د۲۰۰۱ کال د نومبر په میاشت کي د امریکا اومتحدینو له لوري پر افغانستان باندي د یرغل او د طالبانو د سقوط څخه وروسته، طلبانو زیات و کم ۲۰ کاله د پاکستان په غېږ کي آرامي شپې ورځي تیري کړي او د پاکستان حکومت او د هغه هیواد پوځي استخباراتو هر ډول آسانتیاوې ورته برابرې کړي وې. طالبانو د پاکستان له خاورې څخه پر افغانستان باندي د پوځي عملیاتو او ځان مرګو حملو لپاره کار اخیست. يه بېغمه زړه یې په افغانستان کي کوکنار کرل او له دې لارې یې په کال کي له شپږو بیلیونو ډالرو عاید څخه د خپلو پوځي عملیاتو د تمویل لپاره کار اخیستی او پر دې برسېره یې له کلیوالو څخه د جهاد په نوم مالیات او عشر ټولاوه.
په ۲۰۲۰ کال کي د طالبانو او امریکا ترمنځ د دوحې موافقتنامه لاسلیک سوه او د هغي موافقې له برکته یې د افغانستان اسلامي جمهوریت ته، چي شل کاله یې عمر درلود، په ۱۵ ورځو کي سقوط ورکړ. طالبانو داسي بری ترلاسه کړ چي حتی د دوی خپلو مشرانو ته هم خوب غوندي ښکارېدی. د پاکستان حکومت او پوځي استخباراتو د دې بري جشن ونیوی او په ښکاره یې خوښۍ وکړې.
داسي ښکارېدله چي طالبان او پاکستان به تر ډیرو کلونو پوري ډېر خواږه اړیکي ولري. ځکه چي د طالبانو د کابینې تقریباً ټولي یا لږترلږه تر ټولو مهمي ټاکني د پاکستان د پوځي استخباراتو په امر ترسره سوي وې.
خو د طالبانو او پاکستان د حکومت ترمنځ د عسل میاشت ډېره لنډه وه او پاکستان پرهغي ډلي چي پخپله یې قدرت ته رسولې وه حملې پیل کړې. دلته باید دا خبره هېره نه کړو چي د پاکستان په توپچي او هوايی حملو کي طالبانو ته هیڅ وخت تلفات نه دي رسېدلي او ټول ځاني او مالي تلفات، د تل په څېر، بې دفاع ملکي وګړو ته متوجه دی.
د پاکستان حملو او د طالبانو متقابلو عملیاتو په لومړي سر کي د سرحدي نښتو شکل درلود او چنداني تلفات یې نه لرل خو په روان کال کي یې ډېر جدي شکل اخیستی او تلفات یې ډېر زیات دي. پاکستان د روان کال د مارچ پر شپاړسمه د کابل په ښار کي د امید پر روغتون باندي په یوه سخته بمباري کي زیات و کم ۴۰۰ ناروغان شهیدان کړل. دغه راز یې د جون پر ۲۷مه د پکتیا د څمکنیو پر سیمه باندي یوه درنه بمباري وکړه او څه دپاسه سل تنه یې ټپیان او شهیدان کړل. د سپټمبر پر شلمه یې پر کنړ، پکتیکا او پکتیا باندي بمونه وغورځوړل او د همدغي میاشتي پر ۲۴مه یې پر کنړ، پکتیکا، خوست او کندهار باندي شاوخوا لس هوايي حملې وکړې. پر کندهار باندي یې، چي د طالبانو د قدرت مرکز دی، دونه درانه بمونه وغورځول چي د ښار هره سیمه یې جلا جلا ولړزوله. د یوه حساب له مخي، پاکستان په تیرو اتو میاشتو کي پر افغانستان باندي شاوخوا ۸۰۰ د ډرون او توپچي قواوو حملې کړي دي.
سوال دا دی چي پاکستان ولي پر افغانستان، یا د طالبانو پر رژیم باندي حملې کوي؟
پاکستان ادعا کوي چي طالبانو په خپله خاوره کي ټی ټي پي یا پاکستاني طالبانو ته ځای ورکړی دی او هغوی د افغانستان له خاوري څخه په پاکستان کي ترهګریز عملیات کوي. طالبانو هر وخت دا ادعاوي رد کړي دي او وايی چي پاکستان د خپلو بې امنیتیو پړه پر نورو اچوي.
خو که موږ دې حقیقت ته وګورو چي د ټي ټي پي مشر ملا فضل الله په ۲۰۱۸ کال کي، د افغانستان په خاوره کي، د امریکا د ډرون په حمله کي قتل سو او وروسته د ۲۰۲۲ کال د جولای پر ۳۱مه ایمن الظواهري د حقانیانو په مېلمستون کي بیا هم د امریکا د ډرون په حمله کي ووژل سو؛ نو بیا خو د طالبانو لپاره د منکرېدلو ځای نه پاتیږي.
ټي ټي پي په ۲۰۰۷م کال کي جوړ سو او په ۲۰۱۳ کال کي یې له القاعده سره تماسونه ټینګ کړي دی. پاکستاني او بین المللی استخبارات ادعاکوي چي هغوی زیاتره ګډ عملیات کوي.
طالبان، ټي ټي پي، القاعده، او داعش خراسان، چي دم ګړی په افغانستان کي فعالیتونه کوي، د عقایدو او پوځي عملیاتو په برخه کي چنداني توپیر نه سره لري. منتهی د طالبانو هدف په افغانستان کي، د دوی په اصطلاح، د اسلامي نظم ټینګول وه او ټي ټي پي غواړي چۍ همدغه نظام په پاکستان کي ټینګ کړي. البته القاعده تر دې دواړو ډلو پراخ اهداف لري او هغوی له بین المللي امپریالیزم او صهیونیزم سره په جګړه لګیا دي .
داعش، چي له لویه سره په سوریه کي منځته راغلی دی، په سوریې او عراق کي او داعش خراسان په افغانستان، پاکستان، ایران او منځنۍ اسیا کي د اسلامي نظم د ټینګولو لپاره مبارزه کوي. دوی څلور واړه ټروریسټي ډلي دي. په افغانستان کي د طالبانو د ځانمرګو حملو په اثر زرګونه بې ګناه او بې دفاع شهیدان موږ ټولو ته په زړه دي.
اوس حاضر طالبان، د کوزي پښتونخوا په اصطلاح، په دوو کي ګیر دي. که له ټي ټي پي او القاعده سره خپلو اړیکو ته دوام ورکوي نو د پاکستان پلمه به ورته جوړه وي او، د امریکا په شمول، ټوله لوېدیځه نړۍ به پاکستان پر افغانستان باندي په حملو کي پر حقه بولي او وايی به چي پاکستان له خپل ځان څخه د دفاع کولو حق لري. او که له ټي ټي پي او القاعده سره اړیکي شلوي او هغوی له خپلي خاوری څخه باسي؛ دا کار یې ځکه په وس پوره نه دی چي ښايی ډېر زیات نظامي کسان له طالبانو څخه بېل او له داعش او القاعده سره یوځای سي. علت یې دادی چي دې دواړو ټروریسټي تنظیمونو، له طالبانو سره زیات و کم شل کاله پوځي او مالي مرستي کړي او هغوی یې د پاکستان په خاوره کي خوندي کړي او پوخی روزني یې ورکړي دي.
زما په عقیده، طالبان پرته له دې چي له دې دواړو ټروریسټي موسسو سره تماسونه وشلوي بله لاره نه لري. که طالبان همدغه اوسني حالت ته دوام ورکوي نو ښايی حالات تر دې هم خراب سي چي مالي او ځاني تاوان به یې ملکي وګړو ته متوجه وي.
که څه هم چي د طالبانو له رژیم سره د اجتماعي، سیاسي او اقتصادي ستونزو په شمول، ټولي بدۍ ملګري دي؛ خو په دې وروستیو دریو کلونو کي وطن ته له ایران او پاکستان څخه د شپږو میلیونو افغان مهاجرو له ستنېدلو سره ستونزي داسي حال ته رسېدلي دي چي که وضع په همدغه شکل دوام وکړي نو خدای مه کړه یوه لویه بشري فاجعه به منځته راسي.
د افغانستان نفوس، چي مخکي یې ۳۷ یا ۳۸ میلیونه اټکل کېدی، د نویو مهاجرینو له ستنېدلو سره ۴۳ میلیونو ته رسیږي. وطن ته ستانه سوي مهاجرین په ډېر بد حالت کي ژوند کوي ځکه چي د پاکستان فاسد او جابر نظام نه یوازي دا کسان، د ټولو بشري حقوقو او اصولو په خلاف، په زور او اکراه ایستلي دي بلکه پولیسو یې له جیبونو څخه نغدي پیسې او حتی د لاسونو ساعتونه ورڅخه اخیستي او په اصطلاح لوڅ لپړ یې خوشي کړي دي.
د ملګرو ملتونو احصاییه وايی چي په ۲۰۲۵ کال کي د افغانستان څه باندي نیمايی نفوس یا ۲۲.۹ میلیونه انسانان د ملګرو ملتونو د موسسې د بېلو بېلو څانګو په مرسته ژوند کاوه. د همدغي موسسې د اټکل له مخي د افغانستان په سلو کي ۴۸ وګړي د بې وزلۍ تر کرښي کښته Under Poverty Line شرایطو کي ژوند کوي. دا هغه حالت دی چي یو څوک په یوه ورځ کي تر یو ځل زیات د خوړلو لپاره څه نه لري. نه سرپناه لري، نه دارودرمل ورته رسیږي او نه د زده کړي لپاره مناسب شرایط او امکانات لري. د ملګرو ملتونو احصاییه ښیی چي په افغانستان کي تقریباً ۱۵فیصده انسانان بېکاره دي. دا شمېر ځکه مخ په زیاتېدلو دی چي طالبانو ټول اداري، مسلکي، فرهنګي، اجتماعي او پوځي کارونه ملایانو ته سپارلي او د ملایانو شمېر ورځ تر بلي زیاتیږي او په نتیجه کي نور نور کسان باید خپل ځایونه طالبانو ته پرېږدي.
د افغانستان او پاکستان ترمنځ د جنجال او د پاکستاني بمباریو دوام نه یوازي د افغانستان ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړوي بلکه له اقتصادي پلوه هم ډېر زیات تاوان ورته رسولای سي. افغانستان دغه ګړی په کال کي ۱.۶ بیلیونه ډالره صادرات لري او له دغه رقم څخه پاکستان ته د ۶۵۹ میلیونه ډالرو په ارزښت مالونه، چي زیاتره یې تازه اووچه مېوه او نور اومه مواد دي، صادوري. د جنګ او بمباریو د دوام په صورت کي به سرحدونه همداسي بند پاته وي او د دې سرحدونو د بندېدلو تاوان هم غریب کارو او هم لویو او وړو تاجرانو ته رسیږي او هم په عمومي صورت د افغانستان پر اقتصاد باندي ډېره ژوره منفی اغېزه کوي. د دې ترڅنګ لا، د طالبانو د رژیم له برکته، په هیواد کي د ښو او لایقو ډاکټرانو شمېر تر بل هر وخت لږ سوی دی او خلک مجبور دي چي د دارودرمل لپاره پاکستان ته ولاړ سي. د سرحدونو د تړل کېدلو په صورت کي دا عامو وګړو ته یوه بله صدمه ده.
په مقابل کي پاکستان په کال کي د ۳۶.۷ بیلیونه ډالرو په ارزښت صادرات لري چي له هغې جملې څخه ۱.۶ بیلیونه مالونه، چي له ځینو مېوو پرته نور ټول صنعتي مواد دي افغانستان ته صادروي چي د سرحدونود بندېدلو په صورت کي د افغانستان په تناسب ډېره لږه صدمه ورته رسیږي.
دا جنګ په هر صورت د افغانستان په تاوان دی؛ خو څرنګه چي طالبانو ته یې هیڅ صدمه نه رسیږي نو ګومان نه کیږي چي هغوی به په دې برخه کي داسي لاره واخلي چي هغه به د سیمې او افغانستان په ګټه تمامه سي.