یکشنبه, اپریل 28, 2024
Home+د هندي سبک د اوج تر پوړيو رسوونکی پسرلی| حفيظ الله بشارت

د هندي سبک د اوج تر پوړيو رسوونکی پسرلی| حفيظ الله بشارت

زموږ په منځ کې دا خبره ډېره مشهوره شوې ده چې وايي: شاعر د ټولنې ترجمان دی؛ خو زه وايم چې ښه شاعر نه تنها د ټولنې ترجمان دی، بلکې د ټولنې سترګې، غوږونه، پوزه او ټول بدن دی.
تېره ورځ مې د غزل ستوري استاد محمد صديق پسرلي شاهکار اثر غزلبڼ لوست. د هر غزل او هر بيت له لوستو وروسته دا راته جوتېده، چې استاد پسرلی يوازينی هغه شاعر دی، چې خپله ټولنه او د ټولنې وګړي يې تر نورو ښه درک کړي. استاد په خپلو اشعارو کې د ژوند هر اړخ ته پام اړولی.
نوموړي خپله ټولنه او وګړي ډېر ژور مطالعه کړي او د ژوندانه له تجربو دا ورته ثابته شوې، چې د نورو تقليد او پېښې کول او په نورو پسې تګ له هغه شپانه سره ورته بويه چې د رمې له پښو لټېدلی ګرد يې په سپېره مخ پروت وي:
نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ
دا موضوع استاد په خپلو اشعارو کې دومره ډېره شاربلې، چې آن له ستنې او تار سره او همدارنګه يې له سيوري سره چې په پټه خوله په هر چا پسې وي، ورته بللې:
ځې چې پټه خوله دې بل په لاره ته به پاتې يې
ستن به ځان ايستلی وي، خو تاره ته به پاتې يې
او
پل د رهنما په پله که ږدې، نو هم ديده يې ږده
پټې سترګې، پټه خوله، په نورو پسې سيوري ځي
استاد ځوانانو ته تل ويلي چې زوړ منطق او فکر له سره وباسئ، فکر ښه دی، خو بدلون يې بيا له سړي ځيرک انسان جوړوي:
نه زوړ منطق چلېږي ياره نه زاړه فکرونه
ځيرک زلمي په تاوده جنګ کې هم سنګر بدلوي
که بدلون غواړې پسرلیه فکر مه هېروه!
موډ خو خولۍ بدلوي، فکر دی چې سر بدلوي
استاد پسرلي د‌ خپل ژوند په اوږدو کې دې ته هم ځير شوی، چې هوښيارو خلکو ته تل خپلوان اوړي، ځکه کله چې مېوه پوختن ته ورسېږي، بيا نو پر ښاخونو اضافه بار شي:
اوړي هوښيارانو ته تل خپل خلک
پوخ چې شي په څانګو ثمر پېټی شي
استاد په ماضي پسې لاس هېڅکله نه دي مروړلي او نه يې په تېر زړه تړلی:
يو په تللي عمر پسې ما نه دی تړلی زړه
لمر هم چې تېرېږي، ورځ نو شاته شاته ګوري ځي
دې استاد تصور او ديد‌ هم دومره ژور دی، چې کله کله خو ده ته خپل ليده کاته هم معجزه ښکاري:
د تصور معجزه هم ومنه
له ډېره ورايه مې په زړه ښکارې
د نوموړي په اشعارو کې ځينې وخت موږ د خيال پرواز هم ليدی شو، دی کله کله غواړي له خپل خيال سره اسمان ته لاړ شي او هلته د ستورو ژبه د خپل خيال په واسطه سپوږمۍ ته ووايي:
خياله! ما هم بوځه يو څو وخته اسمانونو ته
غواړم چې سپوږمۍ ته مې د ستورو ژبه زده کړمه
په ټوله کې استاد پسرلی يو نازکخياله او د ژوندانه په رموزو يو آګاه شاعر دی. نوموړی هغه شاعر دی چې هندي سبک يې له ځنکدن نه بېرته راپورته او له مړينې يې وژغوره او دومره ښه يې وپاللو چې د اوج پوړيو ته يې ورسولو.
د ده په اشعارو، آن يو غزل او بيت کتابونه کتابونه خبرې کېدای شي، خو نن چې د همدغه لوی انسان د مړينې لس کاله پوره کېږي، موږ لا هم د نوموړي د اشعارو په اړه يو څېړنيز اثر آن يوه ښه هر اړخيزه ليکنه نه لرو او هيله مو دا ده چې له دې وروسته ورته د ادب استادان، فرهنګيان او په شعر پوی خلک خپله توجه او پام زيات کړي.

1 COMMENT

  1. استاد پسرلي د‌ خپل ژوند په اوږدو کې دې ته هم ځير شوی، چې هوښيارو خلکو ته تل خپلوان اوړي، ځکه کله چې مېوه پوختن ته ورسېږي، بيا نو پر ښاخونو اضافه بار شي:
    اوړي هوښيارانو ته تل خپل خلک
    پوخ چې شي په څانګو ثمر پېټی شي

    نورو پسې تګ سړی خړ مخی کړي
    ګرد د لارې وګوره د شپون په مخ

    ریښتینی افغان، اوسپین، پاک او سوچه شاعر مرحوم استاد پسرلی ته جنتونه غواړم.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب