لیکنه: طالب منګل
له خوشحال بابا، رحمان بابا او حمید بابا نه نیولې تر معاصر دور پورې، شاعرانو هڅه کړې چې د کلمو په جوړښت کې داسې د غږونو همغږي پیدا کړي چې لوستونکی او اورېدونکی دواړه د احساس له ژورو سره وتړي.
که پخوانۍ شاعرۍ د تشریح پاڼې وګورو نو اوازیزه او تال ډېری وخت د وزن، قافیې او ردیف له لارې څرګندېده، خو په اوسنۍ شاعرۍ کې د دې مفکورې زاویه لږه بدله شوې ده. ځکه د نن شاعر یوازې د عروضو پر وزن بسنه نه کوي، بلکې د کلمو د تکرار، د غږونو د همغږۍ، د طبیعت د اوازونو او د داخلي اوازونو همغږي له لارې هم د شعر موسیقیت رامنځته کوي او دا د اوسنۍ شاعرۍ ځانګړنه ده.
دلته مفهوم دا دی چې تال د شعر هغه منظم حرکت او ضرب ته وایي چې د کلمو او هجاوو له ترتیب څخه جوړېږي. یعنې کله چې مصرعې په منظم ډول واورېدل شي او یو ډول ضرب او جریان په کې احساس شي، هغه ته تال وایي.
زما دا خبره به ځکه سمه وي چې تال عموما وزن٬ د کلمو منظم ترتیب او د ځینو الفاظو تکرار څخه جوړ وي.
مخکې له دې چې په بیتونو کې تال وڅیړو یو څه باید د اوازیزه په مفهم هم پوه شو٬ اوازیزه په اصل کې د شعر خوږ اواز دی چې د کلمو د غږونو، قافیې، ردیف او نرم تلفظ له امله رامنځته کېږي خو دا اوازیزه نغمې نه دي.
بلکې اوازیزه په شعر کې له قافیې او ردیف٬ د غږونو همغږي او موسیقي لرونکي الفاظو څخه پیدا کیږي.
که داسې یې تعریف کړو چې تال د شعر منظم حرکت دی او اوازیزه د شعر د اوازونو نغمه ده٬ بده به نه وي.
د کاروان صیب یو بیت دی:
غوږ غوږ ومه چې غلی غلی یار غږیده
په زړه کې مې نری نری سیتار غږیده
دا بیت چې د کاروان صیب له مشهورو بیتونو څخه دی او د مشهورتیا یو علت یې همدا کیدای شي چې دا بیت درې ډوله اوازیزه لري٬ ځکه دې بیت کې دوه خله غږیده کلمه راغلې٬ دا په لوستونکي کې د غږیدلو حس قوي کوي٬ دویم د( غ) تکرار دی٬ لکه( غوږ غوږ غلی غلی غږیده او غږیده)چې دا د غږونو همغږي جوړه وي او صوتي قوت ورکوي.
دریم مهم یې( نری نری سیتار) لفظونه دي چې دا تصویر بیاوړی کوي ځکه د عشق احساس د سیتار له نرمې نغمې سره تشبیه شوی دی. زه فکر کوم چې دا د شعر د اوازیزې تر ټولو ښکلی هنري ټکی دی.
مهمه نه ده چې په شعر کې دې تال او اوازیزه دومره پیاوړی وي چې عادي لوستونکی یې هم حس کړي بلکې مهمه دا ده چې شاعر یې حس کړي٬ ځکه د شاعر حس د عامو لوستونکو په توګه ډېر حساس وي او همدا حساسوالی شعر ته قوت ورکوي او لوستونکی نه پریږدي چې د شعر اصلي خوند څخه ناخبره شي.
دلته د محمداور خاورین په څو بیتونو کې اوازیزه او تال مفهم ګورو بیا نور بحث ته دوام ورکوو:
يوه ارزو مې زړه کې بيا سلګۍ سلګۍ غوندې ده
خو په لټون د ازادۍ او د مرغۍ غوندې ده
په دې بیت کې د( سلګۍ سلګۍ) لفظ تکرار انځور جوړه وي٬ خو دا تکرار داسې تال رامنځته کوي لکه پرله پسې چې ژړا یو منظم حرکت ولري ځکه یوه سلکۍ منظم حرکت نه جوړه وي.
بل بیت:
نڅا د خمار ويشي ته وا سترګو دې غلا کړي
د ډول له دمه دمدم د رباب له ترنګه ترنګه
زه فکر کوم په دې بیت کې د اوازیزه او تال تر ټولو ښکاره بېلګه ځکه شته چې( دمدم )د ډول د ضرب اواز څرګندوي او( ترنګه ترنګه) د رباب نرمه نغمه انځوروي٬ ځکه الفاظ غږیز جوړښت لري لکه یو مجلس چې روان وي.
دریم بیت:
ښکلا د سيند څپې څپې مستي کوي اخ واوا
زړګى مې د کمره غوندې ځګروي کوي اخ واوا
په دې بیت کې(څپې څپې) د اوبو حرکت او تسلسل انځوروي، او( اخ واوا ) د احساساتو اواز دی. زه فکر کوم چې دا دواړه کلمې د طبیعي اوازونو له لارې د شعر تال پیاوړی کوي.
څلورم بیت:
حيران او خړې سترګې راته ګوري سرابونه
چېنې لکه ژوندون د سيند غوغا مې ده په زړه کې
د خاورین صیب دا بیت مې ځکه انتخاب کړ چې دلته یو لفظ چې( غوغا ) ده ډېر ښه کاریدلی دی.
ځکه غوغا د سیند د شور اواز دی او شاعر خپل احساس د سیند له شور سره تشبیه کړی دی چې یو غږیز تصویر رامنځته کوي.
دا خبره په دې مهمه ده چې لوستونکی یوازې د شعر مانا نه لولي بلکې یو تال او اوازیزه هم تجربه کوي.
ما ددې لیکنې په پیل کې وویل چې په غزل کې قافیه او ردیف یو منظم تال جوړولی شي خو چې کله په قافیه کې( ل) او( ب) ردیف کې( ي) توری راشي نو تال نور هم ډېر منظم شي لکه د ښاغلي ممتاز ارکزي دا غزل:
اړولی دې په څه رنګه جنجال يم
چې په تلو دې نه خفه يم نه خوشحال يم
شرابي شرابي سترګو نه دې ځار خو
زه په بنګو نشه کېږم تيراه وال يم
ته څه ګرم ېې که دې هېڅ ځواب رانه کړو
زه په خپله د خپل ځان د پاره سوال يم
ته څرګند ښه ېې د سر په ټنډه وياله
زه ورک ښه يم چې د زړه په ټنډه ويال يم
ما ټول عمر لارې جوړې کړې ممتازه
اوس خبر شوم چې په لاره کښې دېوال يم
په دې غزل کې تال ډېر واضح دی ځکه د هر بیت په پای کې( جنجال يم خوشحال يم تيراه وال يم سوال يم ويال يم او دېوال يم) راغلي دي.
که وګورو د غزل په پیل کې( حال) اواز چې دوه خله راغلی دی په دواړو مصرو کې د موسیقۍ تسلسل ساتي.
په دې غزل کې ردیف (يم) چې منظم تال جوړوي٬ تکرار (شرابي شرابي، ټنډه ټنډه) او قافیې ټول غزل په تال پاشلی دی.
تال یوازې کلمې هم نه دي بلکې تال د احساس له لارې هم په شعر کې راوړل کیدلای شي لکه د ښاغلي فیصل فران دا بیتونه که څه هم دا شعر یو اوږد او ښکلی شعر دی خو دلته یې درې بیتونه انتخاب کوو:
چې له ځانه بهر نه وم
وم به څه رنګې خوشاله ؟
فرق څه کوي پوه نه يم
پېښور او ګوجرانواله
ستا بګړۍ هم پاتې نه شوه
احمدشاه بابا ابداله
په پورته بیتونو کې تال د ورته پای اوازونو له لارې جوړ شوی دی لکه (خوشـــاله ګوجرانوالـــه ابدالـــه او پاتالـــه) په دې ټولو کې( اله ) تکرار د شعرضرب ساتي. کله چې بیتونه پرله پسې ولوستل شي، یو منظم اهنګ رامنځته کېږي. همدا د شعر تال دی.
اوس نو دا خبره ډېره واضحه شوه چې اوازیزه د هغو غږیزو ښکلاوو نوم دی چې د کلمو د تکرار، ورته اوازونو او نرم تلفظ له لارې پیدا کېږي نو په دې بیتونو کې لومړی بیت( وم وم) راغلی چې دا نرم احساس پیدا کوي دویم بیت کې د( پ ګ ر )اوازونه د غږ یو نرم تسلسل جوړولای شي او دریم بیت کې( ب ) توری د اواز شکلی تاثیر لري.
د ښاغلي رحمت شاه سایل شاعري هم د اوازیزه او تال ځانګړنې ډېرې لري لکه لاندې درې بیتونه:
لکه شبنم مې لږ د خپل مخ په ګلاب پرېږده
ما ډوبېدو ته د رنګونو په دریاب پرېږده
وخته په سر مې د رقیب په شان مه ودرېږه
لږ مې د یار سره په سوال او په جواب پرېږده
د محبت ځواني مې چل د ستومانۍ زده کوي
لږې دې زلفې په مخ نورې پېچ او تاب پرېږده
که پورته بیتونه وګورو نو په دې بیتونو کې اوازیزه او تال ډېر ښکلی او نرم موسیقیت جوړ کړی دی ځکه دا اوازیزه د ردیف، قافیې او د کلمو د غږونو له توازن څخه پیدا شوې ده.
په دې بیتونو کې تال د شعر وزن او ضرب دی او دا چې په هر بیت په قافیه او ردیف کې( ب) او ( د ) شته دا د شعر ثابت تال جوړوي ځکه هم ب او هم د توري ضرب ځانګړنې لري.
په لومړي بیت کې ګلاب دریاب قافیه او د ب نرم اواز د شعر خوږه اوازیزه جوړوي خو په دوهم بیت کې سوال او جواب یو غږیز توازن جوړوي چې د شعر داخلي اوازیزه پیاوړې کوي.
په دریم بیت کې پېچ او تاب د کلمو ښکلی ترکیب دی چې د زلفو حرکت ته یو اوازیزه رنګ ورکوي.
دا ډول اوازیزه او تال د کاروان صیب په سردونو کې هم ډېر واضح دی لکه لاندې یو بند:
یه زما لقمانه ستا د عشق بیمار یم
لرې دې له څانګو زړه چاودی انار یم
ته مې مینه مینه زه دې سندر مار یم
زه دې سندر مار یم تن تنا وطن
د کاروان صاحب په دې بیتونو کې یوه ښکلې اوازیزه او تال لیدل کېږي، چې شعر ته د سندرې رنګ ورکوي. د مصرعو په پای کې د( ار) یم تکرار (بیمار یم، انار یم، مار یم) د شعر منظم تال جوړوي او د لوستلو پر مهال یو ثابت اهنګ رامنځته کوي.
له بلې خوا که وګورو نو اوازیزه د کلمو د تکرار او غږیزې همغږۍ له لارې پیدا شوې ده . د (مینه مینه) تکرار د شعر موسیقي پیاوړې کوي او احساس ته خوږوالی ورکوي. همدارنګه د( تن تنا) اواز د موسیقۍ څرګند تقلید دی، چې داسې احساس ورکوي لکه د ساز یا ډول ضرب چې په شعر کې اورېدل کېږي.
نو په ټوله کې په دې بیتونو کې تال د قافیې له تکراره جوړ شوی او اوازیزه د کلمو د تکرار او موسیقي اوازونو له لارې څرګند شوی دی، ځکه نو دا شعر د لوستلو تر څنګ د سندرې لپاره هم ډېر مناسب ښکاري.د نورو شعرونو په برتله دلته خبره یو حه برعکس ده ځکه چې تال په قافیه کې دی نه به ردیف کې دا ځکه چې اوازیزه د قافیې په ځای په کلمو کې ده.
بل دا چې اوازیزه په اوږدو ردیفونو کې کمه وي خو تال په اوږدو ردیفونو کې چې شاعر یې همغږي وساتي ډېر ښه راتلالی شي لکه د مرجان اظهار دا بیتونه:
بیا زما لاس د مینې ګل غـواړي ما نه پریږدي
زړه رانه یو ښکلی په دې چل غواړي ما نه پریږدي
حسن مې د زړه په وینو وستایه اظهار مې کړ
ځکه خو د چم پېغلې غزل غواړي مانه پریږدي
په دې دو بیتونو کې تال ډېر څرګند دی ځکه د مصرعو په پای کې یو اوږد ردیف تکرار شوی دی لکه( غواړي ما نه پریږدي) دا د شعر اهنګ منظم ساتي. کله چې بیتونه ولوستل شي، د همدې اوږده ردیف له امله یو ثابت ضرب او جریان پیدا کېږي.
خو دا بیتونه مې ځکه د لیکنې د موضوع لپاره انتخاب کړل چې اوازیزه نیمه قافیه او نیم د ردیف له برخې جوړه شوې ده لکه( ګل غواړي چل غواړي) دلته د (غواړي) تکرار او د( ل) نرم غږونه (ګل، چل، غزل) د شعر غږیزه اوازیزه پیاوړې کوي. همدارنګه د( غ، ل) اوازونه یو ډول خوږ داخلي ساز جوړوي.
د شعر په لنډو ردیفونو کې هم همدا ځانګړنه شته خو یو څه فرق لري لکه د ښاغلي عبدالهادي هادي دا دوه بیتونه:
زلفې راخورې کړه لږ آرام کوم
بیا درسره هر رنګه ناکام کوم
نور نو له هادي نه یاره څه غواړې
ټولې خیلخانې ته دې سلام کوم
دا خبره د یادولو ده چې د اوږدو ردیفونو په ځای لنډ ردیف د شعر اهنګ منظم ساتي او د لوستلو پر مهال یو چټک او روان تال رامنځته کوي. ځکه چې ردیف لنډ دی، نو د شعر ضرب هم لنډ او تېز احساس کېږي خو که ردیف اوږد وي بیا تال زر نه احساسیږي٬ دا خانګړنې د کاروان صیب٬ سالک صیب او سایل صیب په شعرونو کې ډېر دي خو د سعود صیب په شعرونو کې کمې لیدل کیږي خو سعود صیب د اوږدو ردیفونو د کارولو سره تل په خبل شعر کې تال ساتي.
خو هادي صیب په دې بیت کې تال د ردیف له لارې څرګند شوی خو اوازیزه بیا د قافیې له لارې ښودل شوې ده.
لکه د( ارام ناکام او سلام ) په قافیه کې د( ام) غږ تکرار د شعر داخلي اوازیزه پیاوړې کوي. همدارنګه د( م) نرم غږ د مصرعو په پای کې د شعر خوږوالی زیاتوي.
له دې یوه خبره څرګنده شوه چې تال ډېر وخت په ردیف کې خپل ځان څرګندوي او اوازیزه بیا په قافیه کې او ځینې وخت په اوږدو ردیفونو کې د قافیې او ردیف تر منځ وي? خو داسې شعرونه هم شته چې تال او اوازیزه نه لري خو مانا او احساس لري چې به نورو بحثونو کې به برې کړم.
نو په واضحه توګه ویلی شو چې په اوسنۍ پښتو شاعرۍ کې اوازیزه او تال د شعر د موسیقیت دوه مهم بنسټونه دي. کلاسیکو شاعرانو د شعر موسیقي تر ډېره د وزن، قافیې او ردیف له لارې رامنځته کوله، خو معاصر شاعرانو د دې هنري تخنیک زاویه نوره هم پراخه کړې ده. د نن ورځې شاعر نه یوازې د عروضو پر وزن بسنه کوي، بلکې د کلمو د تکرار، د غږونو د همغږۍ، د طبیعي اوازونو، او داخلي موسیقۍ له لارې هم شعر ته نوی اهنګ ورکوي.
ددې بحث یوه بله پایله دا شوه چې تال د شعر هغه منظم حرکت او ضرب دی چې د کلمو او هجاوو له ترتیب، د قافیې او ردیف له تکرار او د مصرعو له جریان څخه پیدا کېږي. برعکس، اوازیزه د شعر هغه خوږ غږ دی چې د کلمو د غږیز جوړښت، ورته اوازونو، نرم تلفظ او غږیز تکرار له لارې رامنځته کېږي. په بل عبارت تال د شعر حرکت او جریان دی، او اوازیزه د شعر غږیزه نغمه او موسیقي ده.
په دې لیکنه کې د بیتونو له بېلګو څخه څرګندیږي چې کله کله تال د ردیف له تکرار څخه پیاوړی کېږي، لکه په هغو غزلونو کې چې اوږد یا لنډ ردیف لري، او کله بیا اوازیزه د قافیې، د غږونو د تکرار او داخلي موسیقۍ له لارې رامنځته کېږي. ځینې وخت دا دواړه ځانګړنې یو ځای راځي او شعر ته داسې هنري قوت ورکوي چې لوستونکی یوازې د مانا لوستلو ته نه، بلکې د شعر د اهنګ او غږ د احساس کولو ته هم هڅوي.
نو ویلی شو چې په اوسنۍ شاعرۍ کې اوازیزه او تال یوازې د عروضو تخنیکي موضوع نه ده، بلکې یو هنري احساس او تخلیقي مهارت هم دی. شاعر د همدې غږیزو امکاناتو له لارې کولای شي چې شعر ته ژوند، حرکت او موسیقي ورکړي او لوستونکی د احساس له ژورو سره په یو تار وتړي.