جمعه, دسمبر 5, 2025
Home+له توره تر تدبیره، د خوشال بابا سیاست لید

له توره تر تدبیره، د خوشال بابا سیاست لید

(څلورمه برخه)

  یوولسم – پر خدای توکل: د خوشال خان خټک له نظره واکمن باید په ټول ایمان سره پر لوی څښتن توکل ولري؛ او دا توکل یوازي په خوله نه وي؛ بلکې هغه په زړه کې هم ولري، ځکه په توکل ایمان لرل جرأت رامنځ ته کوي، او په پایله کې یې عزم رامنځته او د پریکړو جسارت را پیدا کیږي.

 دولسم – روزنه او شرم: خوشال بابا تر دې عنوان لاندي د روزنې په هکله په دې عقیده ؤ چې په لومړی سر کې خپله واکمن باید پوهه تر لاسه کړي؛ او بیا دې اصیل او با ظرفیته کسانو د روزنې له پاره مټې راونغاړي؛ لکه چې وایي :« ملوک لره بویه چه په دا کار کښی ډیر دانش او دانایي په ځای راوړيٍ، بد طینت، بد فطرت، بد سرشت، بد گهر، بد ذات دې نه تربیت کوي چه په پلار په نیکه، په ذات په تبار لوی خاندان لري، عاقلان، هو ښیاران، فاضلان او دانایان وي. تربیت دې د هغو کا.».

   د خوشال خان له نظره که شخص فطرتاً ښه شخصیت ولري؛ په هغه کې شرم وي او څوک چې شرم ولري؛ هغه هیڅکله په ناوړه کارونو لاس نه پورې کوي، خو بد ذاته شخص که زده کړه هم وکړي او شرم و نه لري؛ هغه خامخا په ناوړه اعمالو‌ لاس پورې کوي او د نمکدان پاس هم نه پیژني.

  دیارلسم خوف او رجا: خوشال خان خټک په دې باور ؤ چې په واکمن کې باید دومره خو‌ف او رجا شتون ولري؛ چې نور تر دې حده باوري کړی چې که له هغوی څخه لویې یا کوچنۍ خطاوې تر سره کیږي، واکمن یې د بخښنې اراده لري او هغوی بخښې؛ لکه چې وایي :«خوف او رجا د ملوک تر هسې حده وي، چې که ډیره گناه وکا، ورځنی امید وار وي چه ما به وبخښي او که لږه گناه وکا، هم ملاحظه د سر ولري.

 له بلې خوا؛ د دې ترڅنگ چې نور له واکمن څخه د بخښنې تمه لري؛ همداشان باید د هغه له حساب او کتاب څخه په ډار کې وي؛ ځکه که له واکمن څخه د ډار کچه ټیټه وي؛ ځینې کسان به له دې حالت څخه ناوړه گټه واخلي؛ په دې هکله خوشال بابا وايي :« خوف به څو کارو د ملوک کمیږي، عالم پرې زورور کیږي، یو‌ په دا چه په انبوهه کښی کښینی، هر څوک یي هر کله ویني، لکه زمری چه هر کله ډیر لیده شي، هیبت یې کم وي، بل چه د هر چا سره ډیر خبرې کا، بل چه په روی په شفاعت بدان بخښي- بویه چه په ملکي کار کی دی اختیار و هیچا ته نه ورکوي. که مور، خور، کور، زوی، لور، ورور، شیخ، ملا دا شفاعت کا منظور دی نه وي. دا خو دې په خپل فکر مصلحت یا چه تمام هوا خواه وي مستقل، چه وران کار د ده په قوت ساز شوی په استصواب یې تمام اعتماد لري، د هغه دخل دې وی او که نه په ملکی کار کښی دی دخل د هیچا نه وي – چه په دا کار کښی به مخل کیږي. یا به نا پوه وي یا به منافق وي، یا به نا دولتخواه وي. اما په مالي معامله کښی، چه د مال سود و زیان وي شفاعت د هر چا منظور دی که د هلک په مخ زرگونه بخښی هم بهتر.»

له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند نصرالله ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب