پنجشنبه, نوومبر 21, 2024
Homeادبامجد شهزاد رومانتیک شاعر/ ډاکتر ځلاند

امجد شهزاد رومانتیک شاعر/ ډاکتر ځلاند

د شاعر اروا نا رامه وي. هغه ځان په نړۍ کې یواځې او تنها محسوسوي. تل په دې لټه کې وي چې څنګه کولای شي خپله اروا د وجود له قیده بهر کړي، ددې کار د ترسره کولو د پاره  په جلا جلا وختونو کې ځانته بیل د بیان انداز یا لاره غوره کوي. امجد شهزاد هم داسې یو له شوره او شرنګه ډک اروا لرونکی شاعر دی. هغه د زړه د درد د اظهار د پاره له ډیرو شته معاصرو شاعرانو جلا او ښکلي لاره خپله کړي، هغه د شعر د لیکلو تر څنګ، ښکلی غږ لري او وخت نا وخته خپلې او د نورو ښکلو شاعرانو غزلو ته د موسیقۍ په ګاڼه لا زیاته ښکلا بښي. هغه موسیقار دی، هغه د شعر د پاره کمپوز او د سازونو داسې سینګار تیاروي لکه ناوی چې د سرخې او سپیدې په لږولو له خپلو همزولو د ښاییست میدان ګټي، هغه د خپلې افغانۍ ټولنې یو فعال او خوځنده ځوان دی چې غواړي د افغانانو له شته ناخوالو او ناورینونو سره په عقلانیت او مینه مقابله وکړي.

د امجد شهزاد په شاعرۍ او شخصیت کې ما ډیر څه پیدا کړي، چې زه غواړم هغه د ځینو ځانګړو لیکنو په لړۍ کې را وسپړم او پدې توګه په دې وتوانیږم چې ددې باتور افغان کارنامې خپلو همزولو شاعرانو او ملګرو ته ور په ګوته کړم. ددې لیکنو د لړۍ لومړنۍ لیکنه د امجد شهزاد د نوي چاپ شوي کتاب ( سندره مه وژني ) په شاعرۍ کې د رومانتیزم په څرکونو باندي را څرخي.

امجده غواړئ که د ټول عمر دپاره قرار

زړه شا مدام د قام په غم کې نا قراره ساته

امجد هم لکه د نورو افغانانو په څیر له سخت کړاو او ستونزو سره لاس په ګریوان ژوند تیروي، هغه د خپلو وروڼو ورځ تر بلي بده ورځ کړوي، خو په دې کړاو کې د صبر او زغم یواځینی ځواک یې پخپل غښتلي تخیل او فکر کې نغښتی، کوښښ کوي همدا درد او تکلیف ته د خپل خیال په زور داسې حجاب ور واغوندې چې وکولای شي نه یواخي خپل ژوند پرې هوسا کړي بلکې د خپلو لوستونکو او مینه والو ژوند ته هم د رنګینو او تصویرنو ډک ژوند ور وبښي.

پښتونه ! نور ګورې په هسې کښیناستو نه کېږي

په خوب کې هم په وطن ننګ ته ځان تیار ساته

رومانتیزم لکه څنګه چې الفرد دوموسه تعریف کړی ـ رومانتیزم هغه ستوری دی، چې ژاړي او هغه یاد دی، چې زګیروي کوي، هغه مرغۍ ده چې دماغ خوشبویه کوي.  ( روهي، ادبي څېړنه )

امجد د فن او فکر داسې خزانه موندلې

ملا خو پریږده چې یې خان او نواب هم نه لري

د امجد خیال او شاعرې همدا ټول طلسمونو په ځان کې لري، کله کله چې سړی د امجد شعرونه د پښتو نوم وتي سندرغاړو په اواز کې اوري ، سړی فکر کوي چې شاعر د طبیعت ټولي پنځوني له پیله تر پایه محسوسي کړي، د طبیعیت ټوله ښکلا یې په ځان کې رانغاړلي او بیا یې د الفاظو په مټ هغه ته داسې انځورګري ور بښلي چې انسان پرې نا لیدلي شیان په سترګو ویني. لکه د امجد دا مشهوره سندره :

کابل ته ځمه

د ماهیپر له سره دا چغه وهمه

زه کله مرمه

زه خو پښتون یم د مرګ خونې ورانومه

لکه څنګه چې رومانتیک شاعر د خیال په وزر د ازادۍ، قید، طبیعت، عشق، سرکشي او ځان هیرولو سره ځان بوخت ساتي او له هر کړاو څخه د خیال ماڼۍ ته پناه وړي دارنګه امجد د خپل نازک خیال دروازه د خپل زړه د ( اه ) په وړاندې تل خلاصه ساتي او داسې انګازې په کې زمزمه کوي :

بم دې د یو وطن په ښار نه لګي

ټول راته ګران لکه کابل ښکاري

دا بې څهرې چې دی بې نومه چې دی

دا د پښتون وطن اتل ښکاري

نور بیا.

2 COMMENTS

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب