جمعه, مارچ 29, 2024
Home+د «عجبه فلسفه» په نوم د غني خان د يوه شعر شننه

د «عجبه فلسفه» په نوم د غني خان د يوه شعر شننه

م. اکبر کرګر

د «عجبه فلسفه» په نوم شعر په دوو چاپي کلياتو کې يعنې د کابل چاپ او د پېښور چاپ په کلياتو کې سره توپير لري. 

په کابل چاپ کې دا شعر يا نظم نيمگړي راغلي دي خو د پېښور چاپ په کلياتو په سر کې يوه برخه زياتونه لري. په هر صورت کلام په بشپړ ډول درې برخي لري. دا اثر يو ډول انالوژي يا تمثيل دي يا يو ډول تمثيلي داستان دى. زما په نظر دا چي شاعر وايي. زړه مي واچاوه په تال کې، شعر له «زه» يا ايگو نه پيلېږي. دا د شاعر په روايت کې د شعر هغه شعوري برخه ده چې د هغه له خوا ويل کېږي او کيسه پرې پيلوي؛ خو په دې کيسه کې يو معنويت حاکم دى. په کلام کې يو مرموز او غوڅ اعتراض هم تر سترگو کېږي او هغه دا چې د ده مخاطبان ملا او قاضي د کلماتو په واقعي مانا نه؛ بلکې د اهريمني ځواکونو په توگه رابرسېره کېږي. شاعر يا د هغه معرفت او پوهاوي دا خبره را برسېره کوي وايي:

زړه مې واچاوه په تال کې + د جمات کوڅې له لاړم 

د ملا په ښپو مې کېښود + ما وې دا مې صدقه ده 

دا چې څومره زه پوهېږم + په «طه» او په «يس»

دا چې څومره کښته تلی شي + په سجده زما جبين 

دا چې څومره اخلي نور + دا زما خاکي وجود 

دا چې څومره زما ژبه + شي څکلی انگبين 

په تمثيل کې د يو مطلب په باب حکم يا پايلې ته رسېدل چې د تشبيه په مرسته ترسره کېږي، تمثيل يا انالوژي يې بولي. کله چې دوه شيان يا دوه پديدې په يو جهت کې يا څو جهاتو کي يو له بله ورته والي لري، نو کولای شو هغه پرتله کړو او د دغه ورته والي په اساس داسې حکم چې د مشبه په باب ثابت دى، د مشبه به په باب هم ثابت شي. په صوري منطق کې تمثيل ته لازم ارزښت ورکول کېږي. له ډېر پخوا نه له تمثيل څخه په علم، فلسفه، مذهب، اخلاقو او سياست او نورو چارو کې او په ادبياتو کې هم کار اخيستل کېږي. تمثيل داسې منطقي شکل دي چې د استدلال لپاره قوي وسله گرځي. په مذهب، عرفان، فلسفه او اخلاق کې يې هم وينو. قصې او حکايتونه هم د تمثيل داسي بڼې دي. تمثيل د يو شي په يو شي باندې تشبيه ته هم وايي. دا پخپله د بيان په علم کې صور و خيال گڼل کېږي يا په اصل کي يو ډول تشبيه ده. په دې نظم کې هم له متکلم علاوه، دوه درې مخاطبان دي يعنې ملا، قاضي او فلسفي او د متکلم يا لېوني په گډون څلور کرکتره کېږي.

په لومړي سر کې چې هغه خپل زړه د ملا په پښو کې يږدي، په دې پړاو کې «ملا» د ديانت او «عقيدې» استازی دي، خو کله چې د ملا ځواب اوري، دا خبره روښانه کېږي چې ملا د اعتقاد دروغجن استازی دى. شاعر دا خبره روښانوي چې ملا د شهوت، ثروت او قدرت مريي دی، هغه معنويت او روحانيت چې دعوه يې کېږي، هغسې نه دى.

کوم سمبولونه او رمزونه چې متکلم يې کاروي، لکه زړه يا قلب عرفاني هغه دي. د عارف زړه په ټټر کي نه دى. هغه دلته ترې د عقيدي لپاره کار اخلي او د ملا په پښو کې يې ږدي؛ خو ملا د هغه زړه او وينا ته نه گوري. البته ملا هم دلته سمبول دې، د تحجر او دوگماتيزم سمبول دى. لېونی ورته عقيدت وړاندي کوي، خو ملا په متکلم يا لومړي کرکتر غوسه کېږي او په «تالي» کې ترې د خوراکونو پوښتنه کېږي. له دې استدلال نه داسې جوتېږي چې ملا په واقعيت کې د انساني شيطاني حرص په سمبول اوړي، چې يوازې د گيډي غم اخيستی دی. د هغه تعبير له خدايه هم ناسم دی، يوازې قهر او غضب د خداى کار بولي. لومړی کرکتر ته د فاسق خطاب کوي، ورته وايي: «شرع ظاهر گوري». دلته د متشرع او عارف توپير هم په ډاگه کوي، ملا په خپله دونيا کې له قهار نه وېره خپرول يو هدف گرځوي. هغه ويره او ډار پنځوي، د خداې يا الوهيت قهري مخ گوري، نه رحمي؛ خو فلسفي شاعر يا لومړي کرکتر د جنون او جانان، يعنې د مينې او عشق فلسفه وايي.

په ابراهيمي اديانو کې ډار او وېره او د دوزخ له عذابه وېره زياته پنځېږي، هغه هم د دې په خاطر چې که تشدد او قهر له يوې خوا د سامي عربي فرهنگ ځانگړنه ده. د علي شريعتي په قول سامي او اريايي پيغمبران او ستر اساطيري شخصيتونه هم توپير لري. د اريايي پيغمبرانو داستان د فکر کولو او گوښه والي او عشق کولو، په پټه درد زغملو، رياضت ارامي او چوپتيا لري؛ خو د ساميانو د پيغمبرانو تورې، وينې تويولو، جهاد او قيام، وژنو، ځپلو، سره چې فرعون او نمرود او قيصر يې مثالونه دي. همدا بېلگه د دې سبب شوې چې د دوزخ وېره او ډار په قوت تمثيل شي. د خداى رحماني او بخښوونکي او د شفقت او ترحم اړخ يادونه نه کېږي، ملا يوازې د قهر او غضب يادونه کوي. وېره او ډار پنځوي. نو شاعر د ملا په دې نيمگړې او ناقص وينا نقد کوي. 

دلته به د ډار او ترهې په باب د تورات يو ه کيسه را نقل کړو: «په تورات کې د ۳۲ نه تر ۳۸ بند پورې يوه کيسه راوړل کېږي. د تورات د ليکني له مخې د بني اسراييلو افراد د شنبې په یوه ورځ په سارا کې يو سړي گوري، چې د ژوند د روزگار لپاره لرگي ټولوي او خوراک پيدا کوي. دا يو لرگي ټولوونکي کس دى، هغوی لرگي ټولوونکی رانيسي او موسى ته يې راوړي. ورته وايي چې دې کس د يهوه د فرمان پر خلاف په سارا کې د شنبې (ست) په ورځ د لرگو په ټولولو بوخت و. تر هغه وخته د شنبي په ورځ يو چا ته چې کار کوي، په سارا کې د موسې په شريعت کي مجازات نه و اټکل شوی، نو موسى دستور ورکوي چې بندي يې کړي، چې کله د عبادت لپاره غره ته درومم، له يهوه به پوښتنه وکړم چې يو څوک چې د شنبې په ورځ کار کوي څه جزا يې ده؟ 

موسا د سينا غره ته ځي او له يهوه نه د قضيې د حل پوښتنه کوي. يهوه فرمان ورکوي چې د داسې کس مجازات مرگ دی او بايد ووژل شي؛ نو د دې فرمان پر اساس هغه کس له هغه ځای (لشکر خانې) بهر بيايي او بيا يې سنگساروي.»

خو د دې نظم شاعر يا «زه» هم وايي: دا له رب سره د مینې + تا راغشتې څه قصه ده

یره یره له قهار نه + د ایمان اصلي حصه ده 

خو غني همېشه خدای جانان بولي، هغه په خدای او خالق په دونيا کې تفکر تأمل، رحم، عاطفه او بخښنه اصل بولي.

۱

ملا مخ له ما نه واړو + وې دا څه دي ستا تالي کې 

نه پلاو دى نه فرني ده + نه حلوا نه فالوده ده 

وې يې شرع ظاهر گوري + او ظاهره ته فاسق يې 

دا د رب سره د مينې + تا راغشتې څه قصه ده 

ويره ويره د قهار نه + د ايمان اصلي حصه ده 

د جنون او د جانان ستا + څه مهمله فلسفه ده 

زړه دې کيږده په سينه کې + دلته رنگ او لباس راوړه 

ستا شراب دلته حرام دي + شربت راوړه گيلاس راوړه 

ما خپل تال ډک له خوبونو + د قاضي دربار ته يووړ 

وړوکي لال مي رااوچت کړ + تارخاني او مار له يوړه 

ما وې اي د ښو اوبدو + اې د تورو سپينو خانه 

دا ډالۍ زما قبوله + په نامه کړه د جانانه 

ملا وايي زړه دې زما پښو ته مه اچوه، په خپله سينه کې يې وساته؛ خو رنگ او لباس راوړه يعنې تظاهر. د ملا مطلب دلته له زړه نه طبعاً هغه عرفاني او رواني دونيا نه ده. د هغه زړه هماغه د غوښو ټوټه ده، چې په سينه کي ځاى لري؛ خو د کرکتر هدف له زړه نه اعتقاد، مينه او عشق دى. د تعالي او لوړتيا په لور حرکت او مزل دى. گورو چې دلته له مفاهيمو نه برداشت او پوهاوى هم بدلېږي. د ملا په فکر زړه د بدن يو فزيکي غړى دى. رنگ او لباس د تظاهر او دوه مخي سمبولونه دى. ملا وايي ستا شراب دلته حرام دي، خو د شاعر شراب هغه سکر او بيهوشي او د «حال» حالت دى چې روښنايي او رڼا په کې ويني او د لوړ هدف په لور او د هغه په مينه کې خپل ځان ورکوي يا بيهوشه کېږي. شاعر تر ملا وروسته له زړه ډک تال قاضي ته وروړي:

قاضي کښيناسته په تخت خپل + په سپين سر يې دستار کېښود 

په يو لاس يې توپه کېښوه + په بل لاس يې حصار کېښود 

تله يې پورته د منطق کړه + يو خوا دى يو خوا مې تال و 

يو خوا شور و کمزوري وې + بل خوا ژمې و کمال و 

يو خوا عقل و دليل و + ورک بي خوده غوندې خيال و 

ما وې اى د انصاف ربه + دا د ورکو منزل گوره 

ما وې اې د تول اميره + دا بې توله تله گوره

قاضي سترگې کړلې پټې + شونډې بندې مخ پرېشانه 

وې افسوس زما نه ورک دى + دا چې ته غواړې له ما نه 

زه خو زور يم د انسان + زه سرور د آدم نه یم

ما دي سپين او تور راغشتي + د مستۍ له گلستانه 

بس زما دغه قيصه ده + دغه تول زما اميد دى 

دا تلل مې فلسفه ده 

خو کله چې شاعر په همدې تمثيل کې قاضي ته ورځي او د خپلو خوبونو يعنې خيالونو او تصورونو سر او تال او اهنگ د قاضي مخې ته ږدي، نو کوچنی لال اوچتوي. لال چي د نيکمرغۍ سمبول دی او په اساطيري کيسو کي د ښامار په خوله کې وي، چې قهرمان کله د ښامار په مرگ بری مومي؛ نو لال يا د رازونو کيلي د هغه لاس ته ورځي (د سخت کړاو گاللو او مبارزو نه نيکمرغي ته رسېدل کېداى شي تعبير شي). قاضي ته همدا لال سوغات ورکوي. د جانان په نامه، دلته د شاعر جانان مالوم دى. هغه مطلق ايديال دى. قاضي د عدالت او برابرۍ سمبول او همدارنگه د عقل او هوش رمز هم دى؛ خو ملا د شهوت او خشونت او ثروت کرکتر دى.

شاعر د قاضي تظاهر هم په خپل کلام کې انځوروي. قاضي چې د قضاوت خوله (خولۍ) پر سر ږدي، د قضاوت توپه د مېز پر سر ږدي او په بل لاس حصار چې په محکمه کي يې کاروي، رااخلي. شاعر يي څاري، له ځانه سره وايي: «يو خوا دى يو خوا مي تال وو + يو خوا شور او کمزوري وې» چې دلته کمزوري د انسان کمزوري مطلب دى چې ژر د خپل حرص او طمع ته تسليمېږي. خپلو خواهشاتو او نفسانياتو ته غاړه ږدي. يعنې قاضي بل خوا ژمي او کمال، ژمي سوړ وي، عقل هم سوړ وي دا ځکه چې احساسات لکه اور خو عقل سوړ. قاضي د عقل او دليل سمبول دى. قاضي خيال او تخيل نه لري، ځکه خو له سر او تال نه هم بې برخې او ناخبره دى. متکلم يا شاعر د «انصاف رب» مخاطب کوي، د ورکو منزل چې پيدا کولی يې نه شي. د تول امير (خداى ) ته وايي چې دا بې توله تله گوره. په همدي لړ کي قاضي سترگې پټوي، شونډې بندوي، مخ يې پرېشانه برېښي. قاضي ځواب ورکوي، وايي چې افسوس کوم چې له ما ورک دى. کوم څه چې ته غواړي، زه يې نه شم تشريح کولی او دا هم وايي، زه د انسان زور يم، يعنې ځواک لرم.

قاضي هم د ظواهرو کيسه رااخلي، سپين او تور رااخلي، تول او وزن کول يې هيله او تلل يې فلسفه بولي. 

۲

فلسفي د ملک ولاړ و + و چاپيره يې عالم 

د خود سپين مشال په لاس + جدا کول يې زيات و کم 

فکر تېز نظر باريک + دليلونه يې کلک ميخونه 

د منطق په پاټکو پاټکو + و روان په بره سم 

ما وې اې د هوش او عقل + د رڼا بله مشاله 

يو بې خوده لېونى دى + هر يو ساز يې دى ماتم 

ستا د پوهي د درياب نه + يوظ قطره د رڼا غواړي 

څه سوب د خندا غواړي + څه مطلب غواړي د غم 

فلسفي کړي سترگې پورته + خوله موسکۍ سترگې روښانه 

خړې خړې د غم لړې + پکښې راغلې ناگهانه 

وى اې زما غمگينه زويه! + خيشت وجود لري نه سيوری 

د ده نور به هله گورې + چې په پټو سترگو گورې 

علم سپين روښان مشال دى + خو پرې نه شي ليدى ستوري 

د نور سترگې دي په زړه که + د نورونو دونيا گورې 

سمندر د خيشت څوک گير کړي + د منطق په کوزڼي کې 

د غم باد دى چا نيولی + تول د تلې او دړۍ کې 

دى د خود په ميخانه کې + ستا د څښلو شراب نشته 

چې د مينې ساز پرې واورې + دلته هغه رباب نشته 

ستا نظر جدا نظر دى + ستا جهان جدا جهان دى 

تا کې وينه د مجنون ده + ستا نصيب کې بيابان 

ستا مستي وهي ټالونه + په خندا د بوډۍ ټال کې 

د هلال په نرې خط کې + ويي شونډي د جانان 

ليونيه! ليونيه!+ دا ټول عقل زما واخله 

خو بدل کې ر اله راکړه + يو قطره د خپل ارمان 

ستا د اوښکو نه قربان شم + ستا دردونو ته پسخېږم 

چې په دواړو کې خمار دى + د خوبونو د جانان 

تا چې مخ د دونيا واړو+ دونيا چغې کړې پاگل دى 

تا تاوان کې گټه وکړه + موږ په گټه کې تاوان 

چې ژوندون د خېشت تالا شي + غم تش غم شي د دلبر 

څومره مست يې هر قدم شي + هر نظر څومره روښان 

راوړه راوړه زړه دې راوړه + چې يې زه په زړگي ښکل کړم 

هر ارمان يې خماري دی + مسته يې هره وسوسه ده 

راکه راکه چې ژوندى شم + وې د مرگه ويره مرگ دى 

ژوند ارمان دى او جانان دى + که اميد که تلوسه ده 

وايه وايه څومره مسته + د دلبر د شان قصه ده 

د جنون او جانان دا + څه عجبه فلسفه ده 

۳

ما خپل زړه لاس کي راغونډ کړ + تورې شپي او غم له يوړه 

د ماښام تياره کې ورک که + د سبا شبنم له يوړه 

اوس يو زه يم يو ارمان دى +د جانان د شان قصه ده 

وړوکې گل او لوى خزان دى + يو اميد يو تلوسه ده 

ما مرگي ته شروع کړې +د ژوندون د خېشت قيصه ده 

د جنون او د جانان دا+ څه عجبه فلسفه ده. 

په درېيمه برخه کې فلسفي د ملک ولاړ وي، هغه لکه سقراط چې په ښار کې به گرځېده او خلکو ته به يې لاري ښودلي. دا فلسفي هغه «زړبيلگې» يا ارکيتايپ ته ورته دی چې کله ورته «حکيم دانا» هم وايي او کله يې «خضر» هم بولي او په ځينو مواردو کې هغه ارکيتايپي لارښود دى، چې د بشريت په وجود کې ځاى لري. د پير دانا توضيح د يونگ د عقايدو او څېړنو له مخې په بشريت او د هغه په ټولنيز ناخبري شعور کې داسې يو څه يو ځواک شته چې د يو زاړه حکيم او لارښود په توگه د ستونزو او کړاوونو سره د مخامخ کېدو په حالت کې انسان ته لار ورښې. زياتره ستر صوفيان د اشراق په حالت کي د حضرت خضر په څېر له يوه لارښود سره مخامخ کېږي او هغه ورته لارښوونه کوي. دلته هم دا فلسفي د شاعر يا هغه ټوليزې او جمعي تجربي دي، چې د هغه په تحت الشعور کي پرتې دي او د يو فلسفي په وجود کې ورته راښکاره کېږي او هغه ته د ښو او بدو لار ورښیي. شاعر يا متکلم يا لومړي کرکتر چې دلته د شعور او خبرتيا استازی دی، وسواس لري، پوښتنې کوي، اندېښنې لري؛ خو فلسفي يې ځواب ورکوي.

فلسفي وايي، ښايست نه وجود لري او نه سيوري او د حکيم دانا په قول ښايست هغه مهال ليدلی شي چې ته سترگې پټې کړې. د سترگو په پټولو هغه يوه بله دونيا گوري، هغه دونيا چې په روښنايي او رڼا کې نه ستوري ليدي شي او نه سپوږمۍ، دلته جهان او دونيا توپير کوي.

خوشحال وايي:

عارفان د سر په سترگو گوتې کېږدي

 د خپل زړه په سترگو گوري تماشا کا 

کله چې شاعر له درېیو واړو بې نوا راستنېږي، نو ځان ته مراجعه کوي. په ځان او خپل تن او وجود کې يو معرفت او خبرتيا ته رسيږي. دا خبرتيا يوه د شخصي تجربې لاره ده، خپل وجود کشفوي او په خپل تن او وجود کي رڼا و روښنايي گوري. په عرفاني دونيا کې همدا پوهاوی تر لسه کېږي. خوشحال بابا چې عارف نه دي؛ خو د عرفان يو څرک په دې يو بيت کې څرگندوي. نو د دې لوى تمثيلي نظم په پايله کې شاعر خپل معرفت او پوهاوی په څو ټکو کې جوتوي، هغه د وجدي اصالت د پيروانو په څېر او د عارفانو د اشراقي حالت په څېر شارر د خپل ارمان او ځان سره ځان مومي، ژوند يوازې يو هيله او تلوسه ويني او په عجيبه فلسفه يې سر خلاصېږي.

اوس يو زه يم يو ارمان دى + د جانان د شان قصه ده 

وړوکې گل او لوى خزان دى + يو اميد يو تلوسه ده 

ما مرگي ته شروع کړې + د ژوندون د خېشت قيصه ده 

د جنون او د جانان دا + څه عجبه فلسفه ده.  

پاى

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب