جمعه, مې 17, 2024
Homeخبرونهوسيم خان وايي؛ افغان کرکټ لوبډله به پاکستان ته وبولي

وسيم خان وايي؛ افغان کرکټ لوبډله به پاکستان ته وبولي

تاند( یک شنبه، د قوس ۲) د پاکستان د کرکټ بورډ اجرائيوي مشر وسيم خان وايي؛ د افغانستان ملي لوبډلې ته به پاکستان ته د ورتګ بلنه ورکړي.

پاکستاني رسنۍ د وسيم خان له قوله وايي چې، د پاکستان لومړي وزيرعمران خان د افغانستان ملي لوبډلې ته د پاکستان بلنه ورکړې ده.

هغه وويل، چې پاکستان ته د افغانستان ملي لوبډلې د ورتګ لپاره به يوه لاره راپېدا کړي او ژر به د افغانستان کرکټ بورډ سره په دې اړه خبرې هم وکړي.

وسيم خان زياته کړې، چې لومړي وزير عمران خان افغانستان ته په خپل سفر کې د افغانستان ملي لوبډلې سره هم ليدلي و او هغوى ته يې د پاکستان ته د راتګ بلنه ورکړې وه.

د افغانستان کرکټ بورډ تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز د افغانستان مخکښ ورو توپ اچونکي راشد خان هم په يو ټويټ کې ويلي، هيله من دى چې يوه ورځ د افغانستان او پاکستان ملي لوبډلې د يو بل کوربه توب وکړي.

1 COMMENT

  1. پنجابستان کی اوس مهال نړیوال کریکټ نه کیږی ځکه چی نړیوالی لوبډلی هلته امنیتی ستونزی وینی او له ورتګ څخه ډډه کوی، پنجاب غواړی چی د افغان لوبډلی کوربه توب وکړی او داسی وښیی چی دلته امن ښه دی او نوری لوبډلی هم ور وغواړی، د افغانستان کریکټ بورډ باید لومړی د پنجاب لوبډله میلمنه کړی که هغوی راغلل بیا دی افغان لوبډله هم ورشی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب