شنبه, مې 4, 2024
Home+امازون څه باندې یو ملیارد ډالره جریمه شو

امازون څه باندې یو ملیارد ډالره جریمه شو

تاند (جمعه، د قوس ۱۹مه) د ایټالیا حکومت پرون (پنجشنبه) امازون پر مارکیټ د حاکمیت د ټینګولو لپاره د ناوړه استفادې په خاطر یو ملیارد او ۱۳ ملیون یورو (یو ملیون او ۲۸ ملیون ډالره) جریمه کړ.

د سي این بي سي د راپور له مخې، د ایټالیا د مقرراتو د څار ادارې (Autorità Garante della Concorrenza e del Mercato) وویل چې امازون په الیکترونیکي لوژیستیکي خدماتو کې خپلو سیالانو ته زیان اړولی دی.

خو امازون وویل چې د ایټالیا د مقررو د ادارې له پرېکړې او جریمې سره هیڅ موافق نه دی او غواړي چې محکمې ته مراجعه وکړي.

د امازون ویندوی سي این بي سي تلویزیون ته وویل «زموږ لپاره ټاکل شوې جریمه او پرېکړه نامنصفانه ده او نامناسبه ده.»

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

- Advertisment -

ادب