یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+پښتو عرَوضو  (وزن پوهنې) ته کتنه

پښتو عرَوضو  (وزن پوهنې) ته کتنه

لیکوال: نورکمال ارشاد
 د عروضو پۀ اړه پښتو لومړنی غوره کتاب چې ما لوستی، هغه د استاد دروېش دُراني صیب دی.
د دۀ د لیکنې ځانګړې بڼې او خوندور مېتود تر څنګ دا لومړی ځل و چې پښتو شاعري یې لۀ عربي بحرونو ژغورلې، ځانګړې لاره یې ور ته برابره کړې، او د پښتو خپل بحرونه یې پیدا کړي دي.
اوزان او بحرونه هم د هرې ژبې د ګرامر غوندې خپله پۀ ژبه کې موجود دي، یو څوک تکلیف کاږي او لۀ ژبې یې راباسي، بېرته یې پۀ ژبه تطبیقوي، دا لوی کار دی.
لکه څۀ ډول چې خلیل بن احمد فراهیدي د عربي ژبې لۀ شپاړسو پنځلس  بحرونه را ایستلي دي، او پاتې یو بحر یې متدارک ابوالحسن اخفش زیات کړی دی، دا بحرونه لۀ عربي ژبې را وتلې او د عربي ژبې لۀ مزاج سره برابر دي، ځکه خو بېرته پۀ اسانه پۀ عربي شعر تطبیقېږي.
پۀ دې اړه ډېر محترم مشر استاد پوهاند مجاور احمد زیار هم هڅه کړې او یو پنډ کتاب یې پرې لیکلی، خو
د دروېش غوندې چا داسې مشخصه هڅه نۀ وه کړې، که  کوله یې هم، نو لکه د ارواښاد سمندرخان سمندر غوندې بل ته پۀ تمه وو، که بل چا دا کار نۀ کولی، نو بیا یې د عربي اوزانو پلوي پیلوله او هڅه یې کوله چې شاعري پۀ عربي عروضو ور سیخه کړي، دا لکه پۀ سمندر کې چې کښتۍ د اوبو مخالف لوري ته یون کوي، سخته څۀ چې ناممکنه وه.
د پښتو ژبې ګرامرونه د پوهانو پۀ وینا پۀ درېیو مرحلو او مېتودونو لیکل شوي دي، اول مېتود ګرامرونه هغه وخت ولیکل شول، کله چې پښتانو ژبپوهانو د عربي ژبې ګرامرونه ولیدل، دا چې هغه وخت د عربي ژبې صرف او نحو پۀ عادي ډول پۀ جوماتونو کې تدریسېده، پر پښتو او پښتنو عالمانو یې بشپړ اغېز درلود، زموږ ګرامر پوهان را پاڅېدل، کټ، مټ یې د عربي ژبې پۀ تقلید ګرامرونه ولیکل، دویم مېتود هغه وخت عملي شو، کله چې ژبپوهانو غرب او غربي علوم ولوستل، نو د غربي ژبو پۀ تقلید یې پښتو ته ګرامرونه ولیکل، درېیم مېتود د ژبپوهنې پۀ برخه کې لۀ نویو څېړنو سره یو ځای را منځنه کېږي، د ژبپوهنې پۀ ساحه کې نویو څېړنو ویل چې هره ژبه بېله قاعده او جوړښت لري، چې هېڅکله پرې د بلې ژبې جوړښت او قاعده نۀشي تحمیلېدای، دلته وه چې ژبپوهانو د عصر سره سم پښتو ژبه دقیقه مطالعه کړه، بالاخره یې خپل ګرامر ترې را وویست چې د دې  ژبې لۀ مزاج سره یې سمون درلود او بېرته یې پۀ اسانۍ پۀ همدې ژبه تطبیق کړ، د ژبې عروض هم همداسې در واخلئ، زموږ پوهانو هڅه کوله چې پۀ شنۀ زور د نورو ژبو، پۀ ځانګړي توګه د عربي ژبې عروض پر پښتو تطبیق کړي،  خو دې ته یې پام نۀ کاوۀ چې عربي د حامي او سامي ژبو لۀ کورنۍ څخه ده او پښتو د اریایي پښت لۀ ژبو، همدا ډول د عربي ژبې پۀ عروضو کې کېمیت یا څومره والی مهم دی، او پښتو وزن کې کیفیت یا څرنګوالی اړین دی، د دوی د هڅې پۀ پایله کې که ژبه خرابېده، بې خونده کېده او کیفیت یې لۀ لاسه ور کاوۀ، دوی ته دا کومه خبره نۀوه، ولې جوړښت باید خراب نۀشي، لکه یو څوک چې خولۍ اخلي، خو خولۍ یې لۀ سر څخه کوچنۍ وي، دی چاړۀ را اخلي خپل سر تراشي، تر څو لۀ خولۍ سره جوړ را شي، خو دا هڅه نۀکوي چې باید د خپل سر برابره خولۍ پیدا کړي.
ابراهیم همکار هم د عروضو یو کتاب  (وزن پوهنه) لیکلی، ما چې یې پیل ولوست، هماغه د وزن تعریف، څپې، خجونه او نور یې را اخیستي، تر څنګ یې فکر کوم د پښتو الفباوو اړوند هم څۀ خبرې کړې دي، وروسته نو پر (سبب، وتد او فاصله) ور روان شوی او عربي اوزان یې را ژباړلي دي، زۀ نۀ وایم چې ارزښت نۀ لري، خو دا کار پخوا هم شوی و، اوس باید د پښتو شاعرۍ لپاره داسې لاره پیدا شوې وای چې د پښتو پر نازک طبعیت جوړه وای او دې خوږې ژبې یې زغم لرلی.
لۀ هغه وروسته د خوست شیخ زاید پوهنتون، ژبو ادبیاتو پوهنځي، پښتو څانګې استاد ظاهرشاه زهیر صیب چې د ادبیاتو پوهنځي، لسانس دور، څلورم سمستر کې یې موږ ته وزن پوهنه تدریسوله، دې برخه کې پۀ زړۀ پورې کار کړی، تر څنګ یې څۀ چې لۀ دروېش پاتې شوي، یا نیمګړي ښکاره شوي، ور اضافه کړي؛ چې اوس هم پۀ دې برخه کې پۀ څېړنو بوخت دی او ژر به د  (میچاڼي) پۀ نوم کتاب چاپ کړي.
پښتو عروض یا وزن پوهنه  یو خوندور باب او بحث دی چې پۀ لوستلو سره یې موږ د خپلې خوږې ژبې پر شاعرۍ برلاسي تر لاسه کوو، د پښتو خپل بحرونه او رکنونه پېژنو او پۀ ټوله کې مو شعر او شاعري ور سره غوړېږي، کره کتونکو ته کار اسانوي او د ژبې او ادب لۀ غوړېدا سره ډېره مرسته کوي.
که څۀ هم څۀ ناڅۀ نیمګړتیاوې لا هم شته، ځکه پښتو داسې یوه سرشاره ژبه ده چې پۀ اسانۍ قالب ته اجازه نۀ ورکوي خو لۀ وخت سره او دې برخې ته لۀ پاملرنې سره ادبپوهان مناسب کار کولی شي او زۀ باوري یم چې ځوان ادبپوهان دې برخې ته متوجه دي او ستونزې به حل کړي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب