چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Homeخبرونهافغانې نجلۍ، نیلا ابراهیمي د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله

افغانې نجلۍ، نیلا ابراهیمي د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه وګټله

تاند (چهارشنبه، د قوس/ لیندۍ لومړۍ) ۱۷ کلنې افغانې، نیلا ابراهیمې په دې خاطر د سې شنبې په ورځ (د نوومبر ۱۹مه) «د ماشومانو د سولې نړیواله جایزه» ورکړل شوه چې په افغانستان کې یې د زده کړو په برخه کې د ښځو او نجونو د حقونو د ترلاسه کولو لپاره هلې ځلې کړي دي.

نیلا ابراهیمې د دې جایزې له ترلاسه کولو وروسته وویل:
«د ماشومانو د نړیوالې سولې جایزې ترلاسه کول د دې معنا لري چې د افغان ښځو او نجونو غږ به د نړۍ په ګوټ ګوټ کې خپور شي. موږ ټول باید تر ټولو په تیارو وختونو کې هغوی ته ځواک او هیله ورکړو.»

ملاله یوسفزۍ او ګرېتا تونبرګ، د دې جایزې له مشهورو ګټونکو څخه دي چې په تېرو کلونو کې یې دا ویاړ په برخه شوی دی.

د ماشومانو د حقونو د موسسې (کیدزرایت) د شلمې کلیزې په مناسبت، د ماشومانو د نړیوالې سولې جایزې د ورکولو مراسم د هالنډ په پلازمېنه امسټرډام کې ترسره شول.

د کیدزرایت موسسې مسوولان وايي چې د افغان نجونو د حقونو د ملاتړ په برخه کې د دې زړورې ځوانې اغېزمنې هڅې  هغه په ټوله نړۍ کې د نورو ځوانانو لپاره پر یوه الهام‌بښونکي شخصیت بدله کړې ده، چې دوی ته انګېزه او هیله ورکوي.

سږ کال، د نړۍ له ۴۷ هېوادونو څخه ۱۶۵ ماشومان دې جایزې ته نوماند شوي وو.

نیلا ابراهیمي دا مهال په کاناډا کې په ونکوور ښار کې اوسي. هغې د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو له واکمنېدو وروسته پاکستان ته پناه یووړه.

اغلې ابراهیمي، چې په پاکستان کې نژدې یو کال له زده کړو محرومه پاتې شوې وه، وایي چې د افغان ښځو د حقونو د ملاتړ لپاره ژمنه ده.

نیلا په بېلابېلو سیمه ییزو او نړیوالو غونډو کې وینا کوي. د هغې فعالیتونه د ګڼو سازمانونو له خوا په رسمیت پېژندل شوي، او له مختلفو معتبرو ادارو څخه جایزې او ستاینلیکونه ترلاسه کړي دي.

کله چې نیلا ۱۳ کلنه وه، د افغانستان د پوهنې وزارت هغه پرېکړه یې وننګوله چې پر اساس یې له ۱۲ کلنۍ څخه پورته نجونې په غونډو او محافلو کې د سندرو له ویلو څخه منع شوې وې. هغې د «اعتراضي سندرو» یو غورځنګ جوړ کړ چې د دې پرېکړې پر وړاندې ودریږي.

هغه سندره چې نیلا د دې بندیز په غبرګون کې په ټولنیزو رسنیو کې خپره کړه، ډېره مشهوره شوه، او د مدني فعالانو د فشارونو له امله د افغانستان د پخواني حکومت د پوهنې وزارت خپله پرېکړه بیرته واخیسته.

نیلا همدارنګه د «زه خپله سندره یم» او «د هغې ښځې کیسه» په نومونو کمپاینونه پیل کړي دي.

هغې په ۲۰۲۳ کال کې د بشري حقونو او ډیموکراسۍ لپاره د جنیوا غونډې او په ۲۰۲۴ کال کې د ټکنالوژۍ، تفریح ​​او ډیزاین کنفرانس (TED) کې په ونکوور کې ویناوې وکړې.

نیلا د نړۍ ماشومانو ته په پیغام کې ویلي:
«له فرصتونو ګټه واخلئ او له یو بل سره مرسته وکړئ، ځکه چې هره کیسه او هر غږ کولی شي مثبت بدلون راولي.»

د ماشومانو د حقونو موسسه وایي چې د طالبانو له لوري د افغان ښځو او نجونو په وړاندې سختو قوانینو ته په کتو، د نیلا مبارزې او هڅې د نجونو د حقونو د اعادې لپاره ځانګړې اهمیت لري.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب