Homeخبرونهد راشد خان د ۴ ویکټونو په مرسته ګوجرات ټایټانز لوبډلې په...

د راشد خان د ۴ ویکټونو په مرسته ګوجرات ټایټانز لوبډلې په لوی توپیر راجستان ته ماتې ورکړه

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۱۹ مه) د هند په غوره لیګ کې د راشدخان د ښه توپ اچونې په مرسته ګوجرات ټایټانز لوبډلې د ۷۷ منډو په توپیر راجستان رایلز ته ماتې ورکړه.

دا د هند په روان غوره لیګ کې تر ټولو په لوی توپیر بری دی چې د یوه ټیم په برخه کېږي.

په دې سیالۍ کې راشد خان څلور مهم لوبغاړي وسوځول او د لوبې غوره لوبغاړی وپېژندل شو.

پچه راجستان رایلز ګټلې وه او غوره یې بللې وه چې لومړی میدان (فیلډ) ته ووځي.

ګوجرات ټایټانز د شلو اورونو په پای کې، په داسي حال کې چې ۴ لوبغاړي یې سوځېدلي وو، ۲۲۹ منډې وکړې. د دوی لپاره تر ټولو ډېرې منډې کیپتان شوبمن ګیل وکړې. ده په ۴۴ توپونو ۸۴ منډې وکړې.

راجستان رایلز بیټنګ خورا تېز پیل کړ، په دوو اورونو کې یې ۳۸ منډې وکړې خو ژر وضعیت بدل شو.

راشدخان په ۴ اورونو کې ۴ لوبغاړي وسوځول او ۳۳ منډې یې ورکړې.

دې بري د ګوجران ټایټانز لوبډله په جدول کې دوهم ځای ته پورته کړه. او د ډېرو ویکټ اخیستونکو په لېست کې د راشد خان نوم شپږم ځای ته لوړ شو.

راشدخان په تراوسه په ۱۱ سیالیو کې ۱۵ ویکټونه اخیستي دي.

په روان آی پي ایل کې تر ټولو ډېر وکیټونه کې رابادا اخیستي. هغه په ۱۱ سیالیو کې ۱۸ ویکټونه ترلاسه کړي دي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د يوويشتمي پېړۍ ليڪ | زهير سپېڅلی 

"د يويشتمې پېړۍ ليڪ" فقط يو ليڪ نه دی، يو ناول دی. ښاغلي محبوب شاه محبوب ليڪلی دی. مومند خپرندويي ټولني په لومړي ځل...