سه شنبه, نوومبر 19, 2024
Homeخبرونهد پیرو په هوايي ډګر کې یو کوریايي د سلګونو حشرو د...

د پیرو په هوايي ډګر کې یو کوریايي د سلګونو حشرو د قاچاق په تور ونیول شو

تاند (سې شنبه، د عقرب ۲۹مه) د پیرو چارواکو د جنوبي کوریا یو ۲۸ کلن وګړی، د زرګونو جولا او نورو حشرو د قاچاق د هڅې په تور نیولی دی.

چارواکو د لیما په خورخي چاوز نړیوال هوايي ډګر کې د امنیتي پلټنو پر مهال پر یوه سړي شک وکړ چې ګومان کېده د هغه نس غټ ښکاري.

د چهارشنبې په ورځ د پیرو د ملي ځنګلونو او وحشي ژوند ادارې له خوا په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې چارواکو له دغه سړي وغوښتل چې خپله کمیس پورته کړي.

کله چې هغه دغه کار وکړ، لسګونه بوتلونه او کڅوړې یې ومودلې چې د ټیپ په واسطه د هغه په دوو کمربندونو پورې تړل شوي وو.

د نژدې معاینې پر مهال، چارواکو سلګونه تور او خوځیدونکي حشرې ولیدې چې پکې ۳۵ لوی غڼې، ۲۸۵، ۱۱۰ زرپایې او لسګونه نورې حشرې وې.

کارپوهان وايي چې دا ژوي د پیرو د امازون سیمې اصلي بومي دي او ښايي د دې هېواد له جنوب ختیځې برخې “مادره دې دیوس” څخه راوړل شوې وې.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب