شنبه, سپتمبر 21, 2024
Home+د بالیووډ د شتمنې اداکارې جوهي چاوله شتمني

د بالیووډ د شتمنې اداکارې جوهي چاوله شتمني

داودجبارخیل

په هند کې د درجه بندۍ یوې ادارې هارن انډیا یو راپور خپور کړی چې پکې په هند کې د هغو کسانو نوملړ شامل دی چې د میلیاردونو روپیو خاوندان دي.

د هارن انډیا له خوا په خپور شوي لیست کې 539 کسان شامل دي او په هغه کې د هر کس انفرادي شتمني دا مهال په هندي اسعارو کې شاوخوا 4600 کروړه اټکل شوې ده.

په داسې حال کې چې جوهي چاوله له شاهرخ خان وروسته د بالیووډ تر ټولو شتمنه اداکاره ده.

د شاهرخ خان ټوله شتمني په هندي اسعارو کې له اووه زره کروړه ډالرو ډېره ده.

د راپور له مخې، د جوهي چاوله د شتمنۍ د ډېرېدو لوی لامل د هند غوره لیګ (IPL) لوبډلې کلکتې نایټ رایډرز (KKR) په مالکیت کې د هغې د خاوند جې مهیتا او د اداکار ملګري شاه رخ خان ملګرتیا ده.

د فوربس پر اساس KKR  په 2022 کې 1.1 ملیارد ډالر ارزښت لري چې په هندي اسعارو کې نهه زره یو سلو دېرش کروړه دي.

د زي نیوز د راپور له مخې، جوهي چاوله له خپل میړه جې مهتا سره د ممبۍ په یوه خورا قیمتي سیمه، ملبیري هیلز کې ژوند کوي.

د جوهي چاوله او شاه رخ خان په ګډون د بالیووډ څو نور شخصیتونه هم د شتمنو کسانو په لیست کې شامل دي.

د هند تر ټولو بډایه اداکاره څوک ده؟

د هند تر ټولو د شتمنو کسانو په لیست کې اداکاره جوهي چاولا ده.

جوهي چاوله په ۱۹۸۴ کال کې د مس انډیا لقب تر ګټلو وروسته په ۱۹۸۶ کې له «سلطان» فلم سره د اداکارۍ پیل وکړ. جوهي چاوله په ۱۹۸۸ کال کې د قیامت سې قیامت تک په فلم کې د عامر خان د هیروین رول لوبولی و.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب