دوشنبه, نوومبر 3, 2025
Home+له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند نصرالله...

له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند نصرالله ستانکزی

  (دریمه برخه )

     اتم – عفو او‌ کرم: خوشال خان خټک په دې باور ؤ چې عفو او کرم د خدای (ج) له اوصافو څخه دي؛ د ده په باور واکمنان د خدای سیوري دي؛ په دوی کې هم باید دا خصوصیات موجود وي. لکه چې وایي :«ملوک لره بایده دي په حقیقت سترگي رڼې کا، ځان او جهان وگوری چه عالم د ده محتاج شو په دا دی شاکر واوسي – که دی یي د عالم محتاج کړی وي هاله به یې څه کړل – په دا شکر بویه چه د عفوې د کرم کار له لاسه نه اچوي، چې لاس یې پر غلیم بر شي هم دا سوبه د ده ډیره ده نور دې عفوه کرم دریغ نه لري چې تر عفوې نه بهتر څه نشته لکه د عفوې لذت دی هسی د انتقام نه دی.»

    نهم – په پریکړو کې بیړه نه کول: د دې صفت او خصوصیت په هکله خوشال خان خټک په دې عقیده دی چې د واکمنانو پر شا او خوا ډول ډول کسان را ټول وي، نو‌ د واکمن له پاره په کار ده چې په بیړه په هره خبره کې پریکړه و نه کړي، ځکه دا د ده د زوال باعث گرځي. په دې هکله خوشال بابا وایي :«که هر څه نور قابلیت د ملوک حاصل وي، چه تمیز د تانی نه لري خپل کار ویران کا، ځان د خندا کا. اکثر عالم دی چه په خپل مطلب په خپله مدعا خبرې کاندي ‌و خپل مطلب ‌دپاره سل‌ دروغ وایي. که ملوک‌ تمیز ‌ونه کا د عالم په خوله شي، خو چه څوک ورته څه ووایي دی تمیز په هغه کار و نه کا، بې تانی ژر تر خوله څه وباسي، کومه ملوکي پاتې شوه دا هسي ملوک‌ باله نه شي- مفلوک باله شي.»

     لسم – د عدل او انصاف خصلت: خوشال بابا عدالت د واکمنۍ له پاره اړین خصلت او هنر بولي. د هغه له نظره د عدل کلمه له دریو حروفو (ع )، (د) او (ل) څخه جوړه ده؛ نو هغه د دغو دریو حرفو معنی داسي راولي:«عدل درې حرفه دی: عین، دال او لام، عین په عربي کې سترگو ته وایي، دال راهنما، لام (زغره)، ‌ واحالي، بادشاه، ملک، سلطان لره بویه چه سترگې دي په رعیت لري، رهنما دې وي د دیو و ښه کار ته لکه زغره چه حفظ د بدن ده، دی دې هم د رعیت حافظ وي، ظلم دې ورته نه پریږدي « الرعی لعباد الله و الحامی لبلاد الله » په ده باندي درست شي.

 ملک راني لوی امر دی.»

   خوشال خان خټک په دې عقیده ؤ چې که واکمن عادل وي هغه د خدای ځای ناستی دی؛ او که ظالم وي هغه د شیطان ځای ناستی، لکه چې وایي :«د ولایت ملک رانۍ، سیاست، خلافت، د خدای تعالی دي، څه آسان کار نه دی. هر چه عدل کا خلیفه د رحمن دی، که جور و ظلم وکا، خلیفه د شیطان دی.»

 د خوشال بابا له نظره د عدالت د پلې کیدو له پاره واکمن باید دا چارې ترسره کړي، او وایي :« بویه چه د عدل په کار کښې زوی ورور، بل غریب کم زور ورته یکسان وي، عزتمند فقیر دی، درویش دی حقیر نه شماري، په انتظار کښې نه لري، خبره دې ژر واوري، مقصود دې ژر پوره کا، واړه کار دې موافق په شرع کا، په خپل فراست، په عرف، په صلح په صلاح هر شان چه د خلق خیریت په کښې، د شر او فساد خوریږي، حق و حقدار ته رسیږي، هغسي دې کاندي، خود کام، خود پسند، خود رای، غافل، کاهل، باریک مزاج دې نه شي. قانع، متوکل، ځوانمرد، قلندر صفت دې اوسي.

 صحبت، مجلس دی د عالمانو له حکیمانو، له صالحانو  وي، د بدانو، د بد آموزو، بد گویو، بد اندیشو د صحبت دې متنفر او گریزان وي.»

   له توره تر تدبیره؛ د خوشال بابا سیاست لید | پوهاند نصرالله ستانکزی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د میجر ”لې مسیوریېر “ او ”لودین“ کندهار

(کندهار په ۱۸۷۹ او ۲۰۲۴ کي دکتاب لنډه پېژندنه) لیکنه: غني حسن دا کتاب په اصل کي پر ۳ برخو ویشل سوی دی.  لومړۍ برخه ئې:  د فرنګي...