Homeسپورتننګرهارکې دکرکټ د بېټونو او وېکټو جوړولو فابريکه فعاله شوه

ننګرهارکې دکرکټ د بېټونو او وېکټو جوړولو فابريکه فعاله شوه

تاند (یک شنبه، د قوس ۲) ننګرهار کې د وېکټو او بېټونو د جوړولو فابريکې فعاليت پيل کړ.

د ننګرهار د صنعت او سوداګرۍ مسوولان وايي چې، د وېکټو او بېټونو جوړولو دا فابریکه چې جعفر علي سپورټس نومیږي او د  IOM  ادارې په مالي همکارۍ جوړه شوه.

د یادې ادارې مشر محمد حسن محسن وایې چې، په دې کې به له وطني لرګیو استفاده کېږي.

محسن وایې چې اوسمهال د دې فابریکې په فعالیدو سره لسو تنو ته د کار زمینه برابره شوې او تمه ده چې په راتلوونکو کالونو کې د کاریګرو پر زیاتوالي سربېره له نورو ګاونډیو هېوادونو څخه د وېکټو او بیټونو د را واردیدو تشه هم ډکه کړي.

اوسمهال دکرکټ د لوبې لپاره ډېری وسايل له نورو هېوادونو افغانستان ته راواردېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...