د عطر بوی ته مې سپږمې کش کړې. راته اشنا و، پخوانی و، خو نه پوهیدم چې څه ته ورته دی.
په واړه دالان کې مخامخ یو زلمی چې نوې یې ږیره رابوټیدلې وه او د نکټایي په ځای یې بو وهلې وه، خلکو ته لارښوونه کوله چې ښځې دې چپ لاس ته ګرځي نارینه دې ښي لور ته ځي. یوې ته مې پام شو ، یو مخ یې سترګې داسې راته وایسیدې لکه د حسینې. انسان کله ناکله تیروځي، مزغی مې پسې کوږ کړ، زما شاته په کتار کې ولاړ نارینه راته مسک شو. دستمال مې په څټ تیر کړ. هال ته ننوتم.
زه چې له اتم ټولګي فارغه شوم، حسینه د نجونو لیسې ته ولاړه زه د هلکانو. یوه ورځ د سړک یوې غاړې ته دا تله، بلې غاړې ته زه روان وم، څو پلا مې ور وکتل، دې نه راته کتل، زړه مې غوښتل چې له سړکه ورواړوم خبرې ورسره وکړم، په همهغه ورځ دا چپ لورې ته چې د نسوان د لیسې خواته لاره وتلې وه وګرځیده او زه لکه دغه اوس چې راسته لورې ته د نارینه و هال ته راغلم، د مکتب خواته ولاړم. بیا موږ مهاجر شو پاکستان ته ولاړو، کله ناکله به راپه زړه کیده، لیکن څرنګه کیدای شي چې نهه ویشت کاله وروسته یې زه په یو څرک وپيژنم، اشنا غږ مې تر غوږو شو، لکه چې ماته چا څه ویل، ورته پام مې شو لاس یې راته نیولی و:
-انجنیر صاحب ستړي مه شئ، راځه همدلته کښینو
د دولسو کسانو میز و، کښیناستم، راته ویې ویل:
-انجنیر صاحب مهاجرت ځیني ډیر خراب کړې دي په تاسو یې هم لکه چې ډیر تاثیر کړی
– دا امریکا بله دنیا ده، نوی مکان دی خامخا وخت غواړي چې څوک ورسره بلد شي
-هاغه ځوانان ګورې څوک ګومان کوي چې په افغانستان کې یوو دود دستور رواج هر څه یې خپل دي
-ځیني شیان باید بدل شي دا ګوره نارینه دلته ناست دي ښځې هلته څه خبره ده د خوارانو مصرف به هم دوه برابره شوی وي چې دوه هاله یې نیولې دي.
د حسینې څیره مې سترګو ته ودریده، چې څه به کوي؟ له چا سره ژوند کوي؟ څرنګه تر امریکا راغلې؟…
یوه کباب رامخته کړ، پام مې نه و له غوري سره مې لاس ولګید، بخښنه مې وغوښته نورو وخندل، بیا غلي شول. ټولو شخوند واهه. تر ډوډۍ وروسته اتڼ شو، چک چکې شوې..
کارت مې له جیبه راوایست، لیکلي یې و تر دولس بجو. وخت داسې تیریده لکه په کومه ورځ چې به حسینه درس ته نه وه راغلې زما به کړکۍ ته پام و چې د لمر وړانګې کله ګرځي.
په یولس بجو راپاڅیدم. په پارکنګ کې د څراغ له رڼا لرې د ونې لاندې ودریدم. کوم خلک چې راوتل، ما ورته کتل، راوتل راوتل، ورو ورو بیروبار کمیده، خو لاهم یو نیم ښکاریده چې راوځي. بیا هیڅوک نه راوتل، پارکنګ تش شو، لرې یو دوه موټره ښکاریدل. د خلکو راتګ داسې کم شو لکه وریځې چې سره ولاړې شي، د باران دانې ورکې شي خو زه لاهم بریښنا ته انتظار یم، دا انتظار هله ختم شو چې یو پلا د نارینه و د هال څراغونه مړه شول، بل ځل د ښځینه هال څراغونه ګول شول…
زما زړه له پوښتنو ډک و، څرنګه امریکا ته راغلې؟ له چا سره ژوند کوي؟ څه کوي؟ تر اوسه چیرته وه؟….
له چا یې پوښتنه وکړم؟
د ورځې څوک د تنهایي احساس نه کوي، شپه خپله تنها ده، داسې احساس مې کاوه لکه بیخي چې یو وزری یم. ورو ورو د لویې لارې خواته روان شوم، هیڅوک نه و. په موبایل کې مې انټرنټ نه و چې ټکسي راوغواړم، نه پوهیدم چې څه وکړم، پوزه مې کش کړه هاغه د عطرو بوی مې لاهم نه پیژانده چې څه ته ورته دی.
د تیمز سیند غاړې غاړې ته د شپې له پخیدو سره ستړیا په ذهن کې راپيدا شوې پوښتنې ورو ورو تښتولې….
پای