Homeخبرونهتر ټرمپ وروسته پوتین راتلونکې سې شنبه چین ته سفر کوي

تر ټرمپ وروسته پوتین راتلونکې سې شنبه چین ته سفر کوي

تاند (شنبه د ثور/ غويي ۲۶مه) کرملین ویلي چې، ددغه هېواد ولسمشر ولادیمیر پوتین به د را راونې سې شنبې په ورځ چین ته سفر وکړي.

پوتین به په دغه سفر کې د چین له چارواکو سره د دوه اړخیزه اړیکو په تړاو خبرې وکړي.

د کرملین ماڼۍ د خبرپاڼې له مخې، پوتین او د چین ولسمشر شي جین‌پینګ به د «دوه‌اړخیزو اړیکو» او «مهمو نړیوالو او سیمه‌ییزو مسایلو» په اړه خبرې ولري.

پوتین په داسې حال کې چین ته سفر کوي، چې د هغه ستراتېژیک سیال، ډونالډ ټرمپ چین ته خپل دوه ورځنی سفر پای ته رسولی.

ټرمپ له چین نه د بېرته تګ پرمهال خپل سفر له لاسته راوړنو ډک بللی وو.

هم مهاله د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ ټایوان ته خبرداری ورکړی چې له چین دې په رسمي ډول د خپلواکۍ اعلان نه کوي.

د امریکا ولسمشر د جمعې په ورځ، په بېجینګ کې له خپل چینایي سیال شي جین پینګ سره د دوه ورځنۍ سرمشریزې په پای کې، فاکس نیوز ته وویل: “زه نه غواړم څوک خپلواکي اعلان کړي.”

د ټایوان ولسمشر لای چینګ ټي مخکې ویلي وو چې ټایوان رسمي خپلواکۍ اعلانولو ته اړتیا نه لري، ځکه چې هغه لا دمخه ځان یو خپلواک هېواد ګڼي.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

د ارواښاد پالوال اثر «معیاري پښتو» بیا چاپ شو

د تکړه ژبپوه ډاکتر عبدالرزاق پالوال مهم علمي اثر «معیاري پښتو» چاپ شو. معياري پښتو؛ د ډاکټر عبدالرازق پالوال له خورا مهمو او علمي آثارو...