د اکتوبر پر دویمه زما وار و چې په سینماټیک پروګرام کې خپل د خوښې فلم ملګرو ته ښکاره کړم. د ښاغلي صدیق برمک «اسامه» فلم مې غوره کړی و. واقعیت خو دا دی چې ما غوښتل «د کونډې زوی» راسره یوسم. دا راته د افغاني سینما شاهکار اثر ښکاري خو ونه شو ځکه په بازار کې د دې سریال سي ډي ګانو ښه کیفیت نه درلود او بله ستونزه دا وه چې باید د ډیالوګونو انګلیسي ژباړه په فلم کې لیکلې وای.
له سفره تقریباً یوه میاشت مخکې مې د ملي راډیو تلویزیون عمومي رییس ښاغلي زرین انځور ته ټېلفون وکړ او خپل نیت مې ورته ووایه. له ده مې وغوښتل چې د فلم یوه ښه کاپي دې راکړي او که ممکن وي انګلیسي ژباړه هم په کې واچوي. انځور صاحب وویل چې د ژباړې کار به یې سخت وي خو د فلم کاپي به راکړي.
فکر مې وکړ چې پروا نه کوي که خلک د کرکټرونو په خبرو هم پوه نه شي، له کمیډي صحنو خو به یې خوند واخلي. خو، بل ځل چې مې ټیلفون وکړ، انځور صاحب وویل چې زما کار یې پاک هېر شوی دی. سبا ته یې د اختر رخصتۍ وې او دا کار نه کېده. نو، مجبور شوم چې «اسامه» غوره کړم.
تر فلم د مخه مې د شفیق مرید سندره وښودله چې وايي: «دا افغانستان، سرلوړی هېواد، ښاد دې وي ازاد، ځلاند لکه لمر، الله اکبر، الله اکبر»
د دې سندرې په کلیپ کې د افغانستان نوې څېره، نوي پرمختګونه، کامیابۍ او لاسته راوړنې ښکاري. نیت مې دا وه چې نندارچیان اوسنی افغانستان له هغه افغانستان سره ښه پرتله کړای شي چې «اسامه» فلم یې د طالبانو په وخت کې ښيي.
دې فلم ته هم ځینو وژړل خو تود بحث هم ورباندې وشو. د فلم په اړه ډېرې پوښتنې رانه وشوې. یو څو پوښتنې او زما ځوابونه:
– د نجلۍ مور نه شوه کولای چې بل واده وکړي او خپل ژوند سمبال کړي؟
– ولې نه، زموږ په وطن کې په اکثرو سیمو کې که ښځه کونډه شي، لېور یې کوي او که لېور یې نه وي، د خسرګنۍ بل سړی یې وادوي. که په خسرګنۍ کې یې څوک حاضر نه وي چې ویې کړي بیا بل چا ته هم ودېدای شي.
– طالبانو نرسانې هم کار ته نه پرېښودې؟
– نه، داسې نه وه. دا رښتیا ده چې طالبانو نجونو او مېرمنو ته د کار او تعلیم اجازه نه ورکوله خو یوازینی مسلک چې ښځو په کې کار کولای شو، طبابت و. د طالبانو په وخت کې تقریباً ټول روغتونونه او کلینیکونه فعال وو او ډاکترانې او نرسانې په کار بوختې وې.
– نو معنا دا چې په فلم کې مبالغه شوې ده؟
– همداسې ده.
– موږ په دې تمه وو چې نجلۍ او کورنۍ به یې یو عکس العمل وښيي خو دوی د فلم تر پایه منفعل حالت درلود. ایا دوی نه شول کولای چې بل ښار ته وتښتي؟
– فکر کوم دا کار به یې کولای شو. مثلاً همدا چې نجلۍ مدرسې ته بیول کېږي، مور یې کولای شي دا خطر احساس کړي او کډه وکړي یا هغه وخت چې د نجلۍ نکاح له سپین ږیري ملا سره کېږي او ملا هغه په خرګاډي کې کېنوي، کور ته یې وړي، په همدې وخت کې نجلۍ کولای شي له خرګاډي ټوپ ووهي او وتښتي. ملا سپین ږیری دی او طبعاً په دې پسې ځان نه شي رسولای. که نجلۍ ځان د هر چا کور ته رسولای، نوره به په امن کې وه. دا زموږ دستور دی، که څوک د یوه افغان کور ته پناه وروړي، هغه به یې د سر په بیه وساتي. موږ خو خپلو رواجونو خراب کړو، طالبانو اسامه په همدې خاطر امریکا ته په لاس ورنه کړ چې دی زموږ مېلمه دی.
– ولې دې دا فلم غوره کړ؟
– په دې چې یو خو تر لس کلن ځنډ وروسته دا لومړی فلم دی چې په افغانستان کې جوړ شوی دی، بل دلیل یې دا دی چې دې فلم ته څو نړېوالې جایزې ورکړل شوې دي، درېیم دا چې د فلم اکثره لوبغاړي د مرکزي کرکټر په شمول نوي او اماتوره دي، څلورم دلیل یې دا و چې تاسې به د طالبانو د وخت یوازې افغانستان له اوسني افغانستان سره پرتله کړای شئ چې د نړېوالو دوستانو په مرسته یې څومره بدلون موندلی دی.
دغسې نورې پوښتنې هم رانه وشوې چې اوس رانه هېرې دي. خو چې رښتیا شي که د «اسامه» فلم ته به انتقادي نظر وکتل شي،ډېر جنجالونه په کې لیده شي.