شنبه, سپتمبر 21, 2024
Homeخبرونهپاکستان ۹ تنه افغانان د جعلي وېزو په تور نیولي

پاکستان ۹ تنه افغانان د جعلي وېزو په تور نیولي

تاند (شنبه، د سنبلې ۳۱ مه) د پاکستان فدرالي تحقیقاتو اداره (FIA) وايي چې نهه تنه افغان اتباع یې د جعلي وېزو په تور نیولي دي.

پاکستاني رسنیو نن راپور ورکړ چې دا کسان په تېرو دریو ورځو کې د کراچۍ په جناح نړیوال هوایي ډګر کې نیول شوي دي.

د ایف ای اې د چارواکو په وینا، دغو افغان اتباعو د دې لپاره چې پاکستان افغانانو ته ویرټ یا سفر وېزې ځنډولي، جعلي طبي وېزې جوړې کړې او پاکستان ته پرې راغلي وو.

پاکستان ته له رسېدو وروسته، ډېرو یې په اسلام اباد، لاهور او کراچۍ کې له بېلابېلو سفارتونو او قونسلګریو څخه د ویزو غوښتنه وکړه او اراده یې درلوده چې د امریکا او جاپان په څېر هېوادونو ته لاړ شي.

ایف ای اې د نیولو کسانو د دوسیو له بشپړولو وروسته غواړي چې هغوی زندان ته ولېږي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب