چهارشنبه, نوومبر 20, 2024
Home+د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوی اټومي دوکتورین

د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین نوی اټومي دوکتورین

ترتیب او ژباړه: غوث جانباز

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د یو فرمان په لاسلیک کولو سره نوې اټومي دکتورین (تګلاره) – “د اټومي وسلې د مخنیوي په برخه کې د دولت د پالیسۍ اساسات” تصویب کړه.

د دې دوکتورين (تګلارې) بنسټیز اصل دا دی چې اټومي وسلې د هېواد د حاکمیت د ساتنې لپاره وروستۍ چاره ده. خو د نويو پوځي ګواښونو او خطرونو د رامنځته کېدو له امله، روسیې ته اړتیا پېښه شوه چې هغه شرایط روښانه کړي چې اټومي وسلې پکې کارول کېدای شي.

په ځانګړي توګه، د هغو هېوادونو او پوځي اتحادونو کټګورۍ پراخه شوې چې په وړاندې یې اټومي مخنیوي ترسره کېږي.

د پوځي ګواښونو هغه لېست هم بشپړ شوی چې د له منځه وړلو لپاره یې دا ډول اقدامات اړین دي.

⚡️ که کوم غیر اټومي هېواد د اټومي هېواد په مرسته یا ملاتړ پر روسیې تېری وکړي، نو دا به د هماغه هېوادونو ګډ برید وبلل شي.

سربېره پر دې، روسیه د خپل حاکمیت په وړاندې د جدي ګواښ په صورت کې حتا د عادي وسلو په مرسته هم اټومي ځواب ورکولی شي. دغه راز، د بیلاروس پر وړاندې د برید، چې د اتحاد د دولت غړی دی، که روسيې پولو ته نږدې د پوځي الوتکو، توغندیو، بې پیلوټه الوتکو او نورو الوتونکو وسلو په ذريعه په پراخ ډول عملیاتو په ترڅ د روسيې پولو څخه عبور وشي ( حاکميت نقض شي)د اټومي ځواب سبب کېدای شي.

د روسیې د اټومي تګلارې پخوانۍ نسخه د ۲۰۲۰ کال د جون په میاشت کې تصویب شوې وه، چې له هغې څخه لس کاله پخوا د اتومي وسلو دکتورينو ورته سند تصویب شوی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب