پنجشنبه, اکتوبر 3, 2024
Homeخبرونهد ایران او عراق په پوله کې چاودنې ۴ افغان پناه غوښتونکو...

د ایران او عراق په پوله کې چاودنې ۴ افغان پناه غوښتونکو ته مرګ ژوبله واړوله

تاند (جمعه، د جدې ۲۲ ) د ایران او عراق په پوله کې د یوه ماین په چاودنه کې یو افغان پناه غوښتونکی وژل شوی او څلور نور ژوبل دي.

دا خبره د ایران د مهران ولسوال نن (جمعه) رسنیو ته وکړه.

علي عباس شریفي همداراز وویل، افغان کډوالو د پنجشنبې په شپه (تېره شپه) غوښتل چې له ایران څخه په غیرقانوني لاره عراق ته لاړ شي. دوی د ایران له پولې درې کیلومتره لېرې د عراق په خاوره کې پر ماین وختل او په نتیجه کې یې مرګ ژوبله ورته پېښه شوه.

شریفي دا هم وویل چې ایراني چارواکو له عراقي چارواکو سره تماس نیولی چې سیمې ته ماین پاکان ولیږي څو د پېښې له ځایه د وژل شوي کس مړی او ټپیان د مهران ولسوالۍ روغتون ته راوړي.

که ځه هم د چاودلي ماین په اړه تراوسه څه نه دي ویل شوي چې کله اېښودل شوی و خو د ایران اوعراق د اته کلنې جګړې په لړ کې د دوو هیوادونوپه پولو کې ډېر شمېر ماینونه اېښودل شوي چې ځینې یې لا هم نه دي پاک شوي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب