چهارشنبه, مې 15, 2024
Homeخبرونهپه مقاومت جبهه کې داخلي ناندرۍ؛ منصور او پدرام پر یو بل...

په مقاومت جبهه کې داخلي ناندرۍ؛ منصور او پدرام پر یو بل توند تورونه لګولي

تاند: (یکشنبه، د وږي ۱۱ مه )  د احمد مسعود په مشرۍ د طالبانو خلاف د یوې جنګي ډلې( مقاومت ملي جبهې) په منځ کې داخلي ناندرۍ رامنځته شوي.

په دې لړ کې، د دغې جبهې یوه غړي عبدالطیف پدرام له دې جبهې څخه د پریکون اعلان کړی او ویلي، چې یاده جبهه د احمد مسعود د کورنۍ لخوا انحصار ده او د طالبانو خلاف د جګړې په نوم ترلاسه کړې مرستې حیف ومیل کوي.

د دغې جبهې فرهنګي مسوول عبدالحفیظ منصور بیا پدرام تورن کړی، چې د بې دینۍ، قومي تبعیض او نورو ستونزو له امله له جبهې ویستل شوی.

دا په داسې حال کې ده، چې د دغې جبهې مشر احمد مسعود تازه روسیې ته په سفر تللی او د دغه هېواد له یو شمېر سیاسي څېرو سره یې لیدنې شوي.

د پرځیدلي جمهوري نظام لومړي مرستیال امرالله صالح دغه لیدنه له روسیې سره د دوی د اړیکو په برخه کې ستایلې او خوښي یې پرې ښودلې.

یو شمېر افغان شنونکي بیا باور لري، چې د طالبانو واکمن رژیم او د دوی مخالفان له سخت دریځو کړنو او واک غوښتنو له امله افغانستان د سیمې او نړۍ د قدرتونو د نیابتي جګړو لور ته کاږي.

د مقاومت جبهې د غړو او د طالبانو د یو شمېر نورو مخالفو څېرو ترمنځ تر دې مخکې هم ورته ناندرۍ رامنځته شوې وې.

2 COMMENTS

  1. پدرام همجسباز ده او د مسعود کورنی د فحشا مرکز نو دواړه د اسلام له لاری وتلی دی د دوی دین او مذهب صرف چور او چپاول ده که روسیه دا فکر کوی چی دا غله به بیا قدرت ته ورسیږی دا ناممکنه خبره ده او روسیه نور بیاید ځان ونه شرموی

  2. د همجنسباز په معنی به څوک سم نه پوهیږي ، خلک ورته لوطي ، مفعول ، کوني وایی. پدرام یعنې ښایسته هلک ، دې سړي خپل ډېر ښه هلکتوب تېر کړی دی . که څه هم هغه ستمی حسابیږي خو پدرام یو مارکسیست – لینینست دی. د کارمل په دوران کې د حقیقت انقلاب ثور ورځپاڼې مسوول مدیر وو.
    مقابل لوری یې بیا اصلا شعله جاوید یا ماویستي مفکوره لري . بنا د دوی پلرونو لا اختلافات درلودل .

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب