Homeخبرونهعراقچي: امریکا به د «اختیاري جګړې» له امله درنه اقتصادي بیه ورکړي

عراقچي: امریکا به د «اختیاري جګړې» له امله درنه اقتصادي بیه ورکړي

تاند (شنبه د ثور/ غويي ۲۶مه) ‏د ایران د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي ویلي چې، امریکا به د هغه څه له امله چې هغه یې د ټرمپ “اختیاري جګړه” بولي، د درنو اقتصادي لګښتونو سره مخ شي.

عراقچي ویلي، د ایران پر وړاندې د امریکا سیاستونه نه یوازې سیاسي، بلکې اقتصادي پایلې هم لري چې د امریکايي خلکو پر ژوند به مستقیم اغېز وکړي.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر د امریکا د خزانې د اوږدمهاله سود د کچو لوړېدل د مالي بازارونو د فشار نښه بللې او ویلي یې دي چې، دا وضعیت د پورونو، کور اخیستو او مصرفي قرضونو لګښتونه زیاتوي.

عباس عراقچي زیاته کړې چې د انرژۍ د بیو لوړېدل او د کورنیو اقتصادي فشارونو زیاتوالی د داسې کړنو طبیعي پایله ده.

نوموړي ټینګار کړی چې دا وضعیت د مخنیوي وړ و، خو د امریکا او د هغه د متحدینو د سیاستونو دغه لاره نوره هم پیچلې کړې ده.

عباس عراقچي داسې مهال دا څرګندونې کوي چې، تازه چین ته د ولسمشر ټرمپ په سفر کې هغه ویلي چې هرمز تنګی باید خلاص شي.

ټرمپ دغه راز ټینګار کړی چې د ایران پر وړاندې د چین او امریکا دریځ یو شان دی.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

له مرحوم محمد هاشم میوندوال سره زما دوې خاطرې | زمری محقق

د میوندوال د شهادت د ۵۳ کال په مناسبت: لومړی خاطره (انتخابات ):   د مرحوم محمد هاشم میوند وال د انتخاباتو څځه زما یوه نه هیریدونکې...