تاند ( شنبه ـ د سنبلې ۳۱مه) افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د مرستندویه دفتر مرستیال وايي، له افغانانو سره د نړیوالو کېدونکې مرستې باید دوی لپاره په اوږدمهال کې د ملاتړ امکان برابر کړي.
د یوناما مرستیال داسې مهال دا څرګندونې کوي چې نوموړي څو ورځې وړاندې په افغانستان د بشري وضعیت په اړه اندېښنه وښوده.
د یوناما مرستیال اندریکا راټواټ ویډیويي پیغام چې پرون جمعه د ملګرو ملتونو ایکسپاڼې خپور کړی، په خوست او پکتیا ولایتونو کې هغه رغنیزې پروژې د مثال په توګه یادې کړي چې د تمویل لپاره یې ۴۰ میلیون ډالره ځانګړي شوي دي.
نوموړي له دې پروژو د لیدنې پرمهال ویلي، چې په لرې پرتو ګڼ مېشتو سیمو کې باید د دوامدار ملاتړ اصل ته په کتو له خلکو سره مرستې وشي.