مقدمه:
د دې کره کتنې په لوستلو سره به تاسو د یاد ناول په هره برخه وپوهیږئ.د ناولونو په قطار کې دا ناول هم یو له هغه ناولونو څخه دی، چې په ښکلو کلماتو، صحنو منظرکشیو، سمبال او پوښلی دی.
د دغه ناول لنډیز په دې ډول دی:
د پاتې شه باران اثر مرکزي «کرکټر» غزن نومیږي دا هغه کس دی چې له خپل وطن څخه بهر (پیښور) ته د زده کړو لپاره تللی په کاینات لیسه کې یې خپلو زده کړوته دوام ورکړی، ده له غرونو طبعي منظرو سره مینه لرله خو په دولسم ټولګي کې د څانګه په نوم یوه داسې ښکلې نجلۍ وه چې نور د ښایست پرې تمامه وه اوږدې زلفې، نرۍ ملا، سرې شرابي شونډې، بادامي سترګې، خنجري باڼه نور نو د ښایست حد پرې رسیدلی و! او کله کله به یې داسندره ویله:
داګرد چاپیر په غرونو راغله بارانونه یاره ښلۍ وریږي،
مځه دلته شپه وکړه پاتې شه باران دی
د دغې سندرې په اوریدو غزن رباپ ته اړ شوترڅورباپ زده کړي او دغره په لمن کې به یې په رباپ همداسندره غږوله څانګې ته یې لیک ولیکه د کاغذ ټټر یې ټول د مینې په کلماتو سمبال کړی و،د څانګې د کتابچې په مینځ کې یې کیښود له وېرې یې رنګ تغیر خوړلی و، دا لیک په صنف کې په لوړ آواز سره وویل شو، خو لیکونکی یې معلوم نه و،
څانګه وپوهیده چې دا لیک دچادی په څانګه باندې دا خبرې ښې تمامې نه شوې، بله ورځ غزن د جغرافېې په ساعت کې پر تخته د غره یوه ښایسته منظره رسم کړه له دغه منظرې څخه څانګې ډیر کیف وکړ تر مینڅ یې اړیکي نیږدې شوې.
د امتحانونو وخت راورسید دفزیک استاد وویل هر څوک که مشکل لري پوښتنه کولای شئ؟ ټولو صنف والو وویل په لومړیو صفحو کې مشکل نشته خو دپای څو تمرینو سخت دي. څانګې وویل زه په لومړیو صفحو کې مشکل لرم، غزن چالاکي وکړه زه هیڅ مشکل پکې نه لرم! استاد دواړه چمن ته وایستل تر څو د څانګې مشکل حل کړي ،د کتاب پاڼې یې اړه ولې خو ټوله کیسه د زړه روانه وه غزن زړه بایلوو، امتحانونه خلاص شول څانګه يي کورنۍ دکانکور ازموینې ته نه پریښودله! له پیښور څخه دکور په طرف راروانه شوه. غزن اوملګري زمرک یې امتحان ورکړ د ادبیاتوپوهنځۍ ته بریالي شول. خو کله به چې غزن سهار پوهنتون ته حرکت کاوه یو څه به ترې ورک ښکاریدل! څانګې ته یې دزرینې په نوم لیک ولیږه،خوهیڅ ځواب رانه غئ، څه وخت ورسته غزن رواني شو !
ملګري یې ډاکتر ته بوتله، ډاکتر یې له ملګري څخه پوښتنې وکولې
ورسته یې ورته وویل تفریح ته اړتیا لري دی او ملګری یې دننګرهار په طرف راروان شول، دلارو په اوږدو کې یې دغرنیو غرونو منځرې وکولې په ننګرهار کې دیوې لرې ولسوالۍ په کلي کې د شین ګل په نامه له یوه ځوان سره مخ شول ښه راغلاست یې ورته وویل او دشپې د ډوډۍ لپاره ورسره لاړل زمرک کیسیې کولې د نجلۍ نوم یې ورته واخیست او ورته ویې ویل دا زموږ سره په مکتب کې وه، شین ګل ورته وویل ښه! دا زما د ترور لور ده څو ورځې مخکې یې پلار د پیسو په زور یوه بو ډا ته په نکاح ورکړه ! په دې خبرې سره غزن ته دهغې سندره یاد شوه په ځان نه و پوه شوی، کله چې په هوش راغئ په پیښور کې یې طبیبان په سر ولاړو.
د دغه ناول دلید زاویه:
بیلګه: داسې ورځ به کمه راتله ،چې زه دې ټولګي ته راشم او د هغې سندره دې وانه ورم.هغې به هره ورځ سندره ویله،په پیل کې خوبه دهغې په شونډو موزون کلمات زما عامه سندره وه،خو د وخت په تیریدو د هغې سندرې زما لپاره یو نوی خوند پیدا کړ. زما احساسات به يې داسې په لړزه راوستل لکه د غره ویاله، چې په خپله نرمه اوغلې سندره د خپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي. زموږ ټولګی عجیبه و، بس چې د ښوونکي سترګې به پناه شوې، هر څه به بدل، بدل شو په یو کنج کې به یې داسې شورماشور و لکه د مني په ماښام کې چې چڼچڼې د ځنګله په ونو کې چڼيدل، د خپل ژوند یوازینی مقصد ګڼي، خو په بل کنج کې به د څانګې غلې سندرې سړي ته د څیړیو په پاڼو کې د نرمې هوا له نڅا پیدا کیدونکې نغمه یادوله. دا ناول د لومړي شخص (متکلم) د لیدزاویه لري.
په دغه ناول کې دپلاټ برځه
په دغه ناول کې د کیسې هنریت، منظم او پیچلې پلاټ ځای په ځای شوی دی.
۱: د کیسې هنریت: کله به چې څانګې راوکتل، مرمرین وجود به یې لکه د یوې خیالۍ ښاپرۍ په څیر د سیند په څپو کې غزونې کولې.
۲:منظم والی: د غرونو منظرې، رباب زده کړه، د رسم هنر، او ټپۍ ویل، د خوشال دا بیتونه به یې تکرارول «زه خو شرابي یم شیخه څه راسره جنګ کړې، برخې ازلي دي کاشکي ما د ځان په رنګ کړې»
۳:پېچلتیا: څانګې ته د مینې خط لیګل، د خط لوستل په صنف کې، د ځینو ملګرو خبریدل، د څانګې راتګ له پیښور څخه کور ته، د غزن رواني کیدل!
په دغه ناول کې تلوسه:
داسې ورځ به کمه راتله ،چې زه دې ټولګي ته راشم او دې هغې سندره دې وانه ورم.هغې به هره ورځ سندره ویله،په پیل کې خوبه دهغې په شونډو موزون کلمات زما لپاره یوه عامه سندره وه،خو د وخت په تیریدو دهغې سندرې زما لپاره یو نوی خوند پیداکړ.زما احساسات به يې داسې په لړزه راوستل لکه دغره ویاله،چې په خپله نرمه اوغلې سندره دخپلو غاړو نازک واښه په نڅا راولي.د جغرافیې مضمون په ساعت کې به یې زما لور ته راکتل نوربه یې هیروم.
دا پوښتنې کېدای شي؟ دې سندرې اوریدونکی څوک دی، د چاسندره یې آوریدله او دا سندره یې ولې خوښیده، د جغرافېې په ساعت کې يې ولې هغه ته کتل؟
په دغه ناول کې کرکټرونه:
۱:مرکزي کرکټر: مرکزي کرکټرغزن دی پرته له ده څخه کیسه حرکت نه کوي.او کرکټر یې پیچلی دی.
۲:متخاصم کرکټر:په دغه ناول کې متخاصم کرکټر څانګه ده ،چې په ځینو حالاتوکې یې غزن ته خوښي او په ځینو حالاتو کې یې پریشاني وربښلې ده.
۳:نمونه کرکټر: په دغه ناول کې نمونه کرکټر زمرک دی، ځکه لیکوال ته یې نظریات وړاندې کړي.
بیلګه:زمرک زما تر ټولو نژ دې ملګری و، سوات ته په چکر لاوړ، زمانه څو ګامه ایسته د سیند په غاړه به ناست واود راډیو نه یې پښتو سندرې اورېدې، زما ذهن به هم کله کله د سندرې په لور اوړیده، په دې کې یو ناڅاپه د راډیو غږ بند شو. د زمرک غږ مې واورید،چې ویل يې هیلو!هیلو! چې ور ومې کتل خپله رادیو یې لکه موبایل غوږ ته نیولې وه،ویل یې هیلو! غزنه غزنه وه ده ته په کومه دنیا کې ورک یې مړه سوات ته راشه، ستا خو نغمې خوښیدې سیند نغمه وایي د خوښۍ نغمه ډیره خوږه نغمه.ما چې دا پیغام واورید لمن مې څنډ وهله خوا ته یې ورغلم، ورته مې وویل ته وایې چې سیند د خوښۍ نغمه وایې ،که زه خفه یم نوبیا د غم او خوښۍ د ګډون پایله به څه وي؟ ځواب یې راکړ، چې خفه یې د سیند دا نغمه به دې له زړه نه د خفګان ټول ګردونه لرې کړي او خوشحاله به شې.
په دغه ناول کې د منظرکشۍ برخه:
په دغه ناول کې هم طبعي اوهم ټولنیزه منظر کشي موجوده ده،
ټولنیزژوند:مازدیګرو،یوکلي ته ورسیدو دلمر سترګه دیوشنې څوکې په نښتروکې داسې ښکاریده لکه ناوې چې شین شال پرمخ هوار کړی وي او زرینه ټیکه یې له حیآ ډکې پلوشې شیندي، شپانه شپلۍ په لاس د خپلو رموسره د آبادۍ په خوا راروان و،د وړو، وړو ورکیو د پښو ترپکې او د غرنیو ویالو نغمې یو ځای کیدې د تنرو په پېر زویي لوګیو کې تاویدې، له هسکو څوکو یې خولې اخیستې او په نامعلوم لوري یې خاموش پړاونه وهل، ښکلی کلی و، چې نندارې مخکې تلو ته نه پرېښودو…
طبعي منظره:
د یوسپین سندریز خوړ په غاړه پریوه شنه جلګه کیناستو د خوړ له شونډو پسته غرنۍ سندره پورته کیده، باد ورته په مینه مینه د څیړیو شنې پاڼې نڅولې. او شنې صحرانۍ کوترې به جوړه جوړه خپلو ځالو ته ستنیدې.
په دغه ناو ل کې د ډیالوګ برخه:
له څانګې نه مې پوښتنه وکړه ولې دې له سندرو څخه لاس واخیست ؟په ټیټو سترګو موسکۍ شوه ، ویې ویل غزنه وړاندې خوبه ما الفاظ سندره کول،ستا مینې زه ټوله سندره سندره کړم اوس خو کله، کله زه د خپلو سختو هډکو او مادي بدن احساس هم نه کوم ،بس لکه ستا د مینې له آهنګه چې جوړه یم.څانګې ته له اوله سندره وې او ستا شاعرانه الفاظو له ازله زما په زړه کې مو زنې غزونې کولې…
پای
ډېر غوره مالومات دي.