لاس… ))
.بل څوک خو په کوټه کې نه و ورسره، د بل چا د پښې او لاس نیول ناشونی وو
ولي خپله؟
(( شپه پخه وه…))
منم یې خو بیا څرنګه سمدلاسه
(( سپیدې و چاودیدې))
سپیدې خو څه د خوني یا سړک څراغ نه ده چې سویچ یې ووهي او ولګیږي، وخت غواړي او په ځنډ روښنايي کیږي.
د کیسې راوي پخپله وایې:
د شبې درې بجې وي، شپه پخه وه، نو بیا لوستونکی سپیده چاود څنګه ومني؟
ماوارو لوستونکی ممکن اټکل وکړي، چې د کرکټر زړه د وخت تیرېدا ځنډ ته په تنګ دی؛ نو بیایې د دیوالي ساعت ته ولي زړه شین دی؟
ځکه ساعت د وخت تېریدل ورته ښیې.
اوس چې یې د راوي په خبره بیترۍ یې ور څخه و ایستې، کرکټر خو نور هم باید زړه تنګی شي!
په ادب
والسلام