یکشنبه, مې 5, 2024
Homeخبرونهط د پاکستاني بمباریو د تلفاتو ارقام وښودل

ط د پاکستاني بمباریو د تلفاتو ارقام وښودل

تاند:( دوشنبه، د حمل ۲۹ مه) ‏‏‏‏‏‏‏د افغانستان پر مختلفو ولايتونو د پاکستان له هوايي بمبارۍ څخه څو ورځې وروسته د طالبانو یو شمېر چارواکو د دغو بمباریو د تلفاتو ارقام په ډاګه کړل.

په خوست کې د طالبانو د اطلاعاتو او فرهنګ رييس شبیر احمد عثماني د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې پر خوست د پاکستاني الوتکو د بمبارۍ له کبله ۴۱ تنه وژل شوي او ۲۲ نور ټپيان دي. مخکې په راپورونو کې د خوست د تلفاتو شمېر ۴۷ تنه ښودل شوی و.

هغه د دې بمبارۍ ډېر وژل شوي او ټپيان ښځې او ماشومان وبلل.

 د طالبانو د امر بالمعروف وزارت يوه چارواکي نجیب الله ببا په خوست کې د وژل شويو کسانو شمېر ۴۸ تنه ښودلی دی.

د هغه په وينا، په دې کسانو کې ۲۲ تنه يې يوازې د يوې کورنۍ غړي دي.

د جمشېد په نوم يوه قومي مشر هم منلې چې تر ۴۰ پورې وزیرستاني کډوال د پاکستاني بمبارۍ په نتیجه کې په خوست ولايت کې وژل شوي دي.

په کونړ کې د پاکستاني بمبارۍ په اړه تازه جزییات نه دي ورکړل شوي، خو مخکې ځايي خلکو هلته د يوې کورنۍ د ۵- ۶ غړو د وژل کيدو خبر ورکړی او ویلي وو چې په دغو کسانو کې څو ماشومان او ښځې شاملې دي.

د دې بمباریو خلاف د افغانستان په مختلفو سيمو او د پاکستان تر کنټرول لاندې ښارونو کې لاریونونه شوي.

نن په نيمروز کې پاکستاني ځواکونو پر افغان لاریون کوونکو هم ډزې کړي، چې د ۸ تنو د ټپي کیدو راپور یې تر لاسه شوی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب