چهارشنبه, مې 15, 2024
Home+استاد پسرلی؛ په افغاني کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع| ارشاد رغاند

استاد پسرلی؛ په افغاني کرکټر کې د انساني ارزښتونو مدافع| ارشاد رغاند

د لیکوال يادښت: دا لیکنه ۱۰ کاله مخکې د استاد پسرلي د وفات په لومړيو ورځو کې د جلالکوټ ادبي خوځښت لخوا د استاد جوړې شوې ياد غونډې ته لیکل شوې و، چې د لسم تلین په مناسبت یې بیا خپریږي.

د تېرکال لوی اختر و، د کابل له پامیرسینما سره ډاکټردرمل ته منتظروم. ښه یې ناوخته کړ، زړه مې ډېر ورته ډک و، چې را ورسید، له ستړي مه شي سره یې وویل:-شفق هم راځي، د استاد پسرلي لیدو ته به ورشوو!

په خوښۍ مې ومنله، شفق راغی،روان شوو. دوی د منزل په مزل بدل ول، دروازه یې وټکوله، استاد پسرلی را ووت، د هریوه مینه ناک هرکلی یې وکړ. حجرې ته یې وبللو، ډېرکلک شوو، چې خپله به ځانته چای واچوو، پرې یې نه ښودو، ګیلاسونه یې ډک کړل، ټولو ته مخامخ خو د کوټې له دروازې سره څنګ ته پرکوچ کیناست.

پر سریې قره قولۍ، پراوږو شنه چپنه، پرمخ سپینه او ځای ځای توره ږیره او په لاس کې یې تسبې وې.

له هر یوه نه یې بېل د کورکلي احوال وپوښت. ورو، شمېرلې خو جذبونکې خبرې یې کولې. په خبرو او را لیدو کې یې مینه، مهرباني او درناوی ښه ډېر محسوسیده، پوښتنې سره به یې مخاطب کس ته په دقت کتل، ځواب ته به هم دقیق غوږ و.

درمل یې د صحت په اړه پوښتنې وکړې. د نورو زیاتو ډېرعمره ناروغانو خلاف یې ځواب له شکایته تش او له خوشبینۍ نه ډک و، ویل یې عمر مې خوړلی، په دې عمرکې تکلیفونه او ناروغۍ طبيعي وي.

شخصي حال احوال نه وروسته یې د هېواد پروضعیت نظرپوښتنه وکړه، په شمال کې د اخترد لمانځه پر مراسمو د پروني ځانمرګي برید یادونه مو وکړه، پرې خبر او سخت خپه و او د اسلام په نوم یې د مسلمانانو خلاف لوی ظلم وباله.

د شمالي ولایتونو په اړه چې زیات وخت یې پکې تېرکړی و، خپلې خاطرې بیان کړې. یوې سیمې ته یې په اسونو د ځوانۍ د وخت د یوه سفرکیسه وکړه، د ازبکو او ترکمنو مېلمه پالنه یې پکې ستایله.

ما د استاد کیسې او ناولونه نه وو لوستي، خو د قوي منظرکشۍ صفت مې یې اوریدلی و. د ده په مخامخو او فی البدیهه خبرو کې مې چې دومره جذابیت او خوند ولید، د لیکنو لوستو ته یې وهوسیدم.

د استاد دا کارخو مې بیخي خوښ شو، چې زموږ د ډېرو نورو عمر خوړلو برعکس ېې د نورو د ځوانمردۍ، مېړانې او ښه والي ستاینې کولې.

ویل یې:ترکمن ترموږ ښه مېلمه پال، پهلوانان او نرم خلک دي. دا به د یوه پښتون سپین ږیري په خوله په سختۍ وویل شي، خاصتاً هغه پښتانه چې شمال کې ېې نورو قومونو سره ژوند کړی او د څو لسيزو قومي او تبعيضي چلندونو يې هغلته ژوند او خاطرې اغېزمن کړې وي.

د استاد د همزولي يا ورپسې نسل ځينې فرهنګي مشران مې سترګو ته ودریدل، چې په وروستيو نفاق ځپلو پېښو يې نورو قومونو سره د ګډ خوشاله ژوند ضرورت او تجربې هېرې وې او خلک يې د بدو تجربو دوام او تفرقې ته هڅول.

استاد پسرلي دا راته شمال کې نورو قومونو سره د ښه ژوند، ګډو رواجونو او باورونو کيسې وکړې او ويل يې پردي او د پردو کسان يې موږ سره پردې کول غواړي.

ډاکټردرمل د ځانګړي لیدلوري بحثونه په شخصي مجلسونو کې ډېر راسره کړي وو. استاد پسرلی یې په شاعرۍ او لیکوالۍ کې له مستندو بېلګو سره د همداسې یوه لیدلوري څښتن باله. ماته په دغه لنډه خو با ارزښته لیدنه کې د استاد لويي، ځانګړتوب، انعطاف او نړۍ ليد ډېر ښه را معلوم شول.

ما په خپل لنډ تېر عمر کې د ځان او نورو په اړه څو ډوله قضاوت کوونکي خلک ډير ليدلي.

يو هغوی، چې وچ کلک ځانونه او زموږ دوديز باورونه تر ټولې نړۍ غوره او بیساري ګڼي.

دويم هغوی، چې زموږ ټولنه يو مخ ردوي او نورو غوندې کيدو ته يې را بولي او درېيم د استاد پسرلي په شان ډېر کم خلک چې د خپل وطن او خلکو په ښو- بدو، روح و روان دقیق پوهيږي، نړۍ يې يا‌ ليدلې، يا ښه لوستې او ورسره د لازم تعامل په ضرورت او لارو چارو ښه بلد دي.

استاد پسرلی په خپلو اثارو او ژوند کې لوی ارمانونه بدرګه کول، د انساني حقونو مدافع و او هغه هم د داسې چا په توګه چې د خبرې په بيان، اخلاقو او معنوياتو، سنګینۍ او چال چلند يې د يوه سوچه افغان مينه ماتيده‌.

استاد په نسلي، فکري او شخصيتي لحاظ له کمو هغو افغان انديالو او روڼ اندو څخه و، چې په نظرياتي لحاظ زموږ څو متقابل نسلونه يې پر ځان را ټولولی او سره پخلا کولای شول.

د هغه وفات د نورو زیانونو ترڅنګ موږ د داسې کمو څېرو له لا نور کمښت سره هم مخامخ کړو.

هيله ده د استاد د فکر و شخصیت دا اړخ هم د هغه د لوړ هنر د لږو جوهر شناسو څېړونکو له څېړنو او ارزونو پاتې نه شي!

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب