پنجشنبه, اپریل 25, 2024
Home+ غضب (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست

 غضب (لنډه کیسه) لیکوال: نعمان دوست

ویښتان یې په یوه ډډه کاږه ول.همداسې کږه غاړه او د ګوتو په سرونو روانه شوه او په ډک محفل کې د هغه ځوان مخې ته ودریده چې د بانکنوټونو بنډل یې په لاس کې و. د بدن هر غړي ته یې جلا جلا حرکتونه ورکول. ځوان، ځانته راجوخته کړه. یو لاس یې له ملا ورتاو کړ او په بل لاس یې، یو په بل پسې نوټونه په سر ور شیندل چې په ګډا ګډا یې پښو ته رالویدل.
 مخ ته یې ځیر شوم. داسې مې ګڼله لکه د ذهن د آرشیف په کوم کونج کې چې مې د دې څیرې عکس پروت وي؛ خو پیدا کولای مې نشو. هغې بیا د طبلې له غږ سره د ګوتو په سرونو میده میده روانه شوه، د ولاړو خلکو له مخې، د شپیلکو او چکچکو په بدرګه،  په ناز تېره شوه. لکه د زړونو لو چې کوي، له هر چا یې زړه یو وړ. بیا میدان کې ودریده . دواړه لاسونه یې په نرۍ ملا کیښودل. سر یې ځوړند کړ. د ګروپ رڼا ته یې سپین څټ وپړکیده او مخ یې زلفو کې یوه شیبه داسې غیب شو تا به ویل تورو وریځو سپوږمۍ برمته کړه. له دې سره شور شو، د لاسونو پړکا شوه او شپیلکې شوې.
دا مې لومړی ځل و چې په داسې یو محفل برابر شوی وم. هغه هم د چم ګاونډ د ملګرو په ټینګار. یو ډول ویرې نیولی وم. ما ویل که دا ټول خلک ماته راګوري او سبا به هر یو په نوبت دلته زما د راتګ کیسې زما مشرانو وروڼو ته کوي. دسمال مې نور هم په سر راښکته کړ چې څوک مې سیي نه کړي.
شور غلی شو. طبله او رباب ورو – ورو ترنګیدل. ارمونیې والا هم پردو کې غلی غلی د کوم ساز لټون پیل کړی و. هغې په سپین دسمال خولې وچې کړې. دوه درې ځلې یې د پښو پنجه لږ پورته او بیرته پر ځمکه کیښوده، ګونګروګانو شور جوړ کړ. نوې نغمه پیل شوه او ستړې نڅاګرې بیا حرکتونه پیل کړل. یوه پنجه یې په زوره په بلې ووهله. ځوړند سر یې پورته کړ، له دې سره خورې زلفې شاته لاړې، سپین مخ راووت او بیا د لاسونو داسې پړکا شوه چې ټول ساز پکې ورک شو.
یوه بریتور،چې له خولې یې شنه لوخړه راووتله، جیب ته لاس کړ، د کاغذي نوټونو بنډل یې راوویست او بیا یې ناره کړه: ځار شم شمینې. راشه چې بې اوره دې ستي کړم!
شمینه، په ناز ناز د بریتور خواته روانه شوه. هغه ترې دواړه لاسونه راتاو کړل، یوه شیبه یې سینې پورې داسې جوخته ونیوله، ما ویل که اوس به بند په بند ماته شي. بیا یې له لاسه ټینګه کړه، دوه درې ځلې ورسره تاو راتاو شو او بیا د پیسو شیندلو نوبت شو.
د شمینې نوم، مې ذهن کې انګازې وکړې. لکه غره کې چې د چا نوم اورې؛ خو ځای یې سیي کولای نشې. ساز او نڅا هماغه شان ګرمه روانه وه؛ خو زما ذهن د دې نوم په لټون پسې ستړی و. یو ناڅاپه رایاد شو:
کور مو په نوتیه کې و. دې ځای ته له صدر بازاره یوه تنګه کوڅه غځیدلې وه. د کوڅې په اخري سر کې زیارت و. همدلته به وړو نجونو او هلکانو لوبې کولې او ځینو پیغلو به زیارت کې د خپلو میینو زړونو مرادونه غوښتل.
مازیګر قضاء چې له لوبو ستړی ستومانه کور ته لاړم، نو هغه سپین سرې ګاونډۍ مې له مور سره کټ کې ناسته وه. دا به وخت نا وخت موږ کره راتلله او د چم ګاونډ کیسې به یې کولې.  زه هم د کټ پر بازو کیناستم.  دا میرمن، ټولو ببۍ بلله. که څه هم موږ کډوال وو؛ خو دې مهربانې ښځې داسې چلند کاوه لکه نږدې خپلوان چې یې یوو.
هغې بیا غوږونو ته لاس کړ: توبه مې دې شي خدایه، سهار د سلماګۍ کور ته تللې وم. ماشوم یې شوی و. خو نه هلک دی او نه جینۍ. له داسې بچي خو چې هیڅ لنګه شوې نه وای ښه به و. دا شرم به اوس چرته وړي.
مور مې هم ،د خدایه توبه، جمله څو ځلې تکرار کړه. بیا دواړه غلې وې؛ خو زه په فکرونو کې غرق وم. ښه: ماشوم خو یا هلک وي او یا نجلۍ. چې دې دواړو کې یو هم نه دی، نو دا به څه وي؟ همدې چورتونو کې وم چې ببۍ پورته شوه او په تلو تلو کې یې ویل: په خپلو اولادونو شکر وکاږه، خدای مو د سلماګۍ غریبې له حاله وساته. سم غضب کې راګېر ده.
کلونه تېر شول. زموږ د مهاجرو ښوونځی آن بورډ بازار کې و. مجبور وم وختي لاړ شم او چې بیرته به کورته راتللم، نو ستړی به وم. لوبو ته د پخوا په څیر وزګار نه وم. بس، د جمعې ورځې ته به مې ګوتې شمیرلې.
په هغه ورځ چې مو لوبې کولې؛ نو یو دم، یو هلک غږ کړ: شی بیا راغی! چې ور ومې کتل نو ښه مې لیده چې زړه مې داسې له کالبوته ووت لکه یو ناڅاپه چې د قفس ور خلاص شي او بندي مرغۍ والوځي. په تورو جامو کې ولاړه وه. د ویښتانو سرونه یې پر سپینې ټنډې راځوړند وو. سپین او سره غومبوري یې پړکیدل. یوه هلک ورو وویل: په والله چې سمه کابلۍ مڼه ده.
موږ لوبه پریښوده، چا پټ او چا ښکاره ور کتل. دا ورو ورو د نجونو خواته لاړه. هغوی یې هم په ننداره شوې، یوه شیبه ولاړه وه او بیا ور پسې له کوره چا غږ کړ او لاړه.
یوه ملګري ویل: سخت مال دی، خو له کوره بهر یې لوبو ته په اسانه نه پریږدي. یاره مړه، هیڅ پوه نشو چې دا اوس هلک دی که جینۍ، بس هر څه چې دی خو سمه خوږه خربوزه ده او له دې سره ټولو وخندل.
ټوله شپه مې همدې یوې خبرې مغز کې شور جوړ کړی و: چې دا اوس هلک دی که جینۍ! خوب سر خوړلی و، کله مې په نوي زلمي شوي زړه دا نایابه حسن وریده او کله د دې د جنسیت په اړه مبهمه جمله.
د ژمې لنډې ورځې راته دومره اوږدې شوې ما ویل که جمعه اوس میاشت پس راځي، جمعه به راغله، د هماغې د لیدلو په نیت به له کوره راووتلم، ټول ورځ به تیره شوه؛ خو له خپلو مشتاقو او محرومو سترګو سره به کور ته ستون شوم. لکه ملنګ چې خالي کچکول خپلې جونګړې ته لاړ شي.
په هغه جمعه چې کرکټ ته راووتلو، نو پیچ مو جوړ کړ، ویکټې مو ودرولې، له بال مو تور رابرټیپ راتاو کړ. لوبې ته چمتو شو؛ خو ملګري نه پوره کیدل. خپلو کې مو کیسې کولې. یوه، یو دم غږ کړ: هغه دی! ژر مې مخ واړو، ما ویل که خپله ورکه پس له ډېرې مودې بیا په ګیر راغله. خو هغه یو چاغ سړی و او له پنچر بایسکل سره روان و. ملګري ویل: هغه مال د همده اولاد دی!
یو بل غږ کړ: د خدای انصافدارو، لږ رخم (رحم) وکړئ. قسم دی، تیره ورځ مې باجي (خور) همدوی کره تللې وه، په سرو سترګو راغله. هغې ورسره ښه ډیر ژړلي و. ورته ویلي یې و: کور کې راسره بد سلوک کیږي. په نه خبره مې وخي (وهي). سپکې سپورې راته وايي. بهر چې لاړه شم، هلکان مې تنګوي. نجونې مې ځان سره نه پریږدي او خندا راپورې کوي. یو دم په جړا (ژړا) شوه. او بیا یې ویل: یا به خودکشي کوم او یا به کور پریږدم. له دې جونده خو مرګ ښه دی.جړا یې، کابو کړه او ویل یې: نو دې کې زما څه قصور دی؟ زه خو په خپله خوښه داسې دنیا ته یې نه یم راغلې. یه خدایه، دا څه په غضب کې راګیر یم.
نورې خبرې یې سلګیو کې ورکې شوې او غریبه له کټه پورته شوه. یریږم چې کله ځان مړ نه کړي. دا شمی…
له همدې سره محفل کې د اخري سندرې په پای کې شور شو. طبله چي، په اخري زور اخري ټک طبلې ته ورکړ. ساز خاموش او  مجلس په خوریدو شو. له ستړې ستومانه شمینې یو بریتور غیږه تاوه کړه، موټر ته یې پورته کړه او راټولو خلکو چیغې کړې:
مزې دې وکړې، بختوره. ښه مال په ګوتو درغی!
۱۴۰۰، لیندۍ ۱۸مه

1 COMMENT

  1. ریښتیا ووایم د نعمان دوست لیکنی می خوښیږی، خو دغه لیکنه کې تیر وتلی، ښه پوره تیر وتلی دی.
    وروڼو شک نشته چې د هنر او ادب له ښکلا سره کار دی: سهار سهار جومات ته هغه ماشومان چی سپاری یې تخرګو کی نیولی ښکلي دي، وطن ښکلی دی، چینه ښکلی ده، د مرغانو غږونه ښکلی دی، مازیګر د جومات له مناری د آذان غږ ښکلی دی، زموږ ملی بیرغ ښکلی دی او که کومه ښکلی ښایسته پیغله وینو، دهغی ښایست مو زړه بوټ وکاږی دا هم دښکلا جادو دی، ټول منم، مګر ابتذال او دپښتنو دغه ناوړه کلچر سخت بد ایسی. کوم چی دوست صیب یی داسی انځوروی:
    …(یوه ملګري ویل: سخت مال دی، خو … خو سمه خوږه خربوزه ده او له دې سره ټولو وخندل. )
    یا:
    (مزې دې وکړې، بختوره. ښه مال په ګوتو درغی!)
    ښکلا دحمید بابا، خوشحال، رحمان…. د ټولو په اثارو کی شته. کیدای شوه دوست صیب ددغی بدبختی( بدبخت) شمینی د ژوند انځور په یو مناسب چوکاټ او طرح کی وړاندی کړی وای چی دغه د کوڅې پوچ او سخیف الفاظ پکی نه وای. فکر نه کوم پښتانه دی د کرکټ د لوبو میدان کی د کومی نجلی په لیدو داسی الفاظ استعمال کړی لکه( عجب مال دی ،… یا نور) ، که کوم له تربیی وتی یی استعمالوی په سلو کی به یووی ، خو په کار نده چی موږ یې نور هم ترویج کړو. نعمان صیب تا په حقیقیت کی ددغه لوچک هلک ستاینه کړی، بل دا چی نه پوهیږیم چی پېښور کی تر اوسه ولی د کابل هرڅه له چټلیو سره مشابه کوی ، لکه همدغه جیړا یی چی له کابلۍ مڼې سره تشبیه کړی؟ دغو پاکستانی رذیلانو دا تشبیهات قصداً پکارول . دی کې شک نشته چی د کابل مڼې او هرڅه هغه وخت ډیر بیساری او ښایسته وو ، خو هر شی سره دکابل نو م اخیستل افغانستان ته سپکاوی دی لکه داسی مزخرفاتو کی یی راوړل ندی پکار. له بده مرغه دتیرو شلو کلونو یوه بدبختی اخلاقی فساد و چی اوس یی هیڅوک نشی اصلاح کولای. علت یی د ولسمشر نه نیولی تر تلویزونو رادیوګانو، شاعرانو، وزیرانو، وکیلانو … پوری ملامتی وه چی دټولنی اخلاقی مسایلو ته یی پام نه ،بلکې خپله هم په اخلاقی فساد کی ډوب و، یو مثال یی فضلی و.
    که ټولنه کی ستونزی او ناولیتیاوی هم وی د لیکوال دنده ده چی هغه ورټي، نه دا چی د یو( نمونه کلام )په توګه یی انځورکړي. بلکی که داسی څه دکوم بی ادبه له خولی راوځی هغه دی نکوهش کړی، نوره کیسه ګۍ عالی ده. ریښتیا هم ډیری بازنګری له مجبوری او د ټولنی د ناخوالو له لاسه دی ډول کارو ته اړې شوی دی. د اخلاقی فساد یوه سرچینه فقر دی، بل یی د ټولنی ستره جفا او بله یی د غه ډول کسانو(مثلاً نرښځوکو اومعیوبینو)ته د دولت نه توجه ده . دوی د زړه سوی وړ دی، خو افسوس چی د شهوت حریصان له انسانیته وتلی . له بده مرغه بیوزیلی بیا زور واخیست له بیوزلی سره مبارزه عیناً له اخلاقی فساد سره مبارزه ده. بیوزلی او معیوبتونه غټې تراژیدی ځان سره لری یو مثال یی همدا شمینی دی.
    ساز وسرود ته ورتګ عیب ندی، موسیقی ښه هنر دی، خو دغه انځور چی تاسی وړاندی کړی، دا ابتذال دی، همداسی هم بعضی عاشقانه کیسی زموږ ټولو لیکوالو لیکلی، آن په عربی کی د لیلااو مجنون او ایرانی ادب کی ویس –رامین، پښتو کی آدم خان درخانی… او لنډه داچی ټولو ژبو کی شته، خو تاسی یی وګورئ چی هلته ښکلا ، مینه او فضا او وفا …څنګه تصویر شوی دی. یعنی یوه موضوع ولو که د ښایست او داسی نورو په هکله هم وی، خپل اصول لری. زه فضل دی خدای دی په داسی هلکانو نه یم ورپېښ چی دا سی الفاظ وا یی او نه می اوریدلی خو اوس فکر کوم چی یو شمیر پښتانه ځوانان د تربیت او اخلاقو له چوکاټه وتلی ، د دوی اصلا ح اوس ډیر زحمت غواړی. د دی یو مثال دوست صیب پدی کیسه کی همدا دکرکټ دمیدان هلک او هغه بریتور ځناور ښودلی کوم چی دغی نڅاګری ته یی (مال) ویلی، دا ډول مثالونه د پاکستانی ټولنی بد بختی ده.
    اما تر ټولو عاطفی برخه هغه ده چی په خپله دشمینی تراژیده ګیله ده چی وایی: نجونې مې ځان سره نه پریږدي او خندا راپورې کوي. یو دم په جړا (ژړا) شوه. او بیا یې ویل: یا به خودکشي کوم او یا به کور پریږدم…
    دکیسی جوهر اود لیکوال هدف په همدی کی وځلید کور دی ودان نعمان صیب قلم دی تاند چی خپه نشی هدف می د سمون راوستل دی خدای وکی په چا بده ونه لیګیږی

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب