پنجشنبه, مې 2, 2024
Home+لنډۍ، د پښتني ټولنې د ښځې احساس | شکور رادمنش

لنډۍ، د پښتني ټولنې د ښځې احساس | شکور رادمنش

انګرير مستشرق ډار مستتر وايي چې که پښتانه له يوه سره ټول د ځمکې له مخې محوه شي يا مړه شي او د دوى د تاريخ او فرهنګ په اړه موږ سره څه مالومات نه وي نو لنډۍ هغه صنف دى چې د پښتانو ټول تاريخ او کلتور ترې را اېستلى شو. درمل صيب د سپين تڼي د خولې خبره کوي چې يوه انګريز ته مې وې چې دا زموږ د پښتو يوه لنډۍ دى چې:

ديوال سورى کړه ګوتې راکړه
پلار دې خټګر دى بيا به جوړ کړي ديوالونه

وايي انګريز راته ويل چې نو ولې چېرته په کافي شاپ کې نجلۍ او هلک نه سره ګوري، ولې کوم پارک ته نه ځي؟ وايي بيا مې ورته د پښتنو د کلچر مالومات ورکړل چې زموږ خلک ښځې له کوره د باندې نه پرېږدي، که چېرته په کومې نجلۍ او هلک کلى خبر شوو چې په يوه و بل ميين دي نو دواړه کورنۍ هلک او نجلۍ وژني، لکه دا چې:

سبا مې ستا په تهمت وژني
غولى جارو کړه چې په چړ مې وينې ځينه

زموږ ځاځي (غولى) د کور انګړ ته وايي. زموږ په سيمه کې دغسې يوه پېښه رامنځته شوې وه، هلک يې وژلى وو کله چې د نجلۍ وروڼه کور ته د خپلې خور په وژلو پسې راغلي وو دا ورته د کور انګړ ته راوتلې وه، ځان يې سينګار کړى وو ځکه تر دې مخکې خبره وه چې سبا مې وروڼه په ډزو ولي نو د کور انګړ کې ورته ولاړه وه او وروڼو ته يې ويلي چې بسم الله کړى او زما په وژلو هغه ستاسې ټيټه شوې شمله بېرته جګه کړى.

خدايه دا پورې غر سورى کړې
چې ترې ښکاره شي شنه توتيان خپاره وزرونه

پخوا به خلک هندوستان ته په مزردورى پسې تلل، نو ښځو به داسې فکر کاوه چې که هندوستان د غره هاغه بلې خواته دى او شنه له شنو توتيانو مطلب دا چې کوم چا د خپل ورور، پلار او يار د بېلتانه ناره ورسره غوټه کړې.

ديار مې پېغله خور په کور ده
نيستي د ورور دى چې بدل ورسره شمه

دلته د يوې پېغلې د مايوسۍ غږ دى، پېغله په چا ميينه ده نجلۍ داسې وايي چې کوم هلک چې زما خوښ دى پېغله خور لري خو نيستي زما ده چې ورور نه لرم. زموږ په پښتنو کې د بدل وادونه رواج دي نو نجلۍ هم دا وايي چې که ما له ډاره دا اظهار نشواى کولى چې دې هلک ته مې ورکړى نو ما خو به هتمن دا ويل چې ورور ته مې هغه پلانۍ نجلۍ وغواړى په دې سره به د بدل واده ته لاره جوړه شوې وه او زه به هم خپل يار ته رسېدلې واى، يعنې يو هلک يې خوښ دى او ورته د رسېدو لپاره يوازينۍ لار دا ده چې دې ورور لرلى. خو هاى افسوس چې زه ورور نه لرم.

زموږ په پکتيا کې د مختلفو لهجو خلک شته، هتى زموږ په ولسوالۍ کې بيا زموږ له کليو سره نېږدې داسې خلک اوسيږي چې لهجې مو يو تر بله سره توپير لري. په لاندې لنډۍ کې ممکن ډېر په ځينو کلمو پوى نه شي حال دا چې د پښتو د ژبې دي خو زموږ خلک پرې هتمن پوهېږي چې په دغسې لهجو خبرې کوي.

د تربور دې ظلم ته ګوره
په خپل وربوى کې مې سرتوره ګډوينه

د تربور له کلمې به هر څوک بيل برداشت اخلي، خو زموږ خلک  نېږدې خپلوانو ته تربور وايي چې په پوله او پټي هم ور شريک وي يا که ورشريک هم نه وي خو دوى تربور خپل داسې يو سيال بولي چې دى بايد ترې کمزورى نه وي، پخوا به يې د يو بل پولي او پټي ته سترګې پټې وې، يوه به بل لورى وواژه چې دې سره به مېراث هم ورپاتې کېده.

نو دلته يوه ښځه خپله بېوسي داسې اظهاروي چې د تربور دې کبر ته اوس سترګې غړوه، چې د خپل کور تر مخه مې هم نه پرېږدي او وهي مې، پورته لنډۍ کې (وربوى) د کور د دروازې تر مخه ځاى ته ويلى کېږي او له (ګډوينه) مراد دا دى چې کنې په قرار مې نه پريږدي وهي مې يعنې ګډوينه دلته د رقص په مانا نه دى د زجر او وهلو ټکولو په مانا دى. اکثر پښتانه هم چې کله خپله ښځه وهي او چې ښځه بيا ژړا او فرياد کوي نو مېړه يې تر سختو ګوزارونو لاندې ژړا ته هم نه پريږدي، ولې؟ ځکه چې ګاونډيان خبريږي چې د دوى خو بيا جنګ دى او دا د ده لپاره د شرم خبره ده.

يا دا چې:

مليه تړلي مې مېرات شول
تربور مې خپل غولي کې ګرده تاووينه

پورته لنډۍ کې (مليه) د ملا په نامه ده.

نو لنډيو کې چې تر ډېره ښځينه احساسات شته څنګه رامنځته شوي او ولې تر اوسه پاتې او ژوندۍ دي؟ يو خو دا چې دا له ډېرې مايوسۍ د چا له خولې يو غږ راپورته کېږي بيا دا لنډۍ چېرته په کوم واده يا بل ځاى د کومې ښځې له خولې وزي داسې د نورو په ياد کې هم پاتې شي. زما په ياد دي چې پخوا به وادونه وو نو د چم او ګاونډ جينکو به له واده لس يا شل ورځې وړاندې لا خپل مجلسونو ګرم کړي وو، سره راټولېدې به او سندرې او نڅاوې به يې کولې، هغه وخت دا د لوړ غږ لوډ سپيکرونه دود نه وو نو نجونو به د واده تر ورځې خپلې مرۍ په سندرو او هاى و هوى کېنولې وې. اوس چې د لوړ غږ لرونکي لوډ سپيکر دود شوي نو څوک ځان نه ستړى کوي، بس لوډ سپيکر چالان وي او ورته ناڅي، که د پښتو لنډيو دغه صنف د ټکنالوجۍ په راتګ ورک هم نه شي نو پيکه خو به هتمن شي.

پورته بحث يو شپه د ډاکټر احسان الله درمل او انور تبسم په ګډون د ځينو نورو ملګرو لخوا د اريوب په يوه ښېراز او د غرونو په منځ کې يوې حجرې کې کېدو، ما يې غږيزه بڼه ثبت کړې وه دلته مې ځينې خبرې شريکې کړې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب