جمعه, مارچ 29, 2024
Homeادبزیتون بانو غوره او منلې کیسه لیکونکې

زیتون بانو غوره او منلې کیسه لیکونکې

پاکیزه ارزو

د پښتو د ښځینو لنډو کیسو په کتار کې چې کوم نوم تر ټولو مخکې راځي او د یوې سترې کیسه لیکونکې په توګه را څرګندېږي هغه مېرمن زیتون بانو ده، چې تر نیمې پېړۍ یې د ښځو په موضوعاتو او مسایلو کې د یوې پیاوړې کیسه لیکونکې په توګه خپل قلم ځلولی دی. ډاکتره انیتا اعظم په خپل څېړنیز اثر(د پښتو په افسانو کې د ښځې اولسي مقام او کردار) کې د مېرمن بانو په هکله لیکي: ((د پښتو فکشن په نړۍ کې زیتون بانو د یوې سترې افسانه لیکونکې په حیث ډېره څرګنده او په زنانه لیکوالو کې د ټولو نه بره او غوره منلې کېږي. زیتون بانو په خپلو څلورو واړو افسانوي مجموعو هېنداره، مات بنګړي، خوبونه او ژوندي غمونه کې زموږ په معاشره کې د ښځې د ذات حیثیت د هغې سره د سړو ناروا سلوک او د هغې نه چاپېره بې شمېره مسلو او د هغې د حل د پاره د لارو چارو په لوري د مختلفو زایو نه ژوره کتنه کړې ده او یوه ښځه چې د ښځو په مسلو او هغې  ته د ورپېښو مشکلاتو او کړاښتونو په حلقه څه محسوسات او تجربات لري هغه واړه د بانو په افسانو کې په ساهو او حقیقي رنګ کې موجود لیدای شي)). همدارنګه ښاغلی همیش خلیل په خپل اثر (پښتانه لیکوال) کې لیکي : ((زیتون بانو ډېره بهادره ښځه ده او د په ښځینو کې په لومړي ځل د نثر لپاره کار وکړ او هېندارې په نامه یې د کیسو ټولګه خپره کړه)) . مخکې له دېنه چې د مېرمن بانو د کیسو په ځینو ځانګړنو خبرې وکړم غواړم مېرمن بانو در وپېژنم.

زیتون بانو د سید سلطان محمد لور چې په کال ۱۹۳۸ زېږدیز کې د پښتونخوا د خلیلو ټپې په مشهور کلی سپینه وړۍ کې زېږدلې ده. پلار یې سلطان محمد په خپله هم د پښتو  ښه لیکوال او ښه شاعر و چې د عبدالقدوس تندر مشر زوی دی. مېرمن زیتون بانو ابتدایي زده کړې د پښور داسلامیه کالج په ښوونځي کې شروع کړي او د الزابت ګلز لیسې څخه  له لسم ټولګي نه فارغ شوې ده. د  لوړو زده کړو لپاره فرنټیر کالج ته بریالۍ شوه او زده کړې یې د پښتو اکادمۍ څخه د ماسترۍ تر درجې ورسولي. مېرمن زیتون بانو د باچا خان د ملي نهضت خدایي (خدمتګاران) فعاله غړې وه.

مېرمن بانو د پښتو ژبې په لومړنیو نثر لیکونکې لیکوالو کې د لومړنیو ښځینه نثر لیکونکو په کتارکې راځي ،چې هېنداره ،ژوندي غمونه ،مات بنګړي ، خوبونو ، زما ډایري او نیزه وړی په نومونو یې د لنډو کیسو شپږ ټولکې خپرې شوی دي او د سوغات په نوم د شعرونو ټولګه هم لری .

 مېرمن بانو په کیسه لیکنه کې د جلا سبک خاونده ده. کیسې یې د پښتنې محیط د ښه انځور ښې بېلګې دي. د مېرمن بانو د کیسو محتوا ټوله د ښځو د ژوند بیلا بیلو برخو ته بېله شوې او دې د خپل کیسه لیکنې په قوت په ډېره ښکلې داستانې ژبه دا ستونزې بیان کړي دي. د زیتون بانو لنډې کیسې د شکل له پلوه اوږدې دي، د کیسو کرکټرونه یې په ښه توګه انځور کړي، د کیسو ژبه ډېره ساده ده لکه د پښتونخوا خلک چې په روزمره ژوند کې خبرې پرې کوي او د هر کرکټر ژبه د هغه شخصیت ښه نماینده ګي کوي. په خبرو کې یې له تکلف څخه کار نه دی اخیستی خو په ځینو کیسو کې یې د ضرورت په مطابق بې باکه ژبه هم کارولې ده.د موضوع او محتوا له پلوه د ښځو ستونزې لکه د زور واده، جنسي غرایز، دود او دستور او پيغورونه او همدارنګه د ښځو د ذات مېړانې او استقامت  ته ځانګړې شوي دي. ډاکټر انیتا اعظم په خپل اثر (د پښتو په افسانو کې د ښځې مقام او کردار) کې د بانو د کیسو د موضوعاتو په اړه لیکي: (( زیتون بانو په زنانه افسانه لیکونکو کې د ټولو نه باشعوره او لویه افسانه نګاره ده او په باقاعده ډول یې د افسانې په میدان کې د زنانه وو په موضوع باندې ځینې شهکار افسانې لیکلې دي او په دې خبره کې به ډېره مبالغه نه وي چې زیتون بانو د دغه اوږد دور ۱۹۵۵ـ ۱۹۸۵ پورې او د هغې پس  د پښتو افسانو ایکې زنانه لیکواله ده چا چې د په مستقل مزاجي او تسلسل سره د ښځو په موضوعاتو او د هغوی په مسلود زړه له اخلاص او مړه خوا بې شمېره افسانې ولیکلې. د زیتون بانو د افسانو جینکۍ او ښځې د ازداۍ نه پس د نوي نسل هغه نماینده کردارونه دي چې موږ او تاسو یې خپل ګېر چاپېره ژوند کې وینو)).

د مېرمن زیتون بانو له شپږو ټولګو څخه مې یوازې د ژوندي غمونه ، نیزه وړی،او زما ډایري ټولګې پیدا کړي. چې د دغو ټولګو په کیسو کې مېرمن بانو ټولې د ښځو په ډېرو مهمو ستونزې کیسې لیکلې دي او بانو په داستاني ژبه دا ستونزې په ښه توګه بیان کړي دي. چې موضوع له پلوه د ژوندي غمونه ټولګه یې په ډېرو مهمو ښځینه موضوعاتو کیسې لري، چې د چلمچی، کخی، زه کونډه نه یمه ، ژوندي غمونه او زنځیرونه د یادولو وړ دي. د بانو د کیسو پیغام  ډېر واضح دي او د دې ډېرې کیسې د تعلیم ارزښت او په خاصه توګه د ښځو تعلیم ته ځانګړې شوې کوم ضرورت چې پښتنه ټولنه تل د هغه له کمبود سره مخامخ ده او له نن څخه پنځوس کاله وړاندې چېرته چې سړو نه شوای کولای زده کړې وکړي مېرمن بانو د ښځو تعلیم ته خپلې کیسې ځانګړې کړي دي چې د همداسې کیسو څځه یوه هم د زنځیرونه کیسه ده،چې د تعلیم او په خاصه توګه د ښځو د تعلیم ارزښت ته ډېره پاملرنه شوې.د دغې کیسې مرکزي کرکټر شمو د خپل د تره له زوی سره کوژده کېږي چې دا کوژده د دې د تره کره ډېرې خوشالۍ راوړي خو مخکې له واده د شمو کوژدن مړ شي، شمو ته کونډتون عذاب شي او شمو په کلی کې د سپرې په نوم مشهوره کېږي. نه یې خسرګنۍ نه یې پلار ګنۍ او نه یې خورلڼه په کور کې ساتي. شمو له کلی د ښار په لور مخه کوي. په ښار کې له یوې داسې ښځې سره اشنا کېږي چې هغه خپله هم کونډه وي خو په خپل همت یې خپل اولادونه پاللي وي. کونډه شمو خپل کورته راولي او شمو ته د ژوند کولو همت وربښي، د کونډې لور جمیله شمو ته لیک لوست ورزده کوي ان دا چې لوړې زده کړي پرې کوي او شمو د پوهنتون استاده کېږي او خپل ټول ژوند د ښځو د ژوند ښوالي ته وقف کوي. دا کیسه د یوه لیک په توګه لیکل شوې چې شمو یې خپلې خورلڼې ته رالېږي او د خپل ټول ژوند حال په کې لیکي چې څرنګه یوه سپره او بدبخته شمو خوشبخته کېږي. سره له چې پنځوس کاله وړاندې د ښځو زده کړې عام نه و خو مېرمن بانو په دغه کیسه کې هڅه کړې چې دا پیغام ټولنې ته ورکړي چې تعلیم د نیکمرغي سر چینه ده او که ښځې زده کړې وکړي نو کولای شي چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي همدارنګه د د ښځو د حوصلې او اسقامت پیغام هم لري چې ښځه په هر قسم حالاتو کې ژوند کولای شي او که همت وکړي کولای شي چې له بدو حالات سره مبارزه وکړي او دا مبارزه به یې ضرور بې نتیجې نه وي.  د مېرمن بانو دغه کیسه د جوړښت له مخې د اوسني دور ښځینه لیکوالو له کیسو سره توپیر لري خو د موضوع له اړخه نن هم ښځې له همدغو ستونز سره مخامخ دي. له بده مرغه نن هم ښځينه لیکوالې په همدغو موضوعاتو کیسې لیکي چې دا دې بدمرغۍ خبره ده  چې د پښتنو مېرمنو د پنځوسو کلو وړانډې ژوند او د اوسني ژوند تر منځ هیځ توپیر نه دی راغلی، د ښځې وجود نن هم په پښتنه ټولنه کې په هیڅ لحاظ خوندي نه دی نن هم د پنځوسو کلو وړاندې پښې باربار د ښځو په ژوند کې تکرارېږي.

  خو د زنځېرونو د کیسې شمو د کرکټر پر خلاف مېرمن بانو د چلمچي په کیسه کې د یوې داسې پیغلې کرکټر د مهتابې په نوم راپېژنی چې د ډاکتري تر درجې رسېږي خو د روغتون په محیط کې د نارینو ډاکترانو په منځ کې خپل شخصیت نشي ساتلی او د روغتون د هر ډاکتر د دورغنجې مینې ښکار کېږي. کله چې مهتابه دا ټول احساسوي نو ډېر پرې ناوخته شوی وي کله چې غواړي د روغتون له یوه عادي کارکونکې سره واده وکړي نو د روغتون ډاکتران هغه ته وایي چې مهتابه د یوه چلمچي حیثیت لري چې هر چا پکې لاس مینځلی او هغه سړی هم د وادکولو څخه پښېمانه شي او د مهتابې برلیک د تور داغ په څېر له هغې سره مل شي .مېرمن بانو په دغه کیسه د یوې پېغلې له معصوم احساساتو د نارینو ناوړه ګټه په ښه توګه انځور کړي.

مېرمن بانو په کیسو کې که د یوې ساده کلیوالې پېغلې ستونزې او دردونه راخیستي نو د ښار په ازاد محیط کې یې ښځې هم نه دي هېرې او د هغو مسایل یې هم په کیسو کې رانغښتي دي،چې په دواړو چاپیریالونو کې  په یوه رنګ ورسره مخامخ دي.

د مېرمن زیتون بانو د ژوندي غمونه د ټولګې ټولې کیسې د موضوع له اړخه دېرې درنې دي او په داسې موضوعاتو یې کیسې لیکلي چې د ښځې په وار وار ورسره مخ شوي. زیتون بانو د سترې کیسه لیکونکې په توګه د ښځینو په کیس لیکونکو کې خپل ځای او مقام لري او کیسې یې ښځو ته د ورپېښو مسایلو صفا هېنداره ده. مېرمن بانو د خپلې وروستۍ ټولګې (نیزی وړی) تړون په خپل نوم کړی او ویلې دي (چې زه یوه ښځه یم او د ښځې د زمکې په مخ هیڅ خپل نشته).

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب