دوشنبه, نوومبر 18, 2024
Home+خپل نبض څنګه کتلی شو؟

خپل نبض څنګه کتلی شو؟

چیري خپل نبض پیدا کولی شم؟

څنګه کولی شم خپل نبض وڅارم؟

عادي نبض څه ډول دی؟

که زما د زړه درزا ټیټه وي، څه باید وکړم؟

که زما د زړه درزا لوړه وي، څه باید وکړم؟

ایا د زړه د درزا یا سرعت په اړه کومه اندیښنه لرئ؟

نبض ستاسو د زړه درزا ده.  دا په یوه دقیقه کې د زړه د درزاوو شمېر دی.

په لاندې ویډیو کې، د زړه نرسه امیلي مک‌ګرات تاسو ته ښیي چې څنګه خپل نبض وڅارئ:

چیرته کولی شم خپل نبض پیدا کړم؟

د خپل نبض د پیدا کولو لپاره تر ټولو آسانه ځایونه:

په مړوند کې:

  • خپل یو لاس په داسې ډول اوږد کړئ چې د لاس رغوی مو ښکاري، او څنګل مو لږ غوندې تاو وي.
  • د بل لاس د لومړۍ او منځنۍ ګوتې سرونه د بل لاس د مړوند په دننه برخه کې، د غټې ګوتې په بیخ کې کېږدئ.
  • لږ فشار ورکړئ او خپل نبض حس کړئ. که هیڅ نه احساسوئ، لږ زور ورکړئ.

په غاړه کې (د کاروتید نبض):

  • د غاړې نبض د غاړې په دواړو خواوو کې تر ژامې لاندې موندلی شئ.
  • کښېنئ یا څملئ.
  • خپلې لومړۍ او منځنۍ ګوتې د غاړې خوا ته، تر ژامې لاندې او د تنفسي پایپې (تراکیه) څنګ ته کېږدئ.
  • نرم فشار ورکړئ ترڅو نبض احساس کړئ. که احساس نه شئ کولی، لږ فشار زیات کړئ.

څنګه کولی شم خپل نبض وڅارم؟

له دې مخکې چې خپل نبض وڅارئ، پنځه دقیقې کښېنئ یا څملئ ترڅو فعالیت ستاسو د نبض اندازه اغېزمنه نه کړي. د نبض تر څارلو مخکې سګرېټ مه څکوئ او کافین مه څښئ.

  • یو ځل چې مو نبض پیدا کړ، ۳۰ ثانیې یې حس کړئ. وګورئ چې دا عادي او منظم دی که نامنظم.
  • د زړه د درزا د دقیق شمېر د معلومولو لپاره:
    • په یوه دقیقه کې درزا وشمېرئ، یا
    • د ۳۰ ثانیو لپاره درزاوې وشمېرئ او دوه چنده یې کړئ.

د دقیقې اندازې لپاره، هره ورځ په یوه ټاکلې وخت کې خپل نبض وڅارئ.

عادي نبض څه ډول دی؟

د زړه عادي درزا باید منظمه او ثابته وي. وخت په وخت یوې درزا ته اندېښنه مه کوئ، خو که ډاډمن نه یاست، له خپل ډاکټر سره مشوره وکړئ.

  • د زړه د استراحت عادي درزا باید د ۶۰ او ۱۰۰ درزاوو په منځ کې وي.
  • نامنظم نبض ښايي د زړه د غیر نورمال ضربان (arrhythmia)  نښه وي، لکه ایټریل فیبریلیشن (AF)، چې په ۶۵ کلونو یا لوړ عمر لرونکو کسانو کې ډېره معمول ده.
  • ستاسو زړه درزا ممکن ټیټه وي که تاسو زیات ورزش کوئ یا د بیټا بلاکر درمل کاروئ.

که زما د زړه درزا ټیټه وي، څه باید وکړم؟

ځینې خلک د زړه ټیټه درزا (برادیکارډیا) لري چې له ۶۰ درزاوو څخه کمه وي. دا د لاندې خلکو لپاره کېدای شي عادي وي:

  • د ډېرو روغو او فعالو خلکو، لکه اتلانو لپاره
  • د خوب پر مهال
  • هغه کسان چې د بیټا بلاکر درمل اخلي.

په دې صورت کې ډاکټر ته لاړ شئ:

  • سر ګرځېدا لرئ، یا بې هوښه شوي یاست
  • ډېر ستړي یاست (فزیکي یا رواني)
  • سرګرځي احساس کوئ.

که زما د زړه درزا لوړه وي، څه باید وکړم؟

د ورزش پر مهال له ۱۰۰ درزاوو څخه زیاته د زړه درزا عادي ده، ځکه چې ستاسو بدن ته د زیات اکسیجن اړتیا وي.
د اوبو کمښت (ډیهایډریشن) یا ناروغتیا هم د زړه درزا زیاتولی شي.

که ستاسو د زړه درزا له هیڅ ښکاره دلیل پرته تېزه وي، یا تاسو په استراحت کې یاست، ډاکټر ته مراجعه وکړئ.

د زړه درزا یا ضربان په اړه اندیښنه لرئ؟

ولې باید د زړه درزا وڅارم؟

کله چې تاسو خپل نبض څارئ، کولی شئ وګورئ چې د زړه درزا منظمه ده که غیر منظمه. د زړه غیر منظمه درزا ممکن د زړه د بیلابیلو اختلالاتو له امله وي. تر ټولو عام یې ایټریال فیبریلیشن دی، چې د سکتې خطر لوړوي.

که تاسو ایټریال فیبریلیشن ولرئ، ستاسو په زړه کې د وینې د ټوټو (کلټونه) د جوړېدو احتمال ډېر دی. که یوه ټوټه له زړه څخه ووتله او دماغ ته ورسېده، نو د وینې جریان بندولی شي او د سکتې سبب کېږي. د وینې د نری کولو درمل (انټي کوګولانټس) د دې خطر په کمولو کې مرسته کوي.

تاسو کولی شئ له خپل ډاکټر څخه وغواړئ چې ستاسو د زړه درزا وګوري، یا دا خپله په کور کې وڅارئ. که کومې نوې نښې تجربه کوئ یا شک لرئ چې ستاسو نبض غیر منظم دی، نو خپل ډاکټر ته خبر ورکړئ.

کله باید له خپل ډاکټر سره خبرې وکړم؟

دې ته پام ضروري دی چې د زړه په درزا کې هر بدلون د جدي ستونزې نښه نه وي. خو که تاسو ولیدل چې ستاسو د زړه درزا په پرله‌پسې ډول چټکه، ورو، یا غیر منظمه ده (په ځانګړې توګه که تاسو د بې‌هوښۍ یا سر څرخۍ تجربه کوئ)، نو غوره ده چې له خپل ډاکټر سره خبرې وکړئ.

ستاسو ډاکټر به ستاسو د زړه درزا معاینه کړي او که اړتیا وه، نورې ازموینې به تنظیم کړي.

سرچینه: British Heart Foundation

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب