Homeخبرونهملاندیم له روسیې وغوښتل چې طب محصلانو د روزلو لپاره افغانستان ته...

ملاندیم له روسیې وغوښتل چې طب محصلانو د روزلو لپاره افغانستان ته استادان ولېږي

تاند (شنبه، د غويي/ ثور ۲۶ مه) د روسیې د صدراعظم مرستيال الکسي اوورچوک، ويلي چې د طالبانو ادارې له مسکو غوښتي چې د افغان محصلانو د روزنې لپاره طبي استادان افغانستان ته واستوي. هغه زياته کړه چې دواړو لورو د جمعې په ورځ په کازان ښار کې د «روسيه ـ اسلامي نړۍ» د غونډې په څنډه کې د دوه اړخيزو همکاريو په اړه خبرې وکړې.

اوورچوک وويل چې له طالب پلاوي سره په خبرو کې د سون توکو، کرنې، پانګونې او همداراز د روسيې د طبابت په برخه کې د «ډېرې لېوالتيا» موضوعات مطرح شول. د هغه په وينا، طالبانو غوښتنه کړې چې داسې استادان واستول شي چې د طبي څانګو په برخه کې افغان محصلانو ته زده کړې ورکړي.

د روسيې د تاس خبري اژانس د راپور له مخې، اوورچوک د طالبانو د لوړو زده کړو له وزير ندامحمد نديم سره په کتنه کې د سوداګريزو او اقتصادي همکاريو د پراختيا، د ګمرکي او صحي ـ وترنري چارو او د افغانستان د ترانزيټي ظرفيت د کارولو په اړه خبرې وکړې.

اوورچوک وويل چې طالبان د روسي موټرو او کرنيزو محصولاتو واردولو ته لېوالتيا لري او ترڅنګ يې د پانګونې او د سون توکو د صادراتو د دوام په اړه هم بحث شوی دی. هغه زياته کړه چې د دواړو لورو ترمنځ ديپلوماتيکې اړيکې موجودې دي او منظمې اړيکې د اړوندو ادارو ترمنځ روانې دي.

د روسيې د صدراعظم مرستيال د دواړو خواوو ترمنځ د سوداګرۍ د پراختيا ظرفيت «ستر» وباله، خو اوسنی حجم يې «ټيټ» ياد کړ. د روسيې د شمېرو له مخې، د دواړو لورو سوداګري شاوخوا ۳۲۶ ميليون ډالره ده، خو د طالبانو د شمېرو له مخې نژدې ۵۰۰ ميليون ډالرو ته رسېږي. هغه وويل چې د روان کال په لومړيو دوو مياشتو کې د متقابلې سوداګرۍ کچه ۲٫۶ برابره زياته شوې ده.

د «روسيه ـ اسلامي نړۍ» اوولسم اقتصادي فورم د غويي له ۲۲مې تر ۲۷مې نېټې پورې په کازان ښار کې روان دی او د طالبانو يو پلاوی هم پکې ګډون لري.

ملاندیم په کازان کې له نړیوالو شرکتونو او پانګوالو وغوښتل چې د افغانستان د لوړو زده کړو په سکیتور کې پانګونه وکړي.

ندیم دا غوښتنه د کازان د غونډې په څنګ کې د څو نړیوالو شرکتونو له استازو سره په کتنه کې وکړه.

LEAVE A REPLY

Please enter your comment!
Please enter your name here

ادب

پودکاست؛ له رادیويي څپو څخه، تر دیجیتلي غږونو پورې

عبدالعزیز نایبي ستاکلهم، سویدن په ۱۸۷۷م کال کې امریکایي «توماس ادیسون» په لومړي ځل د خپل جوړ کړي «فونوگراف» په وسیلې غږ ثبت کړ. ساکاتلندي فزیک‌پوه...