د جملې مطالبه څه ده ؟ د ښه نثر د ليکلو لپاره که د بيان علم ضروري دى نو د معاني په علم يې هم خبريدل حتمى دي ځکه په لويه کې جمله راڅخه پر معاني علم د پوهيدلو په هدف دوه څرګندې مطالبې لري چې يو يې د ګرامر اوبله يې هغه د مفهوم د ځايولو ده ، دا دواړه مطالبې له هره پلوه په جمله کې د کلمو په کارولو پورې اړه لري ، ممکن نورې مطالبې هم ولري ، خو دلته يې په دوهمې هغه مطالبې (چې مفهومې مطالبه هم ورته ويلى شو ) تم کيږو،
ځکه په نثر کې د جملو او په جملو کې د کلمو ناسمه ټاکنه نه يوازې په فکريا مطلب رسولو کې مفهوم ګډوډوي بلکې لوستونکي هم ترې د تښتې هڅه کوي ، ستونزه يې ليکوال سره ده چې څو علته لري،
يو ، ځينې ليکوال غواړي نثر يې شاعرانه وزن ولري او د جملو د ليکلو پرمهال په شاعرانه کلمو پسې ګرځي، مګر دې ته يې پام نه وي چې د نثر بنيادي رسالت او يا طبعي هيت يې د مطلب رسولو لپاره مناسب دى نه د شاعرانه نثري تجربو لپاره چې دا يې د ليکوال شعوري معالطه هم بللى شو، د اردو ژبې د لکهنوو د نثري مکتب ځينې استادان هم پدې تورن شوي وو چې په پراګرافونوکې به يې د جملو د شاعرانه کولو په هدف هغه کليمې کارولې چې د نثر معنوي خواوې به يې دومره رڼې نه وي څومره چې به يې هغه شاعرانه کلمو په جملو کې تياره جوړه کړې وه،
دوه ، ليکوال په خپل ليکني سبک کې مهارت نلري، د خپل ليکني سبک د ګډوډى په وجه د مطلب په اصل کې دومره ورک شي چې د جملو يا کلمو او پراګرافونو په پېيلو کې لار ورکى او بې ربطه شي چې دا يې د نه دقت لامله بللى شو،
هغه ليکوال چې په نثر کې د جملو مطالبې نه پيژنې، د مفهوم او د لوستونکيو په کيسه کې نده، هر کله چې مونږ د لوستونکيو سره دومره د بې غورى چلند کوو، نو بيا خو راسره د ځيرکو لوستونکيو هغه کشمکش د دوى په حقه عمل دى او مونږ ورسره زياتى کوو، او دا زياتى تر هغه ځاى ده چې هم علمي او هم فکري مغالطې رامنځته کولاى شي، مثلا د افغانستان د علما د سرتاسري شورا مشر مولوي قيام دين کشاف د يوسف(ع) او بي بي زليخا په کيسه کې چې د رسالې په بڼه يې چاپ کړې يو ځاى ليکي،
( بيا يې په عذر سره يوسف(ع) ته وويل ته ورته بښنه وکړه او هغې ( بي بي زليخا ) ته يې وويل ته د خپلې ګنا بښنه وغواړه ځکه تا دا ډيره لويه ګنا کړې ده،)
دلته ګورو په ورستى جمله کې د بي بي زليخا د ګنا طلب ته لويه ګنا ويل شوې، مونږ د کشاف صاحب په څير د لوى علم خاوند په حق کې دا نه شو تصور کولاى چې هغه به په عملى او نظري ګناهونو يا به د صغيره او کبيره ګناهونو په توپير نه پوهيږي، خو مسله دلته د نه دقت دى، په دا ډول جملو کې چې له کلمو سره پکې محطاط ونه وسيږو، ممکن نثر مو د مفهوم له اړخه د لويو غلطيو ځاله وګرځي،
زه که د ورځپاڼې په کالم کې وليکم ( په موجوده نظام کې د نويو پاليسيو په تغيير سره بدلون راتللى شي ) نو دلته له تغيير مطلب بدلون دى خو د تغييرپر ځاى که په همدې جمله کې چې يوازې د يوې ( ي ) په توپير سره ( تغير)وليکم معنا يې بدليږي ځکه ( تغير ) د مړاوي په معنا استعماليږي،
زمونږ په کورونو کې د هغو ماشومانو په اړه چې ښونځي ته ځي، مونږ يې نورو ته د ورمعرفي کولو په وخت شايد دا هم ووايو ( دوى تعليم کوي ) حال دا چې دوى ( تعليم ) نه ( تعلم ) کوي ځکه د (تعليم ) معنا ( ورذه کول ) دي او د ( تعلم ) معنا ( ذدکړه کول ) دي،
د ډاکټرصاحب لياقت تابان د ( تاشقند د قند څکه ) په زبردسته سفرنامه کې يو ځاى لولو
( د ساحل پر غاړه مونږ لږ و ډير دوه ساعته تير کړه )
ساحل د سمندر د غاړې ځاى ته وايې نه سمندر ته لکه په پورته جمله کې چې تابان صاحب ساحل د سمندر پر ځاى کارولى.
له پورته بيلګو او په ليکنه کې د جملې دمفهومي مطالبې څرګنده موخه دا ده چې دکلمې په معنا او کارونه کې دقت وکړو، ځکه وس مهال چې د لفظ ا ومعنا دقق انکشاف الفظ مترادف هم سره ورک کړل نو په جمله کې د کلمې په حساسه رويه پوهيدنه د نثر لپاره په جملو کې حيات دى که نه د مړې جملې په نثر کې داسې عبس دي لکه په مړو چې وير عبس دى،
يادښت:٠- دا لېکنه په ننتي افغانستان اوونيزه کې خپاره شوې ده
تاسو لیکئ:
د (تعليم ) معنا ( ورذه کول
د مړې جملې په نثر کې داسې عبس دي لکه په مړو چې وير عبس دى
ورذه کول که ورذده کول؟
عبس که عبث؟