جمعه, نوومبر 22, 2024
Homeادبلنډه کیسهګل / اجمل پسرلی

ګل / اجمل پسرلی

د بس په منځ کې دریدلی وم، د ناستې ځای نه و. یوه نجلۍ مې مخې ته ولاړه وه، سور ګل یې په لاس کې و، هغه یې نازاوه او پر سر یې ورو ورو لاس تیراوه

په خندا مې ورته ومې ویل:

– ملګري دې دا ګل درکړی چې داسې یې ګرانوې

سر یې وخوځاوه، څه یې ونه ویل خو شونډې یې سره ویړې شوې. ما بهر وکتل د سرویس کړکۍ خولې شوې وې، باران وریده. نجلۍ راته وویل:

– دا ګل ملګري ته ورکوم خو هیله ترې لرم

– څرنګه؟

– ملګری مې له ما خپه شوی، زنګ مې ورته وهلی چې په (ډیفیسکا) کې ورسره ګورم. هغه ښایي ګومان کوي چې زه خدای پاماني ورسره کوم خو زه غواړم ګل ورکړم او پخلا یې کړم

– نو ګل ولې نازوې؟

– ګل ته وایم چې مرسته راسره وکړي

ما وخندل. نجلۍ وویل، ګوره که مې ملګري دغسې وخندل بس  ګل به  کار جوړ کړی وي

– ولې خپه شوی؟

– زه ملامته وم ورته ویلي مې و چې له پراګه تللې یم خو زه نه وم تللې ویې لیدم

– نو بیا به دې څه بهانه ورته کوله

– په هغه یو ځل درواغو پښیمانه یم ته مې بل ځل ته هڅوې

– نه زما مطلب دا و چې ستونزه مو هواره شي

پر ګل یې لاس تیر کړ، لکه په غوږ کې چې چا ته څه وایي ورو یې څه ورته وویل او له بسه ښکته شوه.

2 COMMENTS

  1. پسرلی صاحب؛ مننه! خوندور بیان مو کړی، مه خواریږي. زما په خیال په پرمخ تللیو ټولنو کې و ګړي په خپل مینځي مناسباتو کې مخا مخ پر خپلو ستونځو ورځي او که اړتیا وي، نو پرخپله تیروتنه اعتراف هم کوي او د نه تکرار لوز هم . خو ګومان کوم زموږه په ټولنه کې دستور بل ډول دی. اکثره وخت له ستونځو څخه د بهاني په کچ کې څنګ وهل کیږي،له بده مرغه ډیری وخت مقابل لوری، هم ځان غولوي سره له دې چي د بهاني په څرنګوالي پوهیږي، خو ظاهره داسي ښیې، توا پر بهانه کونکي یې باور وکړ او ګواکې مشکل حل سو، بې له دې چي دا ومني،چي د خولي او زړه خبره یې سره یوه نه ده! بده یې لا دا چي که بل څوک د ده د غولولو هځه کوي خو ملامتیا به نه مني او یا کومه بله موخه، نو دی پخپله ولي ځان غولوي او مقابل کس ته دزړه خبره نه کوي؟!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب