دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Homeخبرونهککړې هوا ۲ میلیونه پاکستانیان روغتونونو ته لېږلي

ککړې هوا ۲ میلیونه پاکستانیان روغتونونو ته لېږلي

تاند(دوشنبه، د عقرب ۲۸ مه) پاکستان رسنیو پرون (یکشنبې) د روغتیايي سرچینو پر اساس راپور ورکړ چې په تېره یوه میاشت کې د هوا د ککړتیا له امله لږ تر لږه ۱.۹ میلیونه کسان روغتونونو ته وړل شوي دي.

د پنجاب ایالت په مرکز لاهور ښار کې د هوا د ککړتیا اندازه د انسان د روغتیا لپاره تر زهرجنې کچې درې چنده لوړه شوې ده.

اوس مهال یوازې په لاهور ښار کې ۱۳۳ زره کسان د زهري لوګیو له امله د تنفسي ناروغیو په خاطر په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي.

 راپورونه څرګندوي چې له دې ډلې څخه ۵۵۷۷ کسان په اسما (سا تنګي) ناروغۍ اخته دي.

د روغتیايي سرچینو په وینا، یوازې په یوه ورځ کې د دې ښار تر ۷۵ زره اوسېدونکي د تنفسي ستونزو له امله روغتیايي مرکزونو ته مراجعه کوي.

 دا سرچینې وايي چې د دې سختې ککړتیا په پایله کې د زړه حملې او د زړه ناروغۍ په بې‌ساري ډول زیاتې شوې دي.

راپورونه څرګندوي چې په تېره یوه میاشت کې په لاهور کې روغتیايي ادارو د زړه د ناروغۍ ۵۴۵۵ پېښې او د زړه د حملو ۴۹۱ پېښې ثبت کړې دي.

یوازې په تېره اوونۍ کې ۴۴۴۰۴۵ کسان د هوا د ککړتیا له امله د ناروغیو په خاطر روغتیايي مرکزونو ته ورغلي دي.

د پاکستان حکومت مخکې له دې د دې ایالت د هوا د ککړتیا د زیاتوالي په وړاندې بېړني ګامونه پورته کړي دي. ځینې ښوونځي تړل شوي او د ماسک کارول جبري شوي دي.

سره له دې چې حکومت بېړني او مخنیوونکي اقدامات کړي، د پنجاب ایالت د هوا کیفیت لا هم خطرناک بلل کېږي.

د لاهور د هوا کیفیت شاخص (AQI) په تېره یوه میاشت کې په پرله‌پسې توګه له خطرناکې کچې ۳۰۰ څخه پورته شوی او ډېر ځله تر ۱۰۰۰ پورې او ان تر دې هم زیات ثبت شوی دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب