زما د ګران افغانستان زمریو!
زما د خاورې اتلانو وروڼو!
اتلولي دي مبارک وي درته
دا کامیابي دي مبارک وي درته
ټول افغانان مو نن په جوش راوستل
يو څو خوبجن مو هم په هوش راوستل
کشکې نن بره په اسمان کې واى زه
پاس د سپوږمۍ په زنخدان کې واى زه
زړه مي د هغې ځمکې حسن غواړي
چي کرۍ شپه پرې خلکو ستوري ایښي
کشکې چي دغه معجزه مي له اسمانه ليداى
پښتون، تاجک او هزاره تر یوه بیرغ را ټول وو
او هره ژبه په اتڼ کې تاوېده او غوړمبېده، نڅېده
وطن ازاد وو ټول، تياره د غلامۍ ورکه وه
کشکې چي بره په اسمان کې واى زه
پاس د سپوږمۍ په زنخدان کې واى زه
ما به واى ډېرې چیغې کړې له اسمانه درته
دا خپل تتي مي شوکاوه او خپراوه مي دسپوږمۍ پر ټټر
بیا به اووه ځله افغانه! ستا بلا ته درېدلې ومه
بیا به له ډېرې خوشحالۍ نه ښه په زوره خندېدلې ومه
او له سپوږمۍ سره به ګډه نڅېدلې ومه
ما به واى ستوري خندولي چي افغان را ويښ شو
تور، سور، زرغون سالو مي هم رپاوه
چي شکر خدايه! د وطن مي زوړ او ځوان را ويښ شو
خو اتلانو ما به ډېره بخښئ!
کله مي توان تر پاس اسمانه رسي
زه نن پر ځمکه وم، پر خپله خړکۍ ځمکه وم
پر همدې ځمکه چي زموږه ده شريکه مورکۍ
هو لکه زه چي یمه مور د یو چا
موږ دواړه ميندې يو، مونث یو دواړه
ځکه خو دواړه په همدې ګناه سوځېږو سره
يه اتلانو! په سینه کې خو زه هم لرم یو موټی زړګى
او احساسات مي کم تر نورو نه دي
زه هم د دې ملت په غم کې خوږ يم
خو چېرې هم زه خوشحالي اظهارولای نه شم
زه مو په دې ستره بریا چيغې وهلای نه شم
په دې وطن کې لا پیغور یمه زه
ټولو سړیو ته د شرم نخښه، تور یمه زه
درسره ځکه دا ملي بریا لمانځلای نه شم
زه ستا نوم چېرې هم په خوله باندې راوړلای نه شم
خو زه هم زړه لرم او غټه وي د زړه دونیاګۍ
لکه بې پايه سمندر بې انتها غټه وي
ګل اتلانو! د وطن د مور خوږو زامنو!
درته قسم خورم چي لمانځلي په زړګي کې مي ياست
په خپله غېږه کې نیولي په زړګي کې مي ياست
او پر مخ- مخ باندې ښکل کړي په زړګي کې مي ياست.
*******
احمدزۍ خور آفرين دي پر قلم سه، پس له ډېره وخته د داسي پښتنې خور شعرونه ولولم چي زموږ د ټولني د ځپلي، رټلي، زندۍ کړي خور او مور ر رښتنې کوکه او چيغه پورته کوي.
احمدزی خورې ستا د پاکې ولولې نه یوه نړۍ مننه
ریښتیا چې خور یې. خور تل تر ورور ډېره مهربانه، مینه ناکه او په ورور ویاړمنه وي
افرین
نثار احمد اریا او هلال ورورکه ستاسو نظریو څخه یوه نړۍ مننه همدا ستاسو وروڼو مینه ده چې ما مجبوره کوي چې قلم واخلم او څه ولیکم او دا چې تاسو زموږ احساسات درک کوي دا هم د ځان لپاره یوه نیکمرغې ګڼم الله دی ستاسو غم نه راکوي
سلام مرسل احمدزۍ
څومره ښه شعر، څومره په زړه پوري. افرین
زه شاعر نه یم خو په ښه شعر ډیر ښه پوهیږم. په شعر کي دی څومره ښه تشبیه ګاني کړی او په څومره حساس وخت کي دی څومره ښه الفاظ را ټول کړي . ښه وینا هغه ده چي په خپل ځای او وخت کي وشي
په درنښت
ما شاءالله
دیییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییییر خکلی شعر مو لیکلی