شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهچین او روسیه: امریکا دې بیا په افغانستان او سیمه کې د...

چین او روسیه: امریکا دې بیا په افغانستان او سیمه کې د اډو لرلو هڅه نه کوي

تاند ( شنبه، د ثور ۲۹مه) چین ته د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین د سفر پر مهال، دواړو هېوادونو په یوه ګډه اعلامیه کې له امریکا غوښتي چې په افغانستان او سیمه کې دې بیا د اډو جوړولو هڅه نه کوي.

په دې اعلامیه کې ادعا شوې، چې په افغانستان او سیمه کې د امریکا او متحدینو شل کلن حضور یې ناکام و او نه باید دا تجربه بیا تکراره کړي.

دواړو هېوادونو له زیاتو جزیاتو پرته ویلي، چې دوی به له افغانستان سره په بېلابېلو څو اړخیزو پلاټفورمونو کې د تعاملاتو پياوړتیا ته دوام ورکړي.

معلومه نه ده، چې له دې څرګندونو د چین او روسیې مشخص هدف څه دی؟

څه موده مخکې د پاکستان د پارلمان یوه غړي ادعا کړې وه، چې د هېواد چارواکو یې بلوچستان کې ډیورنډ کرښې او ایران ته څېرمه امریکا ته پټې پوځي اډې ورکړي.

پاکستاني چارواکو دا خبره نه رد او نه تایید کړه.

له څه مودې راهیسې پاکستان ته د امریکا د پوځي مشرانو راشه – درشه زیاته شوې او دغه هېواد ویلي چې امریکا سره یې د ترهګرۍ ضدو مواردو او همکاریو په تړاو خبرې کړي.

په افغانستان کې د طالبانو د واکمن رژیم چارواکو څو ځله پاکستان تورن کړی، چې امریکایي ډرون الوتکو ته یې د افغانستان د فضا څارلو لاره ورکړې او په دې معامله یې لسګونه میلیونه ډالره اخیستي.

د طالبانو د رژیم ځینې منتقدان بیا د دوی رژیم تورنوي، چې د پردې تر شا او په ستراتیژیک لحاظ امریکا سره ژورې اړیکې لري او د همدغو اړیکو په تکیه هره اوونۍ لسګونه میلیونه ډالره ترلاسه کوي او خپلې واکمنۍ ته دوام ورکوي.

طالب چارواکو داسې ادعاوې بې اساسه ګڼلي دي.

4 COMMENTS

  1. زه زمری کاسی داسې فکر کؤم چه ګوندې اتمي جنګ مینځ ته کېږي یا غرب دې هرومرو سر کېږدي او د نړیوالي پاچايي فکر دې له سر څخه ؤباسي!

  2. سیاست هم عجیبه لوبه دئ، د تاریخ په هر موړ کې د خلکو د اذهانو د غولولو لپاره د سټیج نوې ډرامه لیکئ او د هغې ډرامه لپاره نوې اکټران د سټیج په سر ودروي. د دغې ډرامې تر ټولو غوره برخه دا دئ چې، قصه څوک لیکي، او نیراټیف یې د چآ په خوښه او ګټه څرخیږي. افغانانو تل د سونګ د تیلو رول لوبولي، او نه د ډرامې دی
    قصه په لیکلو کې او نه هم د نیرتیف په ټاکلو کې برخه ورکړل سوئ. نړیوال او سیمیز سیاستمداران تل هڅه کوئ تر څو په وروسته پاتې هیوادونو کې هغه خلک حمایه کړي چې، د ټولنې تر ټولو منفورترین خلک چې حرفوي قاتلان وي او د فسق ، خیانت، جاسوسۍاو فجوره سره پوره بلد وئ. خبره اوږده سوه، د پوټین خبره سره زه مخالفت ځکه کوم چې ، امریکا عملآ نظامي اډي لري او د دغو نظامي اډو مصارف هره اونۍ ٤٠ میلیونه ډالره ادا کوئ. دا متل مه هیروئ” هر کسیکه نان میته فرمان میته”. د ناټو د نوې ډرامې نوم هیبتې ځناور او د سټیج ادا کاران
    یې د پاکستاني مدرسو کې روزل سوي افراطي مفعولان دئ. د دغې ډرامې قیمت د اونۍ ٤٠ میلیونه ډالره دئ. تر دې ارزانه جنګي قاتلان ناټو نسئ پیدا کولئ.

  3. پاچا صیبه په څو کلیمو خو زه پوه نشوم: نرتیف، اکټران، ستيج، ډرامې، …، بلې خوانه پوتین به درته ووایي چه تر … مې جار چه یې ومنې او که نه! د نړۍ حالات له ولګې نه تر جنګونو او بربادي باندې چه له ۳۲۰۰ کلونو راهیسې غرب مینځ ته کړی تر د طبعیت او د هوا حالات او هغه خبره چه:«افریقا ولاړه» یعنې له مینځه ولاړ، موږ او پوه استادانو وویل چه اوس د آسیا خبره ده! کوم یو افغان پرته له عربو په ۲۰۰۱ کال کې لاس درلود؟ موږ په څه حال کې یو او وطن، ولې؟ هو روسیه او چین نور دې د خنزیرانو پښې غوڅوي که غرب نور آسیا ته په چپه سترګه وګوري! دا لاندې کتاب ووایه او ځان پوه کړه پاچا صیبه! ګلونه https://www.youtube.com/watch?v=hWk2fUeQXiQ

    • خیر پوتین به هیبتې ځناورو ته به اووایې چې د ما په … چې منئ یې او که نه؟ خو دا چې، ناټو ته دا خبره کولى سي او که نه دا خبره د بحث وړ دئ. په هر ډول د تا له خبرو داسې ښکاري چې، د روسانو غلامي د امریکا تر غلامي غوره ګڼئ؟ زه خو وایم چې، د غلامي دی ګر سره نوم او رنګ ورک سئ.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب