شنبه, جولای 27, 2024
Homeخبرونهپه غور کې سیلونو لږترلږه ۵۰ تنه مړه کړي

په غور کې سیلونو لږترلږه ۵۰ تنه مړه کړي

تاند (شنبه، د ثور ۲۹ مه) په غور کې طالب چارواکي وايي چې د شدید ورښت او سیل له کبله په دغه ولایت کې لږترلږه ۵۰ تنه مړه شوي دي.

د غور ولایت د اطلاعاتو او کلتور رييس مولوي عبدالحی زعیم نن رویټرز خبري اژانس ته وویل، په دې سیل کې، چې د جمعې د ورځې له سخت بارانه وروسته راغلی، نامعلوم شمېر کسان ژوبل شوي او ګڼې لارې بندې شوي دي.

په غور کې سیلونه وروسته له دې مرګ ژوبلې اړوي چې د تېرې اوونۍ د جمعې په ورځ (د اپریل ۱۰مه) په بغلان کې سیلونو ۳۱۵ تنه مړه او تر ۱۶۰۰ ډېر نور ټپیان کړل.

په بغلان کې تر ۲۶۰۰ ډېر کورونه ویجاړ او تر زرو ډېر څاروي تلف شول.

د چهارشنبې په ورځ د ملي اردو یوه څرخکه )هیلي کوپتر)، چې د سیل ځپلو د ژغورلو لپاره استول شوې وه، په غور کې ولوېده، یو تن پکې ووژل شو او ۱۲ نور ژوبل شول.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب