دوشنبه, مې 13, 2024
Homeخبرونهفضل الرحمان د طالبانو مشر ته ویلي، د اسلام اباد او ټي...

فضل الرحمان د طالبانو مشر ته ویلي، د اسلام اباد او ټي ټي پي ترمنځ یو انتخاب کړي

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ مه) یوه پاکستانۍ ورځپاڼه ادعا کوي چې د جمعیت علمای اسلام ګوند مشر مولانافضل الرحمان د طالبانو له مشر ملاهبت الله اخوندزاده سره په کتنه کې هغه ته په زغرده ویلي چې د ټي ټي پي او اسلام اباد ترمنځ یو غوره کړي.

د پاکستان پوځ ته نژدې ورځپاڼه، ایکسپریس تریبیون ادعا کوي چې فضل الرحمان د پاکستان د حکومت دا څرګند پیغام د طالبانو مشر ته رسولی دی.

ایکسپریس تریبیون زیاتوي، د پاکستان حکومت کابل ته د مولانا فضل الرحمان تر سفر مخکې ویلي و چې په افغانستان کې د طالبانو مشرانو ته داسي پیغام استوي.

دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وویل چې د فضل الرحمان سفر د پاکستان له حکومت سره تړاو نه لري.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت وياندې ممتاز زهرا بلوڅ په اسلام اباد کې د پنجشنبې ورځ د جنورۍ پر ۱۱ مه، یوې اونیزې خبري غونډې ته د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې دا د مولانا فضل الرحمان شخصي سفر دی، خو زیاته یې کړه چې تر راستنېدو وروسته به هغه د بهرنیو چارو وزارت ته د خپل سفر معلومات ورکړي.

یوې بلې سرچینې پاکستاني رسنیو ته ویلي، که د ټي ټي پي په اړه د طالبانو د حکومت دریځ بدل نه شي، په دې خبرو کې به هیڅ پرمختګ ونه شي.

ایکسپریس تریبیون وايي، پاکستاني چارواکي له افغانستانه د مولامافضل الرحمان بېرته ورتګ منتظر دي او غواړي چې له هغه څخه واوري چې د طالبانو مشر ورته څه ویلي.

پاکستان تور پورې کوي چې ټي ټي پي په افغانستان کې پناهځایونه لري او د افغانستان طالب حکومت یې مخه نه نیسي خو طالب چارواکي دا تور ردوي او وايي چې پاکستان باید خپلې کورنۍ ستونزې په خپله په خپله خاوره کې حل کړي.

5 COMMENTS

  1. اسلامی امارت دی دواره سره تعامل مخ ته یوسی.
    که امارت تی تی پی رد کری بیا به هم ای اس ای خپل شوم اعمال د افغانستان په مقابل کی کاروی. نه مولانا فضل الرحمن د باور دی او نه هم ای اس ای. امارت باید تی تی پی په کامل کنترول کی وساتی او د ای س ای سره په احتیاط دشمنی مخ ته یوسی.
    خلاصه ای اس ای په هىڅ دول راضی کیژی نه.

  2. دوه ګونی سیاست د دوه مخې پاکستان سره چلول پکار دي. پاکستان ته دې ووایي چې مونږ خو هسې هم ستاسو غلامان یو او ستاسو د خبرې نه بالکل تیریدې نشو مګر ټي ټي پي ته دې ووایي چې تکړه شئ مونږ مو پوره حمایت کوو. همدا سیاست مونږ سره پاکستان د هغې ورځې نه شروع کړی د کومې ورځې چې دا شیطان هیواد جوړ دی. طالبه که غواړې چې ملت دې تر شا ودریږي او زیات وخت تیر کړې نو افغان شه بې لدې بله چاره نلرې او کنه تیره دوره یاده کړئ په دوه درې ورځو کې نابود شوئ.

  3. د محمد داؤد تر رهبری کمونیستی کودتا ( ددی خیانت اصلی مبتکر ملی خائین حسن شرق وو اوس هغه خائین حسن غرب شوۍ دی ) له برکته دا پورته پلیت او غیری اسلامی دوه تصویرونه د افغانستان سرنوشت تعینوی!!!!!

    ملی خائینینو پرچمیانو ځانونه د ملی خائینینو خلقیانو څخه زیرنګ تره او هوشیار تره احساس کول او کوی اما واقعیت کښی دواړه د روسانو وفاداره غلامان وو او وطنفروشه مکروبونه وو او دی ، دا دواړه ایجاد شوی خائین ګروپونه د افغان ملت په فکر کښی نه وو دوی دواړو خائینو ګروپونو هڅه کوله چی افغانستان د شوروی یو جمهوریت باندی بدل کړۍ شی بلی دی بی سوادو تر مینځ تعصبی ژبانی اختلاف موجود وو او خرڅ شوی غلام پرچمیان د غلامو خلقیانو څخه روسانو ته نیږدی تره وو او روسانو ته څرګنده وه چی غلام خلقیان سر زوری او سر تمبه دی برعکس غلام پرچمیان نرم او چاپلوسه دی نسبت وحشی غلامو خلقیانو ته چاپلوسه غلام پرچمیان ژر غلامان کیدای شی نو همدا علت وو چی روسانو د خپلو متحدینو سره خپلو غلامو خلقیانو باندی یرغل وکړ او قاتل حفیظالله امین ئی وواژه او دده پر ځای ئی غلام بابرک کارمل کابل ته راؤست او رئیس جمهور ئی اعلان کړ او د غلامو پرچمیانو دوره کښی ددی غلامو کمونیستانو واقعی رهبر او د روسانو تهدابی تربیه شوۍ مل خائین وطنفروش حسن شرق حتی صدراعظمی ته هم ورسیده !!!

    لکه چی مرحوم پادشاه محمد ظاهرشاه په ډیر افسوس سره وویل چی ستر احمق اغا ګل د خبیث او روسیی جاسوس حسن شرق له خوا د شوروی تر رهبری کودتا لپاره استعمال شو او اضافه ئی دوام ورکړ چی کمونیستانو هیڅکله ددی جرأت نشو کولای چی دا دوه کمونیستی حزبونه تر خپلو نامو لاندی کودتا وکړی ځکه دوی ته او هم روس ته څرګنده وه چی افغان ملت صادق مسلمان ملت دی او هیڅکله به کمونیستی رژیم په خپله خاوره کښی و نه ځغمی لدی کبله د کالونو راپدی خوا د روسیی فوق العاده وفادار ملی خائین او غلام حسن شرق د سره لیونی محمد داؤد خان ( روسیی ته څرګنده وه چی محمد داؤد خودخواه ، مغرور او سر تمبه شخص دی او دده او دده ورور سره د خپل پلار انتقامی عقده موجوده دی ) څنګ محکم نیولۍ وو اودی ملی خائینی وطنفروشی کودتا افغان ملت ته بدبختی راوړه حتی ددی خائینی کودتا په وسیله د شیطان انګلیس چوچه پنجابی پاکستان او متعصب اخوندی ایران اوس ځانونه پر افغانستان باداران شمیری لعنت دی وی پر دی لعنتیو غلامو خلقیانو او پرچمیانو او ددوی لعنتی ملی خائین حقیقی رهبر حسن شرق ( اوس دا لعین وطنفروشه حسن غرب شوۍ دی ) !!!

    اوس بی همته او چاپلوسه غلامو پرچمیانو د سره لیونی احمق محمد داؤد ملی شخصیت او وطنپرستی بغاری شروع کړی دی اما پوه شۍ تاسی ملی خائینین فوقالعاده پیژندل شوی مکروبونه یاستۍ د تاسو دا منافقی بغاری به کوم ځای ونه نیسی!!!!!!

    د افغان ملت ملی حکومت کښی باید ددی ملی خائینینو صاحب منصبانو کمونیستی کودتا سزا باید ووینی !!!!!

  4. د ټی تی فی انتخاب تر اسلام اباد موهم دی ځکه پنجاب به هغه وخت د افغان پښوته راځي چي د تیر ۴۰ کلن مخالف غوندي ورته وه روزو ځکه د افغان حکومت هر مخالف په پاکستان کي روزل کیږي

  5. ددی ملی خائینو کمونیستانو له برکته اوس دا پورته دوه قادیانۍ بویناکه ږیری د انګلیس چوچه پنجابی پاکستان تر کنترول لاندی ‍په افغانستان حکرانی کوی!!!!
    شهید عبدالمالک عبدالرحیمزۍ یو ملی با انضباطه شخصیت وو دده باره کښی په روم کښی ډیره یاده وشوه او جنرال عبدالولی د شهید عبدالرحیمزی څخه ډیر بد راتلل ما دومره پدی باره کښی ورته یاداوری وکړه چی دده باره کښی دده وروڼو اودده نیږدی شاوخوا تیت تبلیغات چی د امریکا په کومک ئی کودتا کوله واقعیت نه درلود بلی دا نیمه مرتجع منورینو داسی تبلیغات او همدارنګه دده وزارت کښی رشوتخوری پروپاګند تیت کړی وو اما دی ټولو تبلیغاتو واقعیت نه درلود هغه با دسیپلینه شخصیت وو او ماته دده دوه وروڼو ، مرحوم طبیبی او مرحوم غروال وویل چی دده بندی کیدل پر شاهی خاندان باندی ددوی دسترخوان خرڅ قطع کیدل سبب وو نو جنرال عبدالولی په سخت اواز وویل چی دا موضوع حقیقت نلری اودده زندانی کیدل یوازی اویوازی د ملک خان او داؤد خان ترمینځ موضوع دی !!! ددی لنډ معلومات په اساس ثابتیږی چی د شهید عبدالرحیمزی چیغی د شهید محمد داؤد خان سره قضی ته تلل بی علته نه وی او څرګندیږی چی دده زندانی کیدلو کښی شهید محمد داؤد مستقیمآ لاس درلود !!!

    داچی اوس زیاتره کمونیستی مکروبو نه د شهید محمد داؤد صفتونو باندی ګرم لګیا دی نو په حقیقت کښی دا کمونیستی مضر مکروبونه نه پخوا شهید محمد داؤد ته صادق وو او نه اوس که صادق وای نو دی خرڅ شوو کفارو به هغه او دده فامیل داسی بی رحمانه نه وژلو خلق او پرچم دواړه د روسیی غلامان وو او اوس دا کمونیستی غلامان اکثره په امریکا ، اروپا ، کاناډا او استرالیا کښی استوګنه لری او ډیرو به ددی ممالکو غلامی کیدو هلی ځلی کړی وی !!!!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب