دوشنبه, اپریل 29, 2024
Home+د امريکا د آلاسکا ايالت (بارو) سيمه کې ۶۶ ورځې شپه پيل...

د امريکا د آلاسکا ايالت (بارو) سيمه کې ۶۶ ورځې شپه پيل شوه

تاند (یک شنبه، دقوس ۲) که چېرته تاسې له تیارې څخه وېره لرئ، نو هېڅکله د امریکا په شمال کې موقعیت لرونکي سیمه خوښه نه کړئ.

د امریکا د الاسکا ایالت د یټکلیاجیوک سیمه چې پخوانی نوم یې بارو و هلته د نومبر په اتلسمه لمر ولوېد، چې په دې سره یوه اوږده شپه پیل شوه.

په دې سیمه کې لمر د ۲۰۲۰ کال وروستی غروب وکړ، چې بېرته به د دوو میاشتو له زیات ځنډ وروسته راپورته شي.

ویل کېږي، چې د دې پېښې سبب قطبي شپه ده، چې په ارکټیک او انترکتیکا کې هر کال یوازې د ژمي موسم په دې سبب وي چې ځمکه پخپل محور ډېره لږه تېرېږي.

په همدې وجه ځمکه د ژمي او پسرلي په موسم کې له لمر څخه په څو ورځو، اوونیو بلکې په میاشتو لرې واقع کېږي، خو د اوړي په ګرمیو کې بیا د لمر وړانګې تر څلرویشتو ساعتونو دوامداره وي، چې دې ډول پېښې ته Midnight Sun یا د نیمې شپې لمر هم وایي.

د ځمکې په شمالي نیمه کره کې د جون د میاشتې په وروستیو کې ورځې لنډېږي او په هر ځای کې د لمر د ډوبېدو وخت کمېږي، چې دا اغېزه یې په شمالي برخو کې بیخي ډېره وي.

د نومبر په اول تاریخ په یټکیاجیوک کې پنځه ساعت او دوه څلویښت دقیقې د لمر وړانګې لېدلې شوې وې.

دغه راز د نومبر په اتلسم تاریخ یوازې د څلور دیرشو دقیقې لپاره راپورته شو او د غرمې په یوه بجه او نهه ویشت دقیقو پرېوت، چې بیا به شپږ شپېته ورځې وروسته راپورته شي.

یاده دې وي، چې په دې موده کې به یو څه اندازه رڼایي هم راڅرګنده شي، خو د عادي لمر په څېر به نه وي. چې بیا به د جنورۍ په ۲۳ مه لمر را ښکاره شي.

ترټولو حیرانوونکې یې دا چې د الاسکا ایالت په دې سیمه د لمر وړانګې په هغه اندازه وي، لکه د نورو هیوادونو په ښارونو کې چې وي او په همدې وجه د ګرمۍ په موسم کې ورځې هم اوږدېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب