ډېر وړوکی وم. هغه وخت به نيکه موږ ته د خپل سفر کیسې کولې. پاکستان ته په قاچاقي لارو تګ، کابل او نورو نږدې ولایتونو ته د پیاده سفر کیسې یې اوس هم زما په ذهني یاداښت کې پرتې دي.
دا خبرې تر سفرنامې پورې راياد شوې. تقریباً دې اتو کالو په عمر به وم، پلار مې زما څخه مشر ورور ښار ته ورسره بېولی و، زه چې خبر شوم نو په ګیله من انداز به مې پلار ته ویل: دا ځل به ما ضرور ښار ته درسره بیایې، ما نه دی لیدلی.
کله چې ښار ته په لومړي ځل راغلم، هلته د خلکو ګڼه ګوڼه، بې شمېره موټر، له درې منزله زیات بلډینګونه، د سړک ترڅنګ په پرتو ویالو کې د اشغالو او ککړو اوبو خوا ګرځوونکي بویونه او…. ډېر راته نوي او جالب وو او دې شېبو زما د ژوند په خوږو خاطرو کې ځای نیولی.
د سفر پر مهال د ليکوال له خوا د ياداښتونه اخیستلو ترڅنګ، د هغه ځای د جغرافيې، کلتور او عنعناتو په اړه لیکلي اثر ته يونليک یا سفرنامه وایي.
د يونليک یا سفرنامې د تخنیکي جوړښت په اړه مې اورېدلي او لوستلي وو، خو د کوم ليکوال سفرنامه مې تر اوسه نه وه لوستې او دا لومړی ځل شو چې د استاد زبیر شفيقي له “پر پخوانیو پلونو یو څو ګامه” يونليک څخه دا لړۍ را پيلوم.
له استاد الفت او استاد غضنفر وروسته چې کومه ځانګړې شيریني د بل ليکوال په نثر کې تر سترګو کېږي، هغه استاد زبیر شفيقي دی.
د نثر دا خواږه يې په دې يونليک کې هم موندلی شئ، استاد په دې يونليک کې که څه هم په حال کې قلم چلوي، خو ځای ځای یې چې په ذهن د ماضي کوم سيوری پروت دی، راسن يې د قلم تر څوکه لاندې کوي چې دې کار نه یوازې د استاد نثر ته ښکلا ورکړې، بلکې د دې يونليک او سفرنامې په رنګارنګۍ کې یې هم مهم نقش لوبولی دی.
په دې کتاب کې د استاد شفيقي هند او پاکستان ته د وروستي سفر ياداښتونه راټول شوي دي. دا سفر چې په 2013 کال کې د جنوبي اسیا د ازادو رسنیو ټولنې “سفما” په اتمه کلنۍ غونډه کې د ګډون په موخه دی، ډيلي ته او له هغه ځایه لاهور او بېرته کابل ته شوی، د هغه سفر ياداښتونه، د ډيلي د خلکو دین، کلتور او رسم و رواج، د لاهور او کابل د ښارونو، د جوړښت، رسمونو او دين ترمنځ پرتله ییز جاج او…. پکې خوندي دي.
په دې يونليک کې نه یوازې د استاد د سفر ياداښتونه؛ بلکې د لیکوال تجربې د نورو سیمو په اړه، د یوې سیمې او هېواد د جوړښتیز، فرهنګي، زده کړه ییز، ټولنیز، دیني، او…. پرتلنه او مقایسه له بل هېواد او سیمې سره، همداراز په حکومتي او سیاسي برخو انتقاد او نیوکې، ځای ځای پکې د طنز خواږه او… شامل دي.
دا کتاب ټول ټال 175 مخونه لري چې د 21 عنوانونه بېلابېلو او له حقایقو مالامال ياداښتونو او یوې سریزې سربېره پکې د ډیلي او لاهور په غونډو کې د سفما له غړو سره څو یادګاري عکسونه هم شامل دي.
دا کتاب په 1392 کال بهیر خپرندويه ټولنې چاپ کړی دی.