پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ د استانبول لیکوال او د نړۍ پېژندل شوې څېره، اورهان پاموک

 د استانبول لیکوال او د نړۍ پېژندل شوې څېره، اورهان پاموک

عزت الله شینواری 

« د کتاب ښه لوستونکی هغه څوک دی چې کله کتاب بند کړي او د خونې چت ته وګوري، او د انځورونو، جملو او پارګرافونو په اړه فکر وکړي کومو چې یې ذهن مشغول کړی دی. موږ دغو لوستونکو ته لیکو؛ هغوی چې د خیالونو پراخه نړۍ لري.» دا د یو لیکوال نظر و، د هغه خلکو په اړه چې خپله نړۍ له لوستونکو سره شریکه وي؛ د یوه مسلمان هیواد او په ۲۰۰۶ کې د ادبیاتو نوبل جایزې ګټوونکی لیکوال اورهان پاموک.

هغه خلک چې د خیالونو پراخه نړۍ لري، د دې لیکوال د ژوند لویه نړۍ به هم د دوی لپاره په زړه‌پورې وي، اورهان پاموک هغه څوک دی چې خپل ټول ژوند يې لیکلو ته ورکړ او لوستونکو ته يې دخیاليونو نړۍ جوړه کړه.

اورهان پاموک په نړۍ کې د استانبول لیکوال په نوم پېژندل کېږي. هغه له اوه کلنۍ تر دوه‌ویشت کلنۍ غوښتل چې رسام شي.

اوس په ذهن کې له یوې شتمنې او لویې کورنۍ څخه یو دوه‌ویشت کلن ځوان تصور کړئ، چې یوه ورځ خپلې کورنۍ ته اعلان کوي؛ نور نه غواړي چې رسام شي هوډ يې کړی چې ناول‌لیکونکی شي. د کورنۍ ټول غړي او خپلوان ورته وايي:« اورهانه؛ سړی په دوه‌ویشت کلنۍ کې ژوند نه پېژني، یو څه ستر شه، ژوند، انسانان او نړۍ وپېژنه، بیا به خپل ناول ولیکې!» اورهان پاموک وايي ښايي زما کورنۍ به هغه وخت دا ګومان کولو چې ښايي د اورهان دا ډول هوډ به هسې یو هوس وي چې د یوه کتاب پر لیکولو به آرام شي.

اورهان پاموک وايي په هغه وخت کې زما د دې ډول هوډ د کورنۍ دغړو عکس‌العملونو زما ژوند ډېر را تریخ کړ، خو اوس خپله کورنۍ په حقه ګڼي په هغه وخت کې د ترکيي په څېر یوه هیواد کې دا ډول هوډ نیول تېروتنه وه، ځکه لوستونکو ته لیکوالي د ژوند راتلونکي نه ښکاره کېده، ناول لیکل يې د ژوند د تجربې لېږد ګڼلو چې یو دوه‌ویشت کلن ځوان دا ډول کار نشي کولی!

خو دا ځوان په‌ خپل دې هوډ ثابت پاتې شو او تر دې دمه چې ۶۹ کلن دی، بلې هېڅ کومې دندې ته مخه نکړه حتی ژورنالیزم چې په هغې کې يې زده‌کړې هم کړي دي، فکر هم ونکړ! وروسته له دې چې د استانبول په پولی‌تخنیک پوهنتون کې یې انجینري په درېیم ټولګي کې پرېښوده او بیا يې ژورنالیزم پیل کړ، خو اورهان پاموک لیکوالي تر هغه ځایه مخته بوتله تر دې چې نړۍوال شهرت يې تر لاسه کړ، د نوبل جایزې ګټوونکی شو او کتابونه يې شپیتو ژبو ته وژباړل شو. خپله وايي د بل هر لیکوال په څېر يې دا خوښېدل چې نوبل جایزه وګټي خو دا فکر يې نه‌کوه چې په۵۴ کلنۍ کې به په دې بریالي کېږي چې نوبل جایزه به ګټي:« له ځان سره به مې داسې خیالونه کول چې ښايي په بوډاتوب کې هغه چې سیګرټ پرېښودي وي، بیا به د ادبیاتو نوبل جایزه وګټم، او په هغه وخت کې به یو سیګرټ بل کړم.» هغه تر دې دمه یواځینی ترک لیکوال دی چې د نوبل جایزه یې ګټلې ده.

پاموک وايي د نورو لیکوالانو پرخلاف لکه ولادیمیر ناباکوف چې وايي له هېڅ کوم بل لیکوال تر تاثیر لاندې نه دی، خو ما له نورو لیکوالانو لکه بورخس او کالوینو او نورو څخه ډېر څه زده‌کړي دي او دهغه له قوله هر څه وو چې خپل غږ کې يې پیدا کړی دی. 

د پاموک لومړی ناول « جودت بیک او د هغه زامن» په ۱۹۸۲ کې کله چې دېرش کلن و خپور شو چې د اورهان ولی او د کال غوره کتاب جایزې يې وګټلې. دا کتاب د یوې شتمنې او ګڼې کورنۍ کیسه د نیشانتاشي سیمه کې بیانوي، کتاب یو ډول د لیکوال خپل‌ژوند لیک کیسه ګڼل کېږي. پاموک مني چې د دې کتاب لیکلو کې د نولسمې پېړۍ لیکوالانو لکه توماس مان او تولستوی د آثارو تر تاثیر لاندې راغلی دی، خو دا تاثیر ورو، ورو د اورهان پاموک لپاره زده‌کړه وه چې پاموک غربي او نوي سبک په لورکشکوي؛ تر دې چې هغه ته پُسټ‌مډرن سبک لیکوال وايي.

«سپينه کلا» دا هغه ناول دی چې پاموک يې په آروپا کې مشهور کړ او دا و چې د کلمبیا پوهنتون ته د تدریس لپاره وبلل شو.  دا تاریخي ناول د یوه عثماني دانشمند دوستي له یوه غلام سره بیانوي. وروسته له دې چې يې « نوي ژوند» او « زما نوم سور دی» کتابونه ولیکل د پاموک شهرت نور هم زیات شو او د سیاسي ناول« واوره» ناول چې يې کله خپور کړ د ده شهرت يې په غرب کې نور هم زیات کړ، دا چې پاموک وايي دا به مې لومړی او  وروستی سیاسي ناول وي. د « واوره» کتاب د نیویارک ټایمز ورځپاڼې د لسو غوره کتابونو په لیست کې ځای ونیو.

بل کتاب چې د اورهان پاموک ځای يې نور هم په نړۍ کې پورته کړ او د لوستونکو له غوره هر کلي سره مخامخ شو هغه « استانبول، ښار او خاطرې» و چې د اورهان پاموک خپل‌ژوند لیک دی. ادبي نقادانو دا منلې ده چې دا کتاب د نړۍ د لیکوالانو یو له غوره خپل‌ژوند لیکونو څخه دی. دا و چې د پرمختګ پوړۍ د لیکوال مخې ته کېښودل شوې او وروسته له دې چې يې له آلمان څخه د سولې جایزه تر لاسه کړه، په ۲۰۰۶ کې يې نوم د ټایم مجلې د نړۍ سلو تاثیر لرونکو کسانو په لیست کې خپور شو. چې په هماغه کال په‌دې  هم بریالی شو چې د نوبل جایزه تر لاسه کړي. او د نړۍ له څو پوهنتونو یې افتخاري دوکتورا هم تر لاسه کړې.

د بې‌ګناهۍ موزیم، دا هغه موزیم دی چې دپاموک خیالي نړۍ څخه جوړ شوی دی. اورهان پاموک چې کله د نوبل جایزه ترلاسه کوله په هغه وخت کې د « ګناهی موزیم» پر لیکلو بوخت و چې د دې ناول لیکلو څلور کاله وخت ونیو. په ۲۰۰۸ کې دا ناول هم خپور شو او نه یواځې دا چې د نقادانو او لیکوال د مینوالو د پام وړ وګرځېد، بلکې دې ناول د اورهان پاموک کار په یوه لویه پروژه بدل کړ.

د « بې‌ګناهی موزیم» مینه ده؛ د کمال مینه له فسون سره. پاموک په دغه ناول کې یوه منع شوې مینه په شرقي فرهنګ، داستانبول شرقي فرهنګ د اروپا او آمریکا په مقابل کې ښايي. د دې ناول په وروستي فصل کې، د ناول اصلي کرکټر کمال تصمیم نیسي هر هغه څه چې له فسون او افسانوي مینې څخه په‌دې نهو کلونو کې په یاد پاتې دي، په خپل کور کې راټول کړي او هغه ځای په یوه موزیم بدل کړي چې نوم يې « د بې‌ګناهی موزیم» کېدي. اورهان پاموک د دې کتاب له لیکلو وروسته، د کمال او فسون د مینې په دغه خیالي نړۍ کې پاتې نشو او تصمیم يې ونیو چې دا خیالي نړۍ په واقعي شیانو بدله کړي او په‌دې اساس يې په استانبول کې د « بې‌ګناهی موزیم» جوړ کړ.

اورهان پاموک د دې کتاب له لیکلو وروسته شپږ ناولونو نور هم لیکلي دي چې تازه یې، « د سرو وېښتو لرونکې ښځه» او د « طاعون شپې» دي.

اوس غواړم د اورهان پاموک هغه پنځه آثارو تاسو ته در وپېژنم چې تاسو د پاموک نړۍ ته ننباسي.

  1. استانبول، ښار او خاطرې؛ د یوه ښار کیسه

استانبول، هغه ښار چې اورهان پاموک پکې زېږېدلی دی او دا هغه ښار دی چې پاموک د خپل استوګنځي لپاره تل ټاکلی دی، پاموک له یو څو کلونه پرته چې د کلمبیا پوهنتون کې یې د تدریس لپاره وخت تېر کړی، نور ټول عمر يې په استانبول کې ژوند تېر کړی دی او اوس هم په استانبول کې ژوند کوي« استانبول، ښار او خاطرې» يې خپل‌ژوندلیک دی چې په کتاب کې پخواني او کورني انځورونه دي چې لیکوال په کتاب کې د استانبول سره د خپلې مینې او هغه ریښې چې يې په دغه ښار کې غزولې دي غږېږي:

« وروسته له دې چې عثماني آمپراتوري و پاشل شوه، نړۍ تقریباً استانبول هېر کړ. هغه ښار چې زه پکې زېږېدلی وم، دومره یواځې، عاجز شوی او وېرېدلی دی چې په‌خپل دوه زره کلن تاریخ کې داسې نه وو» – د کتاب یوه برخه –

د دې کتاب په اړه د ګاردین ورځپاڼه داسې لیکلي دا یو درې وجهي شاهکار دی: د ښار جسم او ځان تشریح؛ د کورني سیاستونو راپور؛  د جنګ ډیپلوماسي او په ځوانۍ کې د لیکوال استعداد او پرمختګ پېژندل.

  1.  زه سور نومېږم

زه سور نومېږم؛ د مینې، وینې او رسامۍ کیسه: د دې کتاب له خپرېدو سره سم لیکوال د بریالیتوب لوړو څوکو ته ورسېد. زه سور نومېږم د مینې په اړه خبرې کوي خو په عین حال کې یوه جنايي کیسه هم کوي او په درېیم اړخ کې د نقاشۍ روایتونه وړاندې کوي، چې دا بیا د پاموک هغه پخوانۍ مینه ده، د دې کتاب پیښې هماغه د عثماني آمپراتورۍ اوج دی چې په ۱۶ او ۱۷ پېړۍ کې رامنځ کېږي.

د دې کتاب یوه غوره ځانګړنه د روایاتو سبک دی چې د څو روایتو له خوا نقل کېږي او د دې درېیو کیسو بیان په موازي ډول د هغوی له خولې کېږي. او بله ځانګړنه يې هماغه د زمان له آمله ده چې په حال زمان کې روایت کېږي. باید لوستونکي هغه ټوټه شوی حقیقت له هر ډول روایت‌کوونکو له خولې پیدا کړي او دروغ له حقیقت څخه جدا کړي.

  1. نوی ژوند، هغه کتاب چې هر څه ته يې بدلون ورکړ

«یوه ورځ مې یو کتاب ولوست او ټول ژوند يې را بدل کړ. کتاب دومره قوت درلود چې کله مې هماغه لومړي مخونه لوستل، ،  د بدون په ژورو کې مې داسې احساس کوه، کومې څوکۍ کې او میز ته چې ناست وم له هغه ځایه بلېږي او لرې ځي. خو بیا مې هم داسې احساس کوه لکه زما بدن چې له ما بیل شوی وي او لرې چېرته تللی وي. کتاب نه یواځې دا چې زما پر روح، بلکې له هر هغه څه چې جوړ شوی وم پر ټول يې تاثیر کېښوده.» د نوي ژوند ناول په‌دغو جملو پیلېدو لکه څرنګه چې له دغې مقدمې ښکاري، د کیسې د کرکټرونو برخلیک له یو کتاب سره تړي. د دې کتاب اصلي کرکټر یو ځوان دی، وروسته له دې چې کتاب لولي تصمیم نیسي چې د کتاب په مخونو کې د نوي ژوند په لټه کې شي. هغه خپل ژوند پرېږدي او د «جانان» په نوم یوې جینۍ پسې ځي چې لومړی ځل د جینۍ له خوا له کتاب سره يې پېژندلي وي. « نوی ژوند» د هغو کتابونو له ډلې څخه دی چې پاموک يې د پُسټ مډرن ناول‌لیکونکي په توګه معرفي کړ. د لومړي او دویم شخص د لیدلوري ټکر. د دې کتاب د روایت سبک بل ډول جوړوي.

په « نوی ژوند» چې د ترک نقادانو، نقدونو سره، سره د ترکیې په تاریخ کې د ژر پلورل شوو کتابونو په لیست کې دی. او وروسته له  دې چې خپور شو په یو کال کې ۱۶۴ زره ټوکه وپلورل شو.

  1. تور کتاب؛ له ځان سره جګړه

« تور کتاب» یوه پیچلې کیسه ده، چې د غالب په نوم د یوه وکیل د میرمنې ورکېدل او وروسته د هغې د پیدا کېدو پلټنه ده. غالب يه یو وخت کې د خپلې مېرمنې ورکېدل او د هغه د ورور نادرکه کېدو تر منځ یوه اړیکه احساسوي. تصمیم نیسي چې یو څه وخت د ورور پر ځای ژوند وکړي ښايي په‌دې ډول وکولای شي چې د خپل ورور او خپلې مېرمنې د پټېدو ځای پیدا کړي. پاموک دا ځل هم د استانبول په اړه وايي، او د غالب د ورور مقالې يې یوه بهانه کړې ده تر څو وکولای شي د ادبیاتو خزانې ته سر ورښکاره کړي او د مولانا په اړه یو څه ووايي.

خو د دې کتاب اصلي موضوع، هویت دی. غالب د مېرمنې په لټه کې دومره نه دی، بلکې زیات د خپل هویت په لټه کې  دی د خپل ورور کور ته ځي د هغه جامې آغوندي او د هغه پر ځای ژوند کوي. ورور يې هم داسې ښکاري لکه د یو بل هویت په لټه کې چې وي او نور هغه کرکټرونه چې دغې کیسې ته راننوځي، هر یو په نه یو ډول خپله واقعي څهره نه خوښوي.

  1. د طاعون شپې

« د طاعون شپې» د اورهان پاموک تاریخي، د مینې او مبارزې ناول دی چې تازه چاپ شوی دی، په‌دغه ناول کې پاموک د طاعون ناروغي او قرنطین تر بحث لاندې نیولی دی. پاموک ددې ناول لیکل په ۲۰۱۶ کې پیل کړل، او په ۲۰۲۱ کې يې پای ته ورساوه. کیسه د عثماني آمپراتورۍ د وروستي پاچا په وخت، او د همدغې آمپراتورۍ په یوه خیالي جزیره کې تېرېږي چې دا جزیره په طاعون اخته شوی ده. پاچا هڅه کوي په جزیره کې قرنطین رامنځ ته کړي تر څو وکولای شي ټولې آمپراتورۍ ته ددغې ناروغۍ د لېږد مخنیوی وکړي. پاکیزه سلطان چې د سلطان عبدالحمید وریره وه د خپل خاوند سره چې د قرنطین ډاکټر دی دواړه همدغې خیالي جزیرې ته لېږلي او له هغه ځایه د خلکو حالت د قرنطین محدودیتونو او د طاعون کیسه بیانوي، په ناول کې کله، کله داسې احساس کېږي لکه پاموک چې د راتلونکي وړاندوینه کړې وي: له بلې‌خوا مسلمانان دې ته چمتو نه دي چې جوماتونه بند کړي، او هر ډول محدودیتونه د اسلام او مسلمانانو پر وړاندې توطیه ګڼي.

د طاعون شپې د هغو خلکو دمینې او مبارزې کیسه ده، چې په جزیره کې د قرنطین رامنځ ته کېدو او د مرګ په وړاندې له یو بل څخه ساتنه کوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب